افغانستان

سرنوشت: له کندوز پېښې وروسته شنونکي د امنیتي تړون لغوه کېدل غواړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۱۶مه، ۱۳۹۵ل): د تېرې اوونۍ په وروستیو کې د کندوز مرکز کې بزکندهاري سیمه کې د بهرنیانو له لوري ګڼو ولسي وګړو ته مرګ ـ ژوبله واوښته، چې توند غبرګونونه يې را وپارول.

له کابله خپرېدونکې سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې لیکلي د شنونکو له قوله لیکلي چې حکومت د بهرنیانو پر وړاندې د «سکوت تګلاره» خپله کړې، چې په وینا يې د دوی پر « ذلالت » به تمامېږي.

سرچينه کاږي چې د کندوز د خونړۍ پېښې په اړه د ارګ غبرګون یوازې « خواشيني ښوودل » و، چې حتی د عاملینو د موندنې او محاکمې یاده يې هم نه ده کړې.

سرنوشت د کابل پوهنتون د استاد ډاکټر فیض محمد ځلاند له خولې کاږي چې، باید امنیتي تړون لغوه اعلان شي، ځکه امریکایان د همدې تړون له مخې دلته پاتې دي او د همدې تړون پر اساس دوی د جګړې او عملیاتو هیڅ حق نه لري.

ځلاند سرنوشت ته ويلي چې دا تړون د امریکايي ګټو د خوندیتوب لپاره شوی دی، چې باید ژر تر ژره لغوه اعلان شي.

نوموړي حکومت ته ګوتڅنډنه کړې، چې که د امریکایانو پر وړاندې يې د «سکوت تګلاره» ادامه پیدا کړي، له سختو توندو ولسي غبرګونونو سره به مخ شي.

په ورته وخت کې نن په کندوز کې هم سلګونو تنو د یو لاریون په پرېکړه لیک کې، د امنیتي تړون د لغوه کېدل او د شپنیو عملیاتو بندېدل وغوښتل.

ياده دې وي ګډ حکومت د خپل واک په دویمه ورځ له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ، چې هغه مهال يې هم ولس پر توندو لاریونونو مخالفت وښود، د دې تړون له مخې بهرنیان په افغانستان کې یوازې د امنیتي ځواکونو د تمویل او مشورې دنده پر غاړه لري، نه د هوايي بمباريو او شپنیو عملیاتو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khushal

وایی په مرګ یی نیسه په درد راضی کیږی، دا متل می د اشغالګرو له خوا او د هغو به ګټه درته ولیکلو ، هغوی د بی امنۍ تړون په همدی خاطر په ملت نه بلکه په خپلو بچه ییرشو غلامانو لاسلیک کړو ، تر هغی به دا وزنی کوی تر څو چه خلک ووایی : [[[خیر دی نظامی بیسونه جوړ کړی اشغال دی دوام لری ، د خاوری لاندی باندی زیرمی مو لوټ کړی ، هیواد مو د نړیوال مارکیت د پاره دنشه توکو د تولید او توزیع مزرعه جوړه چه نیم به یی دننه او نیم به یی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x