شعـــــرونه

دکندز په ویر کې

عاکف مهاجر

چا نرګس ده په سرو وینو لمبولی
چا ګلاب ده په سرو سترګو ژړولی

چې په غیږ کې ازغي ساتې دابه وشي
چا وطن مو په ازغیو ده پلورلی

زما دې دیرش وګړی مړه کړله قاتله
خپل ددوه وو دې حساب راته شمارلی

څوک دبل په اشاره درومی تر کوره
چا د نر غوندې جواب یې دی ویلی

شکر خدایه دا یو څو زلمی ژوندي دي
ګل وطن یې چې په وینو دی ساتلی

د راتګ لار ته مو دوه سترګې څلور شوې
طالب جانه ستا په لار یم ودریدلی

که رپانده سپین بیرغ په سردرو شي
عاکف هغه وخت په ځان نذر منلی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x