د کندوز د تراژیدې په اړه د جناب مجددي د ستاینې وړموقف

نن ټکی اسيا- سرليکنه

د کندوز فاجعه چې د دفاع وزارت په غوښتنه د امریکايي ځواکونو د بمبار له امله رامنځته شوه ګډ حکومت یې له یوه محرج موقف سره مخ کړی او د توجیه لپاره یې کوم معقول او موجه دلیل نه لري.

د دفاع وزارت ویاند ښاغلی دولت وزیرې وايي (( په بمبار شوې سیمې کې د هغو طالب قومندانانو غونډه روانه وه کومو چې غوښتل یو ځل بیا پر کندوز ښار برید وکړي، مونږ د یو لړ د قیقو معلوماتو پر اساس پرهغوی د عملیاتو پلان جوړ او بیا مو د پلي کولو لپاره له بهرنیو ځواکونو څخه د هوايي بمبار غوښتنه وکړه چې له امله یې د طالبانو ترڅنګ یوشمیر ملکي وګړي هم ووژل شول))

ښايي ښاغلی وزیري ته د کندوز فاجعې د تبریر لپاره دا استدلال موجه ښکاره شي، خو په واقعیت کې د ۳۰ تنو ولسي وګړو ، معصومو ماشومانو او سپین ږیرو د وژل کیدو لپاره دغه ډول استدلال له هذیان ګوي پرته بل څه نشي ګنل کیدای.

دا ښکاره خبره ده چې یاده فاجعه د امریکایانو له لوري رامنځته شوې، او امریکایان چې چیرته وغواړي بمبار وکړي هلته که خپله ښاغلی وزیري ورکي وژل کیږي هم بیایې دوی څه پروا نه لري، دا تشه ادعاء نه ؛ بلکې یو عیني واقعیت دی چې د امریکایانو له لوري په مکرر ډول د ښاغلي وزیري د وزارت پر اړونده پوځیانو ترسره شوی او په نتیجه کې یې په لسګونو د ملي اردو عسکر او د هغوی افسران مړه او ژوبل شوي .

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکولسن د کندوز د فاجعې د یوه اصلي مسؤل په توګه اعتراف کوي او وايي چې (( د کندوز په فاجعه کې پرته له دې چې روان وضعیت ته وګورو د بې ګناه خلکو وژنه یوه ټراژېدي ده چې زه سخت ورباندې خواشینی او له دې امله د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوم))

ښاغلی وزیري ته د یوه افغان په حیث په کار و چې د جنرال نیکولسن په څیر یې لومړی پر خپلې اشتباه اعتراف کړی وای ، د پیښې د قربانیانو له کورنیو څخه یې بښنه غوښتې او وروسته یې د امریکايي ځواکونو د برائت لپاره د لائل لټولي وای.

ځکه د امریکايي ځواکونو په بریدونو کې د کندوز د ولسي خلګو وژنه نه لومړنۍ پیښه ده او نه به وروستۍ وي، نو نن که ښاغلی وزیري د هغوي د دفاع لپاره دلائل ارائه کړي سبا چې امریکایان د ملي اردو پر عسکرو بمبار وکړي او هغوی ووژني بیابه د جناب وزیري استدلال څه وي؟

د کندوز تراژیدې واقعا چې ټول ولس متأثر کړی حتی جناب مجددې صیب څوک چې له امریکایانو سره د امنیتي تړون د لاسلیکولو سرسخت پلوی و د کندوز د ولسي خلګو دا عام وژنه یو بشري جنایت بللی.

نوموړي وايي : ((دغه بريد دا جوتوي چې د افغان او امريکايي ځواکونو ترمنځ نه همغږي او خپلسري عمليات د افغان ولس پر وړاندې يوه بدرنګه دسيسه ده او نړۍ يې بايد پر وړاندې چوپتيا غوره نه کړي .

ښاغلی مجددي د ملګرو ملتونو له امنيت شورا او له ملي يووالي حکومت څخه هم غوښتي چې بايد ژر تر ژره د کندوز د دردونکې پېښې هراړخيزه څېړنه وشي او په وړاندې يې د جنګي جرمونو په نړيواله محکمه کې غبرګون وښودل شي.

د په اصطلاح جهادي رهبرانو په جمله کې د کندوز د فاجعې په اړه د جناب مجددې صیب پورتنی موقف واقعا چې یو د ستاینې وړ موقف دی او باید د نوموړې د غوښتنې د پلي کیدو په اړه اقدام وشي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نعیم جان
میلمه
نعیم جان

نه نه نه ……… تاسی واپس ولاړ شی او د امریکایانو غلام مجددی د هغه مجلس ویدیو بیا وګوری غلام کرزی ته وایی [[ هر ډول چه کیږی د امریکایانو سره د غلامی ټړون ( د غلامی ټولی مادی پکی تر قضایی مصونیت پوری شاملی ډی لاسلیک کړی ]]] کرزی ورته وایی که دا کار وکړم د امریکایانو سره بیا څه زور لرو چه د سرغړونو مخه یی ونیسو ؟ غلام مجددی ورته وایی [[[ چه د روسانو په مقابل کی چه مو وسله وال چهاد پیل کړو د دوی په مقابل کی به یی هم پیل کړو ]]] که… نور لوستل »

mayak khan
میلمه
mayak khan

څوک چې په خپله په ځان وکړی :: ندې ګیلې کړي ندې أوښکې تو یوینه :: دغه أفغاني پاپ وو چې تر ټولو ئې زیا ت ټینګار پردې وو چې تړون دې لاس لیک شي، او دنه لاس لیک په صورت کښې ئې دهیواد دپریښودلو ګواښ کولو،آیا دغه معتوه پردې نه پوهیده چې دغه کفار دې او پر دغه له دوی څخه نه راضي کیږي : آیا ده ته د اندولس تاریخ نه وو معلوم؟ آیا دصلیبي جنګونو جنایات ئې نه وو لوستلي؟ هو کې دغه هر څه ورته معلوم وو خو دغه پاپ دهغه احسان بدل ورکولو چې له… نور لوستل »

عبدالکریم
میلمه
عبدالکریم

مجددی چہ وای ژہ وایم پہ غلامان دہ لعنت وی کہ ھریو وی کہ مجددی کہ کرزی کہاحمدزی کہ وزیری مرتد اوگنجی عسایی باید سی پہ داردادر را وزڑیژی دا ٹولہ مرتدا۔دی

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د محددی او افند ګوندونه له اوله د ظاهر شاه او امریکا دقوماندی او دستور لاندی جوړ شوی وو. کرزی د مجددی په حزب کی رالوی شو ، دا چه هغه وخت یی کرزی ته د غلامی تړون د لاسلیک کولو منتړنه کول هغه یوه ډرامه وه ، کرزی هغه تړون په نیمه شبه کی لاسلیک کړی وو ، دا تړون د د دوهم متفکر یا دوهم غلام ( غنی ) د پاره وو ، په دغه کار یی د تړون شهرت زیاتولو دا چه اوس یی څه ویلی دا هم د مناقفت له مخی دی هغوی هغه کوی او… نور لوستل »