شعـــــرونه

حضرت صاحب ته !

عبدالمالک همت 

څنګه چي مي په يوه سايټ کي د ” له کندز پېښي وروسته شنونکي د امنيتي تړون لغو کول غواړي“ تر سرليک لاندي د سرنوشت ورځپاڼي يوه ليکنه ولوستل او له پاسه يې د دغه کرغېړن تړون د لاسليکېدو د مراسمو تصوير وو او په تصوير کي مي د تړون د لاسليکوونکو شاته حضرت مجددي او پیر سيد احمد ګيلاني ولاړ وليدل، ډېر بد مي ځني راغله او لاندي شعر مي ورته وليکی:

 

عبدالمالک همت

 

حضرت صاحب ته !

 

حضرت صاحبه د زخمي زړو فريادونه واوره !

د دردېدلو، زورېدلو زړو آهونه واوره !

د خپلو بدو کړنو بد انعکاسونه واوره

د ټول ولس له قهره ډک اعتراضونه واوره

جفادي وکړه له جهاد او له اسلامه سره

داسي نه ښايېدل حضرته ستا له نامه سره !

 

څنګه ولاړ يې د کفارو د تړون په ملاتړ؟

خدای دي کړه ځای په جهنم کي تر کفارو بتر

په دې تړون سره خو پېښ سو خوار غریب ته لوی شر

بې له کشتاره يې چا ونه ليد مفاد او ثمر

سي مخامخ دي ستا کهول له دې انجامه سره

داسي نه ښايېدل حضرته ستا له نامه سره !

 

تاويل زه د خدای په لاره کي جهاد کومه

پر هيواد باندي تسلط د کفر نه منمه

بې له خدمته د وطن بل مطلب نه لرمه

فقير سړی یم زه چوکۍ او دولت څه کومه

خو اوس سر نه خوري ستا عمل ستا له کلامه سره

داسي نه ښايېدل حضرته ستا له نامه سره !

 

پير به پيري کوله ناست په خانقا کي به وو

ترک دنيا به وو په فکر د عقبی کي به وو

چي به ملاوو ، نو په فکر د مولا کي به وو

خو چي جاهل به وو په فکر د دنيا کي به وو

اوس ديموکرات سو زموږ آغا د ملا امامه سره

داسي نه ښايېدل حضرته ستا له نامه سره !

 

رشتيا چي سو آخر زمان زما توبه ده ربه !

پر هره خوا د ناحقۍ تياره خپره ده ربه !

پر مسلمان باندي راغلې د وير شپه ده ربه !

د ظلم و زور او مرګ او ژوبلي نن دوره ده ربه !

صيادان ګرځي په (همت) پسي له دامه سره

داسي نه ښايېدل حضرته ستا له نامه سره !

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x