نړۍ

د مصر امنیتي ځواکونو په قاهره کې د الجزیزه له دفتره ۱۱ کسان ونیول

نن ټکی آسیا: د مصر امنیتي ځواکونو په قاهره کې د الجزیزه نړیوالې تیلویزوني شبکې د دفتر له محاصرې وروسته، له دغه ځایه یوولس تنه نیولي چې د قطر هېواد تابعیت لري.
د سرچینې له مالوماتو سره سم، په دغو یوولسو تنو قطریانو کې ۴ د دفتر ساتونکي دي.

په قاهره کې د الجزیره دفتر د روان کال د جولایي له درېیمې نیټې راهیسې تړلی دی .
د مصر امنیتي ځواکونو په دې باب ویلي،چې دوی ته په دغه دفتر کې د وسلو د زېرمه کولو خبر رسېدلی و؛خو د د فتر له پلټنې وروسته جوته شوه چې وسلې پکې نه وې او د دوی معلومات ناسم ول.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x