ټولنیزه برخه

سپېڅلی امام

رضوان الله فيضاني

يو ځل په مدينه منوره کې د امام ابو حنيفه رحمه الله ملاقات د امام باقِر رحمه الله سره وشو، امام باقر رحمه الله ته د امام ابو حنيفه رحمه الله په باره کې غلطې خبرې رسېدلې وې، نو ځکه د امام باقر صاحب په نظر ښه نه راته.

امام باقِر رحمه الله ورته وويل :

ته هغه امام ابو حنيفه يې چا چې زما د نيکه په دين کې بدلون راوستی دی او د قرآن او حديث په مقابله کې يې قياس غوره کړی دی ؟

امام اعظم ابو حنيفه رحمه الله په ډېر ادب او احترام ورته وويل :

حضرته ! ته کېنه چې اصل واقعه او صحيح حالات درته بيان کړم، امام باقر صاحب چې کېناست نو امام ابو حنيفه صاحب د شاګرد په څېر دواړه زنګنونه په ځمکه ايښي په ادب سره داسې ګويان شو:

حضرته ! دا راته ووايه چې زنانه کمزورې ده که نارينه ؟

امام باقر صاحب ورته وويل : زنانه کمزورې ده.

بيا امام ابو حنيفه صاحب وويل : دا راته ووايه چې د ښځې برخه څومره ده او د سړي يعنې په ميراث کې ؟

امام باقر صاحب وويل : چې د ښځې يوه برخه ده او د سړي دوه برخې دي.

امام ابو حنيفه صاحب په ډېر اطمنان سره وويل :

حضرته ! که چېر ته ما له قياس نه کار اخيستی لکه چې تا ته زما په باره کې غلط روايات در رسېدلي دي، نو ما به د ښځې د کمزورۍ له کبله د هغې دوه برخې ټاکلې وای خو داسې مې نه دي کړي.

بيا امام ابو حنيفه صاحب وويل : چې دا راته ووايه چې مونځ بهتر دی که روژه ؟

امام باقر صاحب جواب ورکړ چې مونځ.

امام ابو حنيفه صاحب ورته وويل :

حضرته ! که چېر ته ما د قياس نه کار اخيستی نو زنانه وو ته به مې د( حيض ) د ورځو د مونځونو د قضا راګرځولو حکم کړی وو او د روژې قضا راوړل به مې پرې بند کړي وو ځکه چې مونځ د روژې نه افضل دی.

بيا امام ابو حنيفه رحمه الله وويل :

حضرته ! دا راته ووايه چې ( مني ) ډېر پليت دي که ( متيازې ) ؟

امام باقر صاحب وويل : متيازې.

امام صاحب رحمه الله ورته وويل :

که چېر ته ما د قياس نه کار اخيستی نو په متيازو کولو به مې غسل فرض کړی وو او د ( مني ) په وتلو به مې اودس فرض کړی وو خو ما داسې نه دي کړي.

امام باقر رحمه الله چې دا خبرې واورېدې نو په امام ابو حنيفه رحمه الله يې آفرين وويل او پر تندي يې ښکل کړ.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close