افغانستان

کندوزیان: امنیتي تړون دې لغوه او شپني عملیات دې بند کړل شي


نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۱۶مه، ۱۳۹۵ل): د تېرې اوونۍ د خونړۍ پېښې په غبرګون کې سلګونو تنو د امریکا او د دوی په خبره د هغوی د «مزدورانو» پر ضد لاریون وکړ.

لاریون کوونکو له ځانونو سره د «مرګ پر امریکا» او « مرګ د امریکا پر مزدورانو» شعارونه لېږدول او له حکومته يې غوښتنې کوله چې له امریکا سره شوی تړون لغوه اعلان کړي.

لاریون کوونکو د لاریون په پرېکړه ليک کې درې غوښتنې یادې کړي او ګواښ يې وکړ، چې که يې غوښتنو ته پام ونه شي، دوی به لاریونونو ته دوام ورکړي.

دوی له امریکا سره د شوي تړون لغوه کېدل، د شپنیو عملیاتو بندېدل او د تېرې اوونۍ د خونړۍ پېښې د عاملينو محاکمه غوښتله.

څلور ورځې وړاندې د بهرنيانو په بمبارۍ کې د ماشومانو او مېرمنو په ګډون ۳۱ ملکي وګړي شهیدان او ۱۷ نور ټپیان شول، د پېښې په اړه په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو قومندان نېکولسن خواشيني ښوودلې، چې د دوی ځواکونو ولسي وګړي په نښه کړي، خو د ملي دفاع وزارت بیا وايي چې بمبار د دوی ځواکونو کړی او د طالبانو کورنۍ يې په نښه کړې دي.

دولت وزیري له امریکا غږ سره خبرو کې وویل چې د طالبانو د شپږو – اوو کورنیو ماشومانو او مېرمنې پکې وژل شوي او په وینا يې پاتې څو تنه نور « بې ګنا ولسي وګړي دي.»

په ورته وخت کې د کندوز ځايي چارواکي وايي چې د دفاع وزارت د مرستیال هلال الدین هلال په مشرۍ ورغلي پلاوي هم پر څېړنو پیل کړی دی.

تر دې وړاندې هم په کندوز پر روغتيايي مرکز امریکايي بمبار ګڼ ملکي وګړي ووژل، چې لا يې هم عاملین بې محاکمې پاتې دي.

ياده دې وي ګډ حکومت چې د واک په دویمه ورځ يې له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ، پر یاده پېښه یوازيني خواشيني ښوودلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khushal

مرګ پر امریکا !!!!!!! کومه لویه درملنه ده !!! دا هم د د پلیتی دموکراسی چیغی او شعارنه دی ، اشغلګر تری لا ګټه پورته کوی ، ګوری چه زمونږ په ضد ( مرګ پر امریکا ) شعارونه ورکول کیږی یعنی خلک د بیان ازادی لری مونږ څه ورته نه وایو ، او یا دا ښځینه هغه ښیری او ناندری دی چه د نارینه وو سره یی د جنګ وسه نه وی ، له مرګه ډاریږی شیری او کنځل ورته کوی ښیری او کنځل ښځینه کار دی ، مرګ له اسمانه رالویږی ، الله ج فرمایی تاسی ځانونه بدل کړی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x