نظــر

د آیا نجیب پېژنۍ په تعقیب! (11 برخه)

 له هر څه د مخه له ګرانو لوستونکو نه بښنه غواړم چې د زیاتو بوختیاوو له ګبله هغه لیکنه چې ما یې له تاسو سره د کمونیزم د پېژندنې په اړه ژمنه کړې وه یو څه وځنډېده،  خو بیا هم دا دي له ډېرو بوختیاوو سره سره د الله جل جلاله په مرسته او د دوستانو او خواخوږو د دعاګانو په برکت و توانېدم چې خپله د کمونېزم د بنسټګرانو او مخکښانو له خولو د دغه ناولې او کرغېړنې پدېدې په اړه ځینې معلومات له تاسو سره شریک کړم.

  کېدای شي ځینې لوستونکي ووایي چې اوس خو د کمونیزم تور ټغر له ټولې نړۍ، په ځانګړي ډول زمونږ له ګران هېواد څخه ټول شوی، نو راسپړلو ته یې څه اړتیا ده؟

باید ووایم چې په حقیقت کې په رښتیا هم چې زمونږ د مجاهد ولس د ملیونونو بچیانو د وینو توپاني څپو د کمونیزم دوحشت او بربریت ماڼۍ ړنګه بنګه کړه، خو اوس بېرته په پټه او یو څه ښکاره توګه کار ورته روان دی، کمونیستان او پاتې شوني يې چې هېواد او ولس یې له داسې یو تاریخي ناورین سره مخ کړ، چې تر ننه پورې په وینو کې لمبېږي او په اورونو کې سوځېږي، اوس یې بیا په فعالیتونو پیل کړی، ځینو یې په مجالسو کې، ځینو یې په ورځپاڼو او مجلو کې، ځینو یې په ویب پاڼو کې او ځینو یې په راډیو ګانو او تلویزیونونو کې د سیاسي او پوځي کارپوهانو په نامه سرونه را ښکاره کړي. په حالاتو تبصرې کوې، ښه او بد سره څېړې! چا ته ښه او چا ته بد وايي! دا په داسې حال کې چې د خپلو جنایتونو په اړه هېڅ نه وايي! لکه هېڅ چې نه وي شوي! دوی هېڅ نه وي کړي، او نورو هر څه کړي وي!

  کمونیستانو تېر ځل د کور، کالي، ډوډۍ سرندې غږولې، په دې توګه یې غوښتل د افغان مسلمان ولس، اسلام او افغاني کلتور تر منځ واټن پیدا کړي، د مارکس، انګلز، لینین او ستالین نظریې د افغان مجاهد ولس په پاکه خاوره کې پلې کړي، کوم څه چې ونه توانېدل، دا دي اوس یې بیا کار پیل کړی، خو دا ځل ځانونه داسې ښيي لکه مسلمانان شوي چې وي، د الله نوم یادوي، آخرت او قیامت یادوي، حساب او کتاب یادوي، په داسې حال کې چې کمونیزم دا یو هم نه مني! که دوی اوس هم په رښتیا کمونیستان وي! په رښتیا د کارل مارکس، انګلز او لینین افکارو ته خدمت کوي بیا خو په یو کتاب هم نشي مسلمانېدای، او په همدې صورت کې دوی مجبور دي دخپلو تېرو ناکردو ننګه وکړي! لکه کوي یې چې! او یا کم تر کمه پټه خوله شي، هېڅ ونه وايي، لکه ځینې نور یې چې کوي، او که په رښتیا مسلمانان شوي وي، بیا باید په خپلو تېرو کړنو پېښماني ښکاره کړي، توبه وباسي، له ولس نه بښنه وغواړي، کوم څه چې دوی یې کولو ته نه دي تیار! ځکه خو سړی نه شي ویلی چې دوی اوس څوک دي؟ دې جنابانو فعلا د مدینې منورې د منافقینو لاره نیولې ده، په خوله کلیمه وايي، ځان مسلمان بولي! خو په زړه کې د کارل مارکس او لینین د افکارو لپاره کار کوي! دوی په ښکاره ځکه د کارل مارکس او لینین ننګه نشي کولی چې اوس دوی خپله نه کور لري، نه کالي او نه ډوډۍ، تېر ځل یې چې په ښکاره د کمونیزم ننګه کوله اوکار یې ورته کولو د کارل مارکس او لینین د کور کالي ډوډۍ له برکته!

  د یادونې ده چې ځینې کمونیستان په تلویزیونونو کې وايي چې کمونیزم اصلا په افغانستان کې نه و، او نه شته، دا خبرې نورې پرېږدئ! له ماضي سره خدای پاماني وکړئ! وطن جوړ کړئ! سره یو شئ! دوی دا خبرې ددې لپاره کوي تر څو له یوې خوا ځانونه منځګړي مطرح کړي، او له بلې خوا تر پرده لاندې خپل مضر فعالیتونه پر مخ یوسي! دا څه ډول معقوله ده او کوم عقل به یې ومني چې په افغانستان کې کمونیزم نه و! کمونیستان نه وو! د کفر او اسلام تر منځ جګړه نه وه؟ دلینین او ستالین پوځیان نه وو؟ که دا نه وو، نو دا یو نیم ملیون شهیدان په څه وشول؟ د ولس په ملیونونو بچیان په څه ګوډ او مات شول؟  په ملیونونو نور ولې له خپلو کلیو او کورونو څخه پردیو هېوادونو ته په هجرت کولو مجبور کړل شول؟ کلي ، کورونه، ښارونه او جوماتونه یې ولې بمبار شول؟ آیا دلته په همدې خاوره کې ځینو ناخلفو د افغان شوروي دتلپاتې دوستۍ نارې نه وهلې؟ د افغان شوروي د مقدس تړاو سورڼي یې نه غږول؟  دخلکو شخصي ملکیتونه یې ونه تروړل؟ په نورو یې ونه ویشل؟ د بې حیایۍ، فحاشۍ او عریانۍ دروازې یې خلاصې نه کړې؟ د افغان غیرتي او مېړني ولس لوڼو ته یې د بې پتۍ او فحاشۍ دامونه کېنښودل؟ د افغان ولس د پتمنو لوڼو او دهغوی د پړونو او پایجامو تر منځ یې د مارکسي او لینیني فلسفلې پر بنسټ د عقیدوي دښمنۍ تخمونه ونه کرل؟ دغه کمونیستان چې اوس وايي په افغانستان کې کمونیزم او کمونیستان نه وو، او نه شته! څه فکر کوي چې د کمونیستانو په وخت کې په ځانګړي ډول په کابل کې د افغان ولس د لوڼو څه حال وو؟ آیا له پړونو او پایجامو سره یې د کابل په مکتبونو، پوهنتونونو، دفترونو، وزارتونو، په عام ډول په ټولو حکومتي دوایرو کې دندې تر سره کولی شوای؟

زه خپله د کمونیستانو د وختونو ژوندی ګواه یم! هغه وخت ما په کابل کې درس ویلو، زمونږ زیاتره ښوونکي ښځې وې، یوې ښوونکې هم نشو کولی افغاني پړونی خو څه، چې په پایجامه کې مکتب ته راشي، په ټولو ښځینه ښوونکو لازمي وه چې پایجامې به نه اغوندي!!! زمونږ ځینې ښوونکې ښې مسلمانې ښځې وي، مګر د حکومت د قانون مطابق به چې ښوونځي ته راتلې پایجامې به یې نه وې، خو کله به چې بیا کور ته لاړې، او یا به مونږ کله په بازار کې ولېدي، سمې روغې جوړې، په افغاني او پښتني لباس پوښلې افغانانې به وې!

زما یادېږي چې کمونیستانو آن د وړو پاکو نجونو د بې لارۍ لپاره پروګرامونه درلودل، د پیش آهنګانو په نامه یې په ښوونځيو کې واړه نابالغ هلکان او نابالغې نجونې جذبولې! او د بالغو نجونو او هلکانو لپاره یې د سازمان جوانان په نامه تنظیم درلود، نجونې او هلکان به یې ګډ سره نڅول! د شپې او ورځې به یې یو ځای مارشونو ته بیول! او هلته بیا نر او ښځې یو ځای سره نڅېدل!

  زه چې کله ښوونځي ته داخلېدم،  کور مې سپارښتنه را ته وکړه چې ګوره په پیش آهنګانو او یا سازمانیانو کې ځان ور نه کړې، له دې کارونو سره هېڅ کار مه لره، خپل درس دې وایه، ما ویل ولې؟ وايې دا خلک کافران کوي، لومړی یې په پیش آهنګانو کې نیسي، بیا یې سازمانیانو ته بیایي، له هغه وروسته یې کمونیستان کوي! دا دکفر ټکی زما په ذهن کې ناست و، له همدې کبله مې تر آخره ځان ترې ساتلو.

 دوی به وخت پر وخت په ټولګیو ګرځېدل را ګرځېدل، زده کوونکي به یې هڅول چې ځانونه په پیش آهنګانو او سازمان جوانان کې شامل کړي، نابالغ په پیش آهنګانو او بالغ په سازمان جوانان کې، ځيني ماشومان به چې نابلده وو، هغوی به نومونه پکې ور کړل، خو کله به چې په حقیقت پوه شول بیا به یې بېرته ځانونه ترې را ایستل، او بېرته ځان را ایستل څه آسانه کار نه وو، یو څوک به چې پکې شامل شول بیا به یې په ډېره سختۍ ځان ترې را ایستلای شوای.

ښه مې په یاد شي چې زمونږ ټولګي ته به د پیش آهنګانو مشره ښوونکې راغله، توره، لوړه، نرۍ وچه کلکه، غوسناکه ښځه وه، زیاتره وخت به یې نصواري کمیس اغوستی و، ويښتان یې له غوږونو سره کټ کړي وو، پړونی او پایجامه خو یې بالکل نه وو‎! نري نري لاسونه او نرۍ نرۍ پښې، تا به ویل په نري رنځ اخته توره شمتوله ده! تېزې تېزې خبرې به یې کولې! له نارینه ښوونکو سره به یې ډېر خندل را خندل! په ټولو ټولګیو به ګرځېده، ویل به یې: ( شاگردان عزیز کی میخواهه خوده ده پیش آهنگ شامل کنه؟) چا به چې لاسونه جګ کړل د هغوی نومونه به یې ولیکل، بیا وخت په وخت پسې راتله، همغه نومونه به یې واخیستل، هلکان او نجونې به یې له ټولګي څخه وایستل، چې نن دلته مارش دی، نن هلته دی، ځینې زده کوونکي چې له درس نه به په تنګ وو هغوی یوازې ددې لپاره چې له درس نه بېغمه شي ځانونه به یې په پیش آهنګو کې شاملول.

 زمونږ په ټولګي کې هم ځینو هلکانو او نجونو ځانونه په پیش آهنګو کې ور کړي وو، سبحان الله! هم دوی او هم نور ټولګيوال لا په هغه وخت کې پوهېدل چې دا ښه کار نه دی! ځکه خو به یې یو رنګه د خجالت احساس کولو! که به چا دا کار کولو هم هڅه به یې دا وه چې د ځان لپاره یوه بهانه جوړه کړي، زمونږ په ټولګي کې یوه د نهو، لسو کلونو په عمر نجلۍ د نظیفې په نامه وه، دې هم ځان په پېش آهنګو کې ور کړی و، په دغه وخت کې مونږ په څلورم ټولګي کې وو، زه به په دغه وخت کې د لسو یوولسو کلونو په عمر وم، یوه ورځ یې مور ټولګي ته راغله، شنه چادرې، او شین کمیس یې پر تن وو، ټولګي ته راغله له ښوونکې نه یې اجازه وغوښته چې را د ننه شوه، مخ یې لوڅ کړ، له روغبړه او پوښتنې وروسته یې ښوونکې ته ویل چې دا زما په لور تاسو څه کوئ؟

ښوونکې ورته ویل چې مونږ خو درس ورته وایو، نور څه پرې کوو؟ دې ویل دا څوومه ورځ ده چې نظیفه ناوخته کورته راځي، کله ماښام راشي، کله آن ماسختن راشي، او سهار له کور نه د ښوونځي په نامه راوزي؟ پلار یې چې سهار لاړ شي بیګاه راځي، هغه وخت نه لري چې راشي، دا دي زه نن راغلم چې پوښتنه یې وکړم چې دا څه چل دی؟

نظیفه هم ناسته وه، ښوونکې ویل چې زه نه یم خبره چې څه چل دی، نظیفې ولې ناوخته کور ته ځې؟ هغه غلې وه څه یې نه ویل! ځینو ټولګیوالو ویل چې نظیفې خو ځان په پیش آهنګو کې ور کړی، کله کله هلته ځي، ښوونکې ویل صحیح شوه، ستا لور ځان په پیش آهنګو کې ور کړی، اداره کله کله پیش آهنګان مارشونو ته بیايي، کېدای شي مارشونه به ناوخته پای ته رسي، ځکه به ستا لور کور ته ناوخته درځي!

 مور یې لورته ویل: تا ته چا ویلي چې ته ځان په پیش آهنګو کې ور کړه؟ ته ما درس ته رالېږلې یې که نورو لوبو ته؟ نوره لاړه نه شي، نه دې د پلار خوښه ده او نه زما، تا چې دا کار کولو ولې دې مونږ ته نه ویل؟ ښوونکې ته یې ویل چې زه نه غواړم لور مې نور چېرته لاړه شي، ښوونکې ورته ویل چې ته لاړه شه ادارې هلته د پیش آهنګو ځانګړې ښوونکې ده، هغې ته ووایه چې د نظیفې نوم د پیش آهنګو له لیست څخه لیرې کړي، زه خو څه نشم کولی!

مور یې له ټولګې نه لاړه، ادارې ته، په ډېر تکلیف او جنجال یې خپله لور له پیش آهنګو څخه را وایسته، له هغې وروسته نظیفه بیا مارشونو ته لاړه نشوه.

 دا مې هسې یوه بیلګه یاده کړه، که نه کمونیستان تر بل هر چا ښه پوهېږي چې دوی له ښځو سره څه کول؟ د افغان ولس د لوڼو په عفت او شرف یې څه ډول لوبې کولې؟ کمونیستان تر ننه پورې په همغه عقیده دي! اوس هم د همدې لپاره کار کوي! بې حیايي او بې شرمي، د ښځو په عفت او شرف لوبې کول د کمونېزم یو اصل دی، کمونیست تر هغه نشي کمونیست کېدلی تر څو چې د کمونېزم اصول ونه مني، او د کمونېزم له اصولو څخه زن، زر او زمین شریک دي! نور بیا…

لیکوال: عبد الخبیر جاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x