ټولنیزه برخه

فکري روزنه (۴۲)

 م، نجم الرحمن (فضلي)

زړه څه شی دی …؟

زړه د غوښې يوه وړه ټوټه ده، ويل کيږي دا ټوټه ساده هم ده، رنګينه هم ده، مغروره هم ده، خاکساره هم ده، بې خبره هم ده، خبرداره هم ده، د رازونو افشا کونکې هم ده او ساتونکې هم ده، د عشق مجلس ته چې ورشي مدهوشه کيږي او د عقل مجلس ته چې ورشي هوښياريږي، روغه هم ده، ناجوړه هم ده، فرمانبرداره هم ده، ګنهګاره هم ده، خرڅونکې هم ده، اخيستونکې هم ده، ګل هم ده، ازغی هم ده، سرداره هم ده، غريبه هم ده، طاقتوره هم ده، لا چاره هم ده، مجبوره هم ده، مختاره هم ده، جنتي هم ده، دوزخي هم ده.

يوه حکيم د زړه په باره کې ويلي ! نادان خلک د دولت لپاره له زړه تيريږي او عقلمند خلک د زړه ساتلو لپاره له دولت څخه تيريږي.

يو بل حکيم وايي ! د نورو خلکو د زړونو ګټلو لپاره د خپلو زړونو ګټل ضروري دي، که چيرته تاسو په خپلو زړونو قابو ترلاسه کړی دنيا بيا د ستاسو په تصرف کې ده.

بل حکيم وايي ! د احمق سړي زړه په ژبه کې وي او د عقلمند سړي ژبه په زړه کې وي.

حضرت امام حسن بصري رحمه الله د زړه په باره کې فرمايي ! د خراب زړه پنځه نښانې دي.

(۱) د توبې په اميد ګناه کول.

(۲) علم زده کول او عمل نه کول.

(۳) اخلاص نه کول.

(۴) د رزق خوړل او شکر نه اداء کول.

(۵) د نورو خلکو دفن کول او عبرت نه اخيستل.

حضرت امام شافعي رحمه الله فرمايلي دي ! د زړه روښانه کولو لپاره له غير ضروري خبرو نه پرهيز وکړی، حضرت عثمان غني رضی الله عنه فرمايلي ! د دنيا غم زړه تياره کوي او د آخرت غم زړه روښانه کوي.

د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم پاک قول دی ! د ستاسو په جسم کې د غوښې يوه ټوټه ده، کله چې هغه سمه وي نو ټول جسم سم وي او کله چې هغه خرابه شي نو ټول جسم خرابيږي، معلومه خبره ده چې دا زړه دی.

کوم وخت چې مونږ ته کومه جسماني ناروغي راپيښه شي نو مونږ ډير په انديښنه کې شو، مګر هيڅکله مو د زړه ناروغۍ ته توجه نه ده کړې، ريا کاري د زړه ناروغي ده، تکبر د زړه ناروغي ده، هوس د زړه ناروغي ده، حرص د زړه ناروغي ده، بخل د زړه ناروغي ده، کينه د زړه ناروغي ده، حسد د زړه ناروغي ده، انبياء عليهم السلام له همدغو ناروغيو څخه د زړونو د پاکوالي لپاره دنيا ته راغلي ؤ، هغوی له هر څه زيات کوشش د زړونو په تزکيه باندې کړی، ځکه چې کله زړه روغ وي نو ټول انسان روغ وي او کله چې زړه خراب شي نو ټول انسان خرابيږي.

چې زړه بدل شي انسان بدليږي، د هغه ژوند بدليږي، د ژوند مقصد يې بدليږي، د کتلو انداز يې بدليږي، د محبت او عداوت پيمانه يې بدليږي، د محنت او تجارت هدف يې بدليږي، ټولنه بدليږي او زمانه بدليږي، راځئ چې د زړونو د بدلولو لپاره کوشش وکړو او خپل زړونه پاک کړو.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close