نظــر

ولې هر جنایت غندو؟

shersha-tasalلیکوال: شیرشاه تسل

نن ورځ پدې رڼا اچوم چې ولې زمونږ په هیواد کې د هر انساني ناورین نه وروسته د ولسمشر نه نیولې بیا تر یو عادي کس پورې په یوه خوله نوموړې پیښه غندو او عاملینو ته یې سخت مجازات غواړو، ولې ولسونو مو دحکومت څخه جنایت کوونکو ته مجازات غواړي خو د مجازاتو ورکوونکي لاسونه تړل شوي دي او خوله یې بنده ده .

داچې ولې ددې ترشاه ډیرې خبرې دي چې یو څو یې د نمونې په شکل وضاحت ورکوم :

داچې دولتونه څنګه رامنځ ته کیږي پدې خبرې نه کوم ځکه دا یو حقوقي موضوع ده او د اساسي حقوقو یوه برخه ده او ستاسو وخت به هم زیات ونیسي خو یو څو ټکو ته اشاره کوم هغه داچې دولت څلور متشکله عناصر لري او هر دولت چې رامنځ ته کیږي نو ضرور به دا څلور عناصره لري که یو هم ددې عناصرو څخه کم وه نو یو خپلواک دولت ورته نشو ویلې ، چې دغه عناصر عبارت دې له ( ملي حاکمیت ، نفوس، قلمرو او حکومت څخه ) نو دلته د بحث د وضاحت لپاره بهتره ده چې پدې هر یو جلا جلا بحث وکړو.

۱- ملي حاکمیت : په یو معین قلمرو کې د دولت د قدرت د اعمال څخه عبارت دی کوم چې په ملي او نړیواله سطحه خپلواک او پرته د مداخلې څخه د تصمیم نیونې مرجع اوسې ، دلته مو دوه کلمې ذکر کړې ملي او نړیوال اول راځو ملي ته مونږ او تاسو ګورو چې په ملي سطحه زمونږ حکومت څومره کولۍ شي خپلواک ، قاطع او نهایي تصمیم ونیسي زمونږ دحکومت سره جوخت د وسلوالو مخالفینو غیر قانوني موازي حکومتونه وجود لري زمونږ د هیواد یوه برخه د هغوۍ په ولکه کې ده ، او هغوۍ پکې خپل غیرقانوني حکومتونه پرمخ وړي زمونږ د حکومت د کړنو او تصمیم نیونو مانع ګرځي او هروخت د افغانستان حکومت ته مشکلات او خنډونو ایجادوي او دا ۴۰ کاله کیږي چې هیواد مو په سور اور کې سوځي او ملت مو تباه او برباد شو بله لویه ستونزه په ملي سطحه هغه د حکومت جوړښت ده داچې افغانستان د مختلفو قومونو او قبیلو څخه جوړ یو هیواد دی نو هر یو قوم غواړي چې د حکومت په راس کې اوسي او د هیواد واک او اختیار یې په لاس کې اوسي .

نو همدلته ده چې یو ډول ستونزه په داخلي سطحه رامنځ ته شوې او حکومت نشي کولۍ په قاطع ډول تصمیم ونیسي او خپل فرامین او احکام تطبیق کړي دلته به د نور بحث نه تیر شو ترڅو موضوع اوږده نشي بل موضوع په نړیواله سطحه د حکومت قاطع او بې پرې تصمیم نیونه ده ، هغه داچې زمونږ هیواد د نړۍ دریمه درجه او وروسته پاتې هیوادونو له جملې څخه ده  ، نو په نړیواله سطحه د نړیوالو اړیکو د اصولو مطابق هغسې تصمیم نشي نیولې لکه څرنګه چې نور پرمختللي هیوادونه یې د خپلو هیوادونو د منافعو په آړوند نیسي ، هغه داچې هر هیواد په نړیواله سطحه د ملي قدرت او قوي ملي حاکمیت د لرلو په اساس خپل جایګاه لري او هغمې په اساس خپلواک تصمیم نیسي نو هرکله چې یو هیواد د هر لحاظه نور و هیوادونو مرستو ته محتاج وي او خپل ضروریات په خپله نشي پوره کولۍ نو په نړیواله سطحه د خپلو ملي منافعو او د خپلو خلکو څخه ددفاع په اړوند خپلواک تصمیم نشي نیولې.

۲- حکومت: د هر هیواد ملي حاکمیت د یو قوي حکومت سره تړلۍ ده هر کله که په یو هیواد کې حکومت پرته د مصلحت او قوم ګرایې څخه  د خلکو د مستقیمو او ازادو رایو په اساس راغلي وي او هر څوک پکې خپل ځان وویني او خپله اراده تمثیل کړی شي نودغه حکومت کولی شي چې خپل ملي حاکمیت وساتي او دهغې څخه دفاع وکړي او بلاخره په خپل تصمیم نیونه کې خپلواک وي ، دلته ډیر زیات موضوعات دي خو مونږ او تاسو ټول پرې پوهیږو خو پورته جملو کې مو هرڅه واضح کړي دي .

۳- نفوس ( وګړي): نفوس هغه اشخاص چي د یو هیواد تابعیت ولري او په دایمې ډول په هیواد کې ژوند کوي  د هغه هیواد نفوس ګڼل کیږي . نفوس د یو دولت د متشکله عناصرو څخه یو مهم او لازمي عنصر ده ، کله که هم نفوس وجود ونلري دولت هیڅ کله نشي رامنځ ته کیدلۍ همدا نفوس ده چې د نورو عناصرو پوره کوونکې ده ، افغانستان تقریباْ ۳۵ میلونه نفوس یا وګړې لري خو دغه وګړي په مختلفو قومونو او قبیلو ویشل شوي او آن داچې تر اوسه پورې مونږ اساسي نفوس شمیرنه هم نده کړی چې واقعْ افغانستان نفوس همدومرده او کنه خو راځو دې ته چې دغه وګړې د مختلفو ډلو او ټپلو ترشاه ولاړ دي هر قوم او قیبله ملي منافع د خپلو ګټو په محور څرخوي او جلاجلا تعریفونه ورته لري دلته د ګټو او قدرت متضاد فکرونه وجود لري که چیرې د یو اړخ ګټه په خطر کې وي نو هغې ته ملي منافع مهم نه وي او دخپل هدف دلاسته راوړولو لپاره هر ډول قانون ماتونې ته تیار وي او کوښښ کوي چې قانون او د ریس جمهور حکمونه د خپل ګټو قرباني کړي او خپل هدف که په هره لاره وي ترلاسه کړي .

نو همدا وجه ده چې د افغانستان ټول وګړي سره متحد او ملي منافعو ته په یودید نه ګوري اکثریت مشران د نورو د ګټو د تحقق لپاره د خپل ملت او وګړو په ستوني پښه کږدي او هغوی لپاره کار کوي نو دوی خپلواک فکري او فزیکي ازادي نلري دوې د نورو لخوا حمایه کیږي مجبور دي چې د نورو امرونه ومني او دهغوی اطاعت وکړي او دلته یې عملي کړي . کله که هم د لوړ مقام نه د یو ملي پروسې په هکله تصمیم نیول کیږي یا دا به  خامخا د ګاونډیو هیوادونو د ګټو خلاف وي نو هغوی کوښښ کوي ترڅو په هر امکان چې وي یو طرف د هیواد دملي ګټو په مقابل کې خنډ وګرځوي او پرینږدي چې ملي پروسه په کامیابۍ سره مخ پروړاندې لاړ شي . نو دلته ده چې کله هم که په یو هیواد کې متحد په سیاسي شعور ملبس ملي ګټو ته ژمن او صادق مشرانو ولرو نو هیڅکله به نور هیوادونه دا کوښښ ونکړي چې زمونو ملي حاکمیت وګواښوي او زمونږ د مشرانو ازادي سلب او اختیارات یی په خپل لاس کې واخلي .

۴- قلمرو: قلمرو هم د یو دولت د متشکله عناصرو له جملې څخه یو مهم عنصر دی چې پرته له قلمرو څخه دولت نشي رامنځ ته کیدای ، قلمرو د یو هیواد ټولې وچې ، سیندونه او همداسې پورته او ښکته په مخروطي شکل ساحو څخه عبارت دی چې دولت پکې خپل قدرت اعمالوي او ددولت د تسلط لاندې وي اوس راځو دیته چې ایا په واقعي ډول دافغانستان سرحدات معلوم دي اوس هم مونږ د ګاونډیو هیوادونو سره د سرحداتو په سر د ډیرې مودې راهیسې مشکلات لرو او لا هم ګاونډې هیوادونه وخت ناوخت زمونږ په قلمرو تعرض کوي او ټول سرحدات مو دګواښ لاندې دي ، نو اوس که واقعیت ته راشو د افغانستان د دولت سره تقریباْ ۶۰ فیصده قلمرو په اختیار کې ده اومتباقي د وسلوالو مخالفینو سره ده نو پداسې یو حالت کې به د افغانستان دولت څنګه خپلواک تصمیم ونیسي او د یو جنایت په مقابل کې  عملاْ اقدام وکړي او ددارنګه تکراري جنایتونو مخه ونیسي ځکه دولت د قلمرو په ټول نقطو کې کاملاْ استقلالیت نلري او نشي کولای چې خپل تصامیم عملي کړي . اکثره جنایتونه په هغو سیموکې د مخالفینو له لورې رامنځ ته کیږي چې هلته واک او اختیار د مخالفینو وي نو دولت هم د خپل ضعیفې له امله نشي کولۍ چې عملي اقدام وکړي مجرمین د خپلو اعمالو په سزا ورسوي .

په اخره کې دا وایم چې فقر، بیسوادي ، جګړه ، د سیاسي شعور نشتون، داخلي مشکلات ، نورو ته محتاجي ، بې کاري ، د قانون نه حاکمیت، سرکشي او ملي منافعو ته نه ژمنتوب ددې بعث شوی چې زمونږ اختیار د بل په لاس کې وي او مونږ یواځې دومره وکړو چې وګټو وخورو اومتزلزل ژوند ولرو او ونه شو کړای چې د هرجنایت پر وړاندې ودریږو او عاملین یې په سزا ورسو او د غندنو په ځای عدالت تطبیق کړو او ددارنګه وحشي جنایتونو مخه ونیسو .

په اخر کې هر کله مو که پیاوړۍ ملي حاکمیت، د خلکو د خوښې قانوني او ددیموکراسۍ په اصولو ولاړ اوپیاوړۍ حکومت ، متحد په سیاسي شعور استوار ملي ګټو ته ژمن وکړي او معلوم او په خپل اختیار کې قلمرو درلودای نو بیا به مو د هر جنایت پر وړاندې عملي اقدام کولۍ شوای او د غندنې پرځای به مو د هر جنایت عاملین په سزا رسول.

ومن الله توفیق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x