نظــر

امریکايي لیلام

لیلام دی لیلام . . . ټن په دوه سوه ډالره . . . دټانګونو پرزې . . . دچورلکو ټوټې . . .زاړه پتلونان او دریشۍ . . . شلیدلي بوټان او نیمه سوځلې چانټې . . . مات شوي ټوپکونه . . . دموټرو او ټانګونو ماشینونه او سپیرپارټ . . . جنراتورونه ، تانبوګان ، لرګینې کوټنۍ ، پوځي چپرکټونه او ویلچیرونه ، او نور رنګارنګ امریکایي پوځي اموال . . . که پیسې درسره وي صرفه مه پرې کوئ . . . امریکایي پوځي جالونه واخلئ او خپلو چرګانو ته ترې ښایسته مرغانچې جوړې کړئ . . . هرڅه داوسپنې په بیه دي . . .هلئ واخلئ اصلي امریکایي اوسپنه ده . . . لیلام شو په تاوان شو . . . ټن په دوه سوه ډالره . . .

دا کومه خیالي افسانه نه ده ، بلکې دامریکایي فرعونیت دزوال او لیلام رښتیني کیسه ده چې له تیرو څو میاشتو راهیسې دافغانستان په جنوبي ښارونه کې پيل شوې ده ، دلته دامریکا پوځي ځواک کباړ شوي وسائل او وسایط کټ مټ داسې لیلامیږي لکه دوه لسیزې وړاندې چې دشوروي دڅلویښتم لښکر زراد خانه لیلام شوې وه .

د ۲۰۱۳م کال دنومبر ۲۰مه ورځ ده ، له غزنی څخه مې دکندهار پخوا دتګ اراده وه ، په غزني ښار کې دکندهار دموټرو اډه چې امریکایي پي آر ټي ته څیرمه پرته ده ، له همدې اډې څخه دوه تنه په موټر کې راسره ملګري شول ، دوی ویل چې دزابل ولایت دکلات اوسیدونکي یو او دلته دامریکایي کباړ په اخیستو پسې راغلي یو ، یو تن یې راته وویل چې ماښام مو دغزني له PRT څخه ۹۰ټنه سودا وکړه ، دوی خوښ ښکاریدل چې ګټه یې کړې ، له دوی سره مجلس او دامریکایي لیلام کیسه راته جالبه وایسېده ، نوځکه مې په دې اړه مجلس ورسره اوږد شو.

دشکست رابربنډیدونکي شواهد

په تیرو دوولسو کلونو کې سره له دې چې امریکایانو ته دافغانستان په جنګ کې روزانه خورا درانه تلفات اوښتل ، خو امریکایي یرغلګرو دخپلې یکه تازې   میډیا په توسط هڅه کوله ، خپل دشکست او هزیمت شواهد پټ وساتي ، ددې لپاره امریکایانو که له یوې خوا پراخ میډیایي سانسور نافذ کړی وو ،له بلې خوا یې خپل تخریب شوي وسایط او مخروبه اموال په ډیر دقت سره دجګړې له میدانه ټولول او دعامو خلکو له نظره یې غایبول .

له امریکایانو سره دافغانانو په لومړني مخامخ جنګ ( دشاهیکوټ جنګ ) کې دامریکایانو ګڼ شمیر چورلکې او وسایط له منځه لاړل ، خو امریکایانو په دې غرنۍ سیمه کې تخریب شوي چورلکې ټولې دشپې په تیاره کې بګرام ته   انتقال کړلې ، ترڅو یې دلارې په اوږدو کې خلک ونه وینې .

وروسته چې په چریکي جګړو او ځمکنیو ماینونو کې دامریکایي ټانګونو ، پوځي موټرو او اکمالاتي کتارونو سوزیدل او له منځه تلل ، دورځې کیسه وګرځیده ، امریکایانو ته دخپلو تلفاتو د ستر او اخفاء مسئله دیوې مهمې پوځي چارې په توګه رادمخه شوه .

دغه مهال امریکایانو دبګرام ، کندهار ، لوګر   او شینډنډ له پوځي اډو سره نږدې دخپلو مخروبه وسایطو دښخولو لپاره دژورو کندو په ایستلو پیل وکړ ، چې دې چارې دجورج بوش فرعوني غورو لاپو ته په پام سره سړي ته دمصردفرعون دقضای حاجت د پټولو ستونزه وریادوله چې دنوموړي دخدایي دعوا یې له چیلنج سره مخ کړې وه .

په دې مرحله کې چې دامریکایي یرغلګرو تلفات په منځنۍ کچه کې وو ، په ګڼ شمیر افغان حفاره چلوونکي او بیلدوزر چلوونکي دامریکایي اډو دننه دژورو کندو په ایستلو بوخت وو ، چې امریکایي مخروبه ټانګونه ، سوزیدلي کانتنرونه او تخریب شوي اکمالاتي موټر چې دجګړې له سیمو راټولیدل ، دلته ترځمکه لاندې ښخیدل او ترخاورو لاندې کیدل .

په دې چارې سره امریکایانو هڅه کوله ، خپل دشکست شواهد او دافغان جګړې حقائق ترخاورو لاندې پټ کړي ، مګر خلک وایي حقیقت هیڅوک نه شي پټولای ، همدا لامل وو چې کرارکرار دامریکایانو دتلفاتو کچه دومره زیاته شو چې نور یې امریکایانو ته دپټولو چاره ناممکنه شوه ، نوځکه یې یوازې دخپلو پوځي مخروبه ټانګونو راټولولو او انبارولو ته کار ووایو ، او په هره اډه کې یې دتخریب شویو ټانګونو دنیمه پاته کالبوتونو خرې او انبارونه جوړ شول .

په دې مرحله کې څرنګه چې دامریکایانو تلفات وروستۍ کچې ته پورته شوي وو ، امریکایانو نه شوای کولای خپل ټول تخریب شوي او ماین وهلي ټانګونه دجګړې له میدانه وباسي ، نوځکه سوزیدلي اکمالاتي موټر او دداخلي عسکرو تخریب شوي وسایط دجګړې په میدان پاته کیدل ، چې وروسته د هرې سیمې دخلکو لخوا داوسپنې په بیه دکباړ په شکل خرڅیدل .

دا مهال چې عامو خلکو دلارو په اوږدو کې داکمالاتي موټرو او داخلي عسکرو دوسایطو هدیرې لیدلې داسې فکر یې کاوو ، چې په جګړه کې ډیر زیان داخلي عسکرو ته پیښیږي ، خو خبر نه وو چې امریکایانو خپل تخریب شوي ټانګونه له سیمې ایستلي دي ، څرنګه چې حقیقت نه شي پټیدلای ، بالاخره دادی دامریکایي مخروبه وسائلو او د شکست دنغدو شواهدو راښکاره کیدل هم پیل شوي ، امریکایان چې له افغانستانه تښتي ، دخپلو تخریب شویو ټانګونو ، چورلکو او نورو مستهلکو پوځي وسائلو لپاره له دې پرته بله لار نه ویني ، چې داوسپنې په بیه یې خرڅ کړي .

زما دسفر ملګري چې دامریکایي پوځي وسائلو کباړ اخیستونکي وو ، راته ویي ویل چې دامریکایي لیلام زیاتره برخه دپوځي ټانګونه پرزې ، سوزیدلې ټوټې او ماشینونه دي ، دوی وویل دامریکایي وسایلو لیلام په ټولو ولایاتو کې پیل شوی دی ، چې په زرګونو محلي خلک په کې اخته دي ،هره ورځ په ټنونو وسائل له امریکایي اډو رایستل کیږي او داوسپنې په بیه خرڅیږي ، زیاتره وسایل په کانتینرونو کې ځای په ځای شوي دي او سرپټي خرڅیږي .

زما ازار دې لیونی کړی اشنا!!

څو کاله وړاندې افغان ملي شاعر سمیع الله تړون یرغلګرو ته داسې ښیرا کړې وه چې :

زما ازار دې لیونی کړه اشنا

چې په سوکانو باندې ځان وژنې

داسې ښکاري لکه ددې شاعر ښیرا چې قبوله شوي وي ، ځکه امریکایان چې باروت یې افغانستان ته ددې هیواد دورانولو او تخریب لپاره راوړی وو ، اوس ورباندې خپل پوځي وسایط الوزوي ، دامریکایي لیلام یوه جالبه جزئیه داده ، چې په دې کې یوازې دجګړې دمیدان تخریب شوي ټانګونه نه خرڅیږي ، بلکې په زرګونو روغ ټانګونه چې امریکایان یې بیرته له ځانه نه شي وړلای ، هم امریکایان په خپل لاس تخریبوي او بیا یې دکباړ په کانتینرونو کې اچوي .

دروان کال دجون په میاشت کې امریکایي چارواکو وویل چې په دې لړ کې دوی د ۷ملیاردو ډالرو په قیمت روغ ټانګونه او پوځي وسایل په خپل لاس تخریب کړي او دا لړۍ لا هم روانه ده .

د امریکایي کباړ سوادګرو راته وویل چې دوی خپله لیدلي چې روغ جوړ جنراتورونه ، بیلابیل ماشینونه او نور وسائل امریکایانو دلیزر په واسطه برمه کړي او له کاره غورځولي وي ، او بیا یي داوسپنې په بیه لیلام کړي وي ، دوی ویل زیاتره دا ډول وسائل کارتن بند او یو مخ نوي دي ، چې استعمال شوي نه دي ، خو امریکایانو ددې لپاره چې څوک یې استعمال نه کړي یوازې خراب کړي او بیا لیلام ته وړاندې کړي دي .

له دې جریان څخه لوستونکي اټکلولای شي چې یرغلګر په دې جګړه کې له څنګه ذلت او هزیمت سره مخ شوي دي ، چې حتی په خپل لاس دخپلو امکاناتو له منځه وړلو ته مجبور دي .

امریکا څومره تاوان کړ ی

معمولا لیلام په تاوان خرڅولو ته ویل کیږي ، خو دغه تاوان همیشه نسبي وي ، یعني لیلاموونکی هڅه کوي دیوڅه ګټې په ترلاسه کولو سره دیومخیز تاوان څخه ځان وژغوري .

خو که دامریکایي لیلام بیې ته وګورو واضحا راته ښکاري چې امریکایانو له مالي اړخه خورا ستر تاوان کړی دی ، دوی خپل پوځي وسایط او وسایل په دومره تخفیف بازار ته وړاندې کوی چې ښایي ستاسو دحیرانۍ سبب وګرځي .

دبیلګې په توګه د m1   ابرامز په نامه امریکایي ټانګ را اخلو چې دامریکا دزغروال ځواک دملاتیر جوړوي ، دغه ټانګ شاوخوا ۱۰ملیون ډالره قیمت لري او که افغانستان ته درارسولو مصرف یې ورسره حساب شي شاید قیمت یې نور هم لوړ شي .

مګر دغه ټانګ چې څه باندې شپیته ټنه وزن لري که اوسنۍ بیې ته یې چې دامریکا لخوا ټن په ۲۰۰ډالر ټاکل شوي حساب وکړو ، نو دلیلام بیه یې ۱۲زره ډالر جوړیږي ، لکه وړاندې چې وویل شوي امریکایان نه یوازې خپل تخریب شوي ټانګونه په دې بیه خرڅوي بلکې خپل راوستي روغ ټانګونه یې په همدې بیه بازار ته وړاندې کړي دي ، کله چې د ۱۰ملیونو شی به ۱۲زره ورکول کیږي ، نو سړی پوهیږي چې امریکایان له خورا ستر او ملاماتوونکي تاوان سره مخامخ دي .

دغه راز نور ډیر پوځي تخنیکي وسائل چې د وزن یې کم خو قیمت یې خورا زیات دی ، اوس داوسپنې به بیه بازار ته عرضه شوي دي چې دا بهیر که له یوې خوا یرغلګرو ته ورپیښ له مالي زیان څخه پرته پورته کوي ، له بلې خوا په مجموع دامریکایي شکست او ذلت بار حالت ننداره هم د نړیوالو مخې ته ږدي .

لیکوال: حبیب مجاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x