نړۍ

بنګلاديش: مولانا عبدالقادر اعدام شو، بنګلادیش کې تاوتریخوالي له امله ۴ کسان مړه او ۲۸ ټپیان شوي دي

qadrپه بنګلادیش کې د جماعت اسلامي يو مشر مولانا عبدالقادر بیګا پر ځایي وخت د شپې لس بجې په دار شو. د بنګلادیش د جنګي جرمونو محکمې ويلي و چې عبدالقادر ملا د ۱۹۹۷۱ په جګړو کې د پاکستان ملاتړ کړی و. عبدالقادر له محکمې غوښتنه کړې وه چې د اعدام امر دې په ټول عمر بند بدل شي، خو محکمې يې دا غوښتنه ونه منله. زوی يې وايي چې، دپلار په شهادت فخر کوي. اسلام اباد او نورو ښارونو کې هم مظاهرې وشوې.د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دا د بنګلادیش کورنۍ مسئله ده. د بنګلادیش د قانون مرستیال وزیر قمرالاسلام اې ایف پي خبري اژانس ته ويلي چې ملا عبد القادر د بنګلادیش پر وخت د شپې لس بجې اعدام شو. د قمر الاسلام له قوله له اعدامیدو څو شېبې مخکې يې له خپلې کورنۍ سره هم ولیدل او ډېر ارام اومطمئن و. د ملا عبد القادر زوی حسن جميل اې ايف پي خبري اژانس ته ويلي چې د پلار په شهادت فخر کوي. د ملا عبد القادر د شهادت له خبریدو سره په ګرد بنګلادیش کې د جماعت اسلامي لخوا په لاریونونو او مظاهرو لاس پورې شو. د بنګلادیش اخبار “دي سټار” ليکلي، چې د پولیسو په ډزو کې څلور کسان وژل شوي او ۲۸ ټپيان دي. د “دي سټار” له قوله چې بیګا نا وخته د ملا عبدالقادر د اعدام د قاضیانو د مجلس د مشر فضل کبیر پر کورد لاسي بمونو حمله شوې خو څه مالي او ځاني زیان يې نه دی اړولی. د بنګلادیش جماعت اسلامي ګوند وايي چې دا یو سیاسي قتل دی. په پاکستان کې د جماعت اسلامي مشر سید منور حسن ويلي چې، ملا عبد القادر شهید دی او د پاکستان پر حکومت يې هم نيوکې وکړې چې، حکومت باید د بوټو او شيخ مجیب الرحمن، چې هغه مهال د بنګلادیش مشر و، تر منځ هغه تړون نړۍ ته ښکاره کړی وای چې په دواړو هيوادو کې به هيڅ څوک هم جنګي مجرم نه ګڼل کيږي.

 

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x