افغانستان

روزګان: دولتي چورلکو امنیتي ځواکونو ته د طالبانو په ساحه کې مهمات ښکته کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۱۶مه، ۱۳۹۵ل): د روزګان د ګیزاب ولسوالۍ چارواکي وايي چې دولتي چورلکو امنیتي ځواکونو ته وروړونکي مهمات د طالبانو په ساحه کې غورځولي دي.

د ګیزاب ولسوالۍ ولسوال حاجي خوشال رسنیو ته ویلي چې له یوې میاشتې وروسته مرکزي حکومت د ګیزاب ولسوالۍ پولیسو ته د مهماتو او خوارکي توکو د لېږد تصمیم ونیو، خو د پولیسو پر ځای د طالبانو په ساحه کې غورځول شوې او طالبانو ته په ګوتو ورغلي دي.

د هغه په خبره د دې ولسوالۍ په ګڼو سیمو کې د مېشتو امنیتي ځواکونو ځمکنۍ اړیکي د ولسوالۍ او ولایت له مرکزونو سره پرې دي، ځکه خو يې د هوا له لارې د اکمال هوډ ونیول شو.

حاجي خوشال وايي چې طالبانو ته ۲۵ زره د درنو وسلو، پېکا او کلاشنکوف مرمۍ لاس ته ورغلې، چې په څنګ کې يې خوراکي توکي هم د طالبانو په ساحه کې غورځول شوي دي.

د روزګان ولایتي چارواکو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي، خو په سیمه کې د ۲۰۵ اتل قول اردو د څلورمې لوا قومندان غلام حضرت کاکړ بیا د ولسوال څـرګندونې ناسمې بللې دي.

ياده دې وي په لرو پرتو ولسوالیو کې ډېری امنیتي ځواکونو پخپلو مرکزونو کې د طالبانو په محاصره کې ژوند کوي، چې اکمال له هوايي لارې کېږي، خو لا هم په افغان هوايي امنیتي ځواکونو پر وړتیاوو پوره باور نه لېدل کېږي.

تر اوسه طالبانو د ګیزاب د ولسوال د څرګندونو په اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

ددې تر مخه د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن ټکی اسیا ته په یوه رالیږل شوي خبرپاڼه کې ویلي وه چې د چورې ولسوالۍ وروستۍ قرارګاه هم هغه وخت دوی ونیوله کله چې د قرارګاه کلابنده عسکر په الوتکو کې انتقال شول.

نوموړي ویلي وه چې په دې سره دوی پر ټوله چوره ولسوالۍ حاکم شول او یوازي ددغه ولسوالۍ بازار حکومتي ځواکونو ته ور پاته دی چې هلته هم کلابنده دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x