نړۍ

ملګري ملتونه: د سوريې په جګړه کې له کیمیاوي وسلو نه په پراخه کچه کار اخیستل شوی

نن ټکی آسیا: سوریې ته د ملګرو ملتونو له لوري استول شویو مفتشانو په خپاره کړې راپور کې اعلان کړی چې؛ د سوریې په جګړه کې له کیمیاوي وسلو څخه پراخ کار اخیستل شوی .
راپور چې پرون د پنجشنبې پر ورځ خپور شو، دا نه ده په ډاګه کړې، چې دا وسلې د حکومت لخوا کارول شوي که د رژیم د وسله والو مخالفینو لخوا.
په دې نوي راپور کې راغلي چې د اګست په ۲۱مه دمشق ته نژدې په غوطا نومي ښارګوټي کې کیمیاوي وسله کارول شوې.

د همدې برید په وړاندې د نړېوالو له سخت غبرګون وروسته د ملګرو ملتونو په مشرۍ یوه هیات ته دنده وسپارل شوه چې د سوریې د حکومت د کیمیاوي وسلو زېرمه له مینځه یوسي.
راپور زیاتوي، له شواهدو ښکاري چې؛ په خان الاصل، جوبار، سراقب او اشرفیه کې هم ښايي د مارچ او اګست د میاشتې ترپایه له کیمیاوي وسلې څخه کار اخیستل شوی وي..
بل پلو د ملګرو ملتونو له لوري سیمې ته لېږل شویو مخکنیو مفتشانو د سوريې له مختلفو برخو څخه د بشارالاسد د رژیم له لوري د استعمال شویو کیمیاوي وسلو اغیزې او شواهد موندلي ول، چې د حکومتي اړخ له لوري یې د کیمیاوي وسلو استعمال بېساری او تر ټولو زیات دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x