ادبي لیکني

سرتېری «لنډه کيسه»

انور افغان

ضروري یادونه: کومه لنډه لاندنۍ کیسه چي تاسو لولۍ یوه واقعي کیسه ده چي عامل یې لا هم ژوندی دی او د طالبانو په لیکو کې جنګېږي.

د سهار سپېدې لا نه وه چاودلې، د سپوږمۍ به دولسمه، دیارلسمه وه، یو بل مو ښه لیدای شوای، سترګې یې زما په سترګو کې خښې کړې وې، ډېر جدي ښکارېده، د ښي لاس له بټې ګوتې را دېخوا دویمه یې پر ماشه ټینګه نیولې وه، یوازې شونډي یې یو له بله لګولې او تر دریو یې د شمېرې راته وویل، د دریمې شمېره سره سم به موږ حرکت کاوه، زه او زما نور ملګرې د دالان په چپ اړخ کې د دېوال لاندې په ملا کوپ ولاړ وه، ما خپلو نورو ملګرو ته مخ ور واړاوه د تیار سۍ لپاره مي د چپ لاس د سوک بټه ګوته ورته پورته کړه، دوۍ هم د تیارۍ سر وښوراوه، ما بیرته خپل قومندان ته د چمتو والې سر وښوراوه، قومندان د خپل چپ لاس ړستونی پورته کړ او ساعت یې وکوت، بیا یې د مېلمستون د کوټې په وره سترګې خښې کړې کابو یوه دقیقه یې صبر وکړ ، له یوې دقیقې وروسته یې سمدستي زما خوا ته را وکتل په خورا چوپتیا یې شونډي یو له بله لګولې او د ګوتې په اشاره یې شمېر راته ویل، چي دریمه شمېره خلاصه شوه، په چیټکۍ سره مي له څلور مترۍ څخه د میلمستون په وره ور منډه کړه، د میلمستون وره ته مي کلکه لغته ورکړه، خو ومي نشوای کړای چي ماته یې کړم، له شا غږ شو ( اګېن اګېن، هېرې اپ ) ما یو ځل بیا وره ته کلکه لغته ورکړه، خو بیا مي هم ونشوای کړای چي ور مات کړم، له شا نه مي یو جګ غټ بهرنی سرتېری راغی زه یې ښۍ خوا ته ټېله کړم او دا خبرې یې په لوړ غږ وکړې ( فک یو، مادر فککر ) وره ته یې ټینګه لغته ورکړه، ور یې مات کړ او کوټې ته په چټکۍ سره ننوت، د کوټې د ننه یې چیغې کړې ( ډونټ موف، ډونټ موف، هنډز اپ ) په دې وخت کې زموږ نور ملګرې هم له بهرنیانو سره یو ځای کوټې ته ور دننه شوه، زموږ ملګرو په کوټه کې موجودو کسانو ته په پښتو په لوړ غږ وویل ( حرکت ونه کړۍ، لاسونه مو پورته کړۍ، لاسونه مو پورته کړۍ ) په کوټه دری تنکي ځوانان او یو سپین ږیری وه، د تنکي ځوانانو عمرونه به ۱۳ تر ۱۵ کلونو پورې وه، هغوۍ ټول ډېر وېرېدلې وه، خو بوډا بیا له ډېرې وېرې رېږدېدو، هغه غټ خارجي په بوډا باندې ور منډه کړه، په چپ لاس یې د شا له خوا له څټه ونیو او پښه یې ورته کېښوده ښکته یې په ځمکه را پرېیوست، نورو بیا په تنکي ځوانانو ور منډه کړه او ټول یې په ځمکه را پرېیوستو، د ټولو لاسونه یې شاته په سپین نري پلاستیکي ولچک ور وتړل، تورې خولۍ یې ور په سر کړې، له کوټې یې را بهر کړو او د هلیکوپټر پر لور یې وخوځول.

د سهار د ژېړي لمر د راختو به لیږ وخت نه وه وتلی چي بېرته مو خپلې قرارګاه ته ځان را ورساوه، خپلې وسلې مو مسوول کس ته وسپارلې او خپلو کوټو ته لاړو، چای مي وڅښل، بیا څو دقیقې له ملګرو سره کښېناستم، روحً ځان ښه نه راته ښکارېده، له ملګرو را ولاړ شوم، په ځان پوه شوم چي په تېرو عملیاتو کې د بهرنیانو کړو زما ذهن را ګډوډ کړی، له ما او بوډا سره د خارجیانو رویې ما ته د حقارات احساس راکړ، د ننه ډېر نا ارامه وم، ځان ډېر بد راته ښکارېدو، په کټ کې پرېوتم، خو خوب نه راته، هر څومره چي په یوه بل اړخ واوښتم بیا هم خوب نه راته، تر ډېره په همدې سوچونو کې ویښ پاتې وم خو وروسته بیا خوب وړی وم، د ماسپښین په ۲ بجې راپورته شوم، لمونځ مي وکړ، همداسي له جوماته را ووتم، په یوه چمن کې شورې ته یوازې کښېناستم، بیا همغه دعملیاتو مسله زما په فکر کې ها خوا دېخوا ګرځېده.

درې ورځي همداسي روحن نا رامه را باندې تېرې شوې، د څلورمې ورځ کابو پیل وه چي قومندان مو بارک ته راننوت او بهر ته د ګزمې د تلو غږ یې را باندې وکړ، زه هم پورته شوم، ځان مي چمتو کړ، د ډېپو خوا ته لاړم خپله وسله او نور اړین توکې مي را واخیسته، له قرارګاه چي ووتو بهر بهرنیان هم موږ ته منتظر وه، بهرنیان به ډېری وخت زموږ سره ګډه ګزمه او عملیات کول، سره یو ځای شو موږ له مخې او دوۍ را پسې شو، د ګزمې مشري د بهرنیانو په لاس کې وه، موږ ته نه د ګزمې وخت او نه هم ځای معلوم وه چي چېرته او د څومره وخت لپاره به ګزمه کوه، امریکایانو به معمولً د نیم ساعت لار په دریو ساعتونو کې وږله، نو دا ځل هم د پخوا په څېر ورو ورو پر مخ روان وه، کابو ۴۵ دقیقې لار به مو وهلې وه یوې سیمې ته ورسېدو دښتې ته ورته هواره وه او شنه بوټې یې لرل، زموږ د کاروان ښۍ خوا ته لیږ څه لېري د کوچیانو مېږي او اوښان څیرېدل، ما هغې خوا ته کتل چي نا ببره مو تر شا یوه درنه چاونه وشوه، ژر مو موټرونه ودرول او ترې ښکته شو د خپل کاروان ښۍ او کیڼې خوا ته مو دریځ ونیو، زموږ شاته لا هم په اسمان کې ډېري دوړي شته وې، دا پر سړک د وسلوالو مخالیفینو خښ شوی ماین وه، موږ څو دقیقې همداسي په دریځ (موضیع ګیري) کې پاتې شو څو د کمین په صورت کې وجنګېږو، له څو دقیقو تېرېدو وروسته پوه شوم چي د امریکایانو موټر په ماین ختلی، د دوۍ دوه موټرې په چټکۍ د کوچیانو د رمې خوا ته لاړل، له هغې خوا یې یو تنکی ځوان چي تازه یې پر مخ د ږېرې نښانې ښکارېدې لاس تړلی راووست، په داسي حال کې یې په هغه باندې په زوره زوره چیغې وهلې چي پر مخ یې د تازه وینو نرۍ لیکې روانې وې، هغه خوارکی شپون یې ډېر وهلی وه، زموږ ټولو تر مخ یې هغه پر ځمکه را پرېوست په لغتو او سوکانو یې وهل او په زوره زوره یې چیغې پرې وهلې او د طالب نوم یې یاداوه، هغه شپون خوارکی ډېر معصوم ښکارېده، ما فکر وکړ که چېرته هغه داسي نیت لرل چي موږ ته دي زیان ورسوي نو حتمي یې د ماین له چاودنې وروسته د احتمالي خطر په صورت کې له ځانه سره کومه وسله هم ساتله او څنګه کېدای شي شپون د خپلې دومره رمې د شتون په صورته کې داسي کار وکړي؟ نو ځکه هم شپون بې ګناه راته ښکاره شو او د بهرنیانو دې کړو سخت وځورولم، شپون ته همداسي بد رد او وهل ورکول کېده، بهرنیانو داسي هیڅ اسناد او شواهد نه لرل چي شپون خوارکی پرې مجرم وګڼي، هغه یې یوازې د دې لپاره ونیو او وهل یې چي د خښ شوي ماین ځای ته یې نیژدې رمه څرله، شپون یې شاته ټېله کړ او دوۍ هم شاته ورڅخه راغلو د لېږ واټن وروسته یې د خپل ټوپک شپېلۍ د شپون په خوا سیخي کړې او په یوه وار د شپون پر بدن څو مرمۍ ولګېدې، شپون خوارکی پر خپل ځای را ولوېد، خاموشه خاموشي شوه…

زموږ قومندان هم د بهرنیانو د دې کار پر وړاندې هیڅ غبرګون ونښود، داسي حالت را باندي راغی لکه زما ورور یې چي را ویشتی وي، زړه مي ودرېد، ساه مي بنده شوه، ټوخي واخیستم د ټوخي له امله پر ملا کوړیپ شوم، د ملګرو مي چي را باندي پام شو د لامل پوښتنه یې کوله خو زه په خپل حال نه وم هغوﺉ مرسته راسره وکړه او تر موټره یې ورسولم، بې هیښه شوی وم، ډېره موده وروسته په حال راغلم، کله چي په حال راغلم ډېره موده مي سکوت او نه خبرې غوره وباله او د ملګرو د پښتنو ځواب مي نه ورکاوه، د شپون خوارکي وژنه مي هره شېبه سترګو ته ښکته پورته کېده، داسي ځورېدم لکه ما چي وژلی وي، ډېر زیات نارامه وم، خو هڅه مي کوله چي ملګرو ته مي د صحت په اړه ډاډ ورکړم، روحً ډېر نا ارامه وم، زړه مي را ایشېده، د بهرنیانو پر وړاندي مي کرکه دومره زیاته شوه چي نور مې لیدل نشوای زغملی، نیت مي وکړ چي د شپون غچ به حتمي اخلم، د دې کار په پار مي خپل مرګ هم هېر کړ او ټینګه اراده مي وکړه چي حتمن به د شپون غچ اخلم، له ځان سره د دې پرېکړي وروسته مي له ملګرو سره د خپل صحت په اړه خبرې وکړې او هغوۍ ته مي د خپل صحت په اړه ډاډه ورکړ، داسي حالت مي اختیار کړ چي دوﺉ نور زما د غیري نورمال حالت په اړه اندېښنه ونکړې، تقریباً له ۸ ساعته ګزمې وروسته بیرته د خپلې قراقرګاه پر لور وخوځېدو، ما موقع لټوله چي څه وخت به پر دوۍ د حملې مناسب وخت پیدا کړم، و مي پتېیله چي د ګزمې له پای ته رسېدو وروسته کله چي دوۍ خپلې زغرې، وسلې او نور مهمات سپاري همدا به یې مناسب وخت وي، همدا وخت نور نېژدي وه قراقرګاه ته ورسېدو، د وسلو د تسیلمۍ په پار د ډیپو خوا ته له ملګرو سره روان شوم، دلارې په نیمایي کې مي ملګرو ته بهانه وکړه چي زه له تشنابه سخت په عذاب یم او ترې را وګرځېدم، بېرته پټ پټ د امریکایانو و خوا ته لاړم، هغوۍ هم تقریباً د خپلو وسلو تسلیمي پای ته رسولې وه، ما شاجور له وخته ډک کړی وه او مرمۍ مي ور تېره کړې وه، مخامخ مي پرې ور منډه کړه او د تکبیر په ویلو مي ډزې پرې وکړې، په دوۍ کې مي ډېر وغځول، د ټوپک شاجور مي چي خلاص شو د قراقرګاه په دروازه مي ور منډه کړه هلته ساتونکي د کوټګۍ د ننه ناست وه زه یې چي ولیدم ژر یې ځانونه د هیسکوګانو( له خاورو ډکې شويو خړو غټو غټو بوجیو ) تر شا پټ کړ، زموږ قرارګاه د غونډۍ پر سر وه، ما له پاسه ځان خطا کړ او ښکته خوا په رغړېدو شوم، له پاسه د بهرنیانو له ټاوره پر ما ډزې کېدې خو د الله تعالی مهرباني او کرم وه چي بچ شوم، د غونډۍ لاندې ډېرې ونې وې، هلته نو بیا زما د تېښتې ښه موقع وه، په منډه منډه مي د قرارګاه له شاوخوا کلیو ځان وښکل، یوه کلي ته چي ورسېدم او ډاډه شوم چي نور په امان کې یم د یوه کور دروازه مي ور وټکوله، هغه چي زما حالت ولید کورته یې د ورتلو لپاره بلنه راکړه، ما بشپړه کیسه ورته وکړه او ترې ومي غوښتل چي د سیمې طالبانو ته مي وسپاري او هغه هم همداسي وکړل.

له دې پېښي راهیسي دا شپږم کال دی چي د طالبانو په لیکو کې یم.  

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x