نظــر

د جګړې که د دیموکراسۍ قربانیان؟!

دیموکراسي د هغه صليبي استعمار نوې او اغيزمنه وسيله ده کوم چې څو سوه کاله د انسانيت د قتل لارې د مسلمانانو په نيواک و نه توانيد، موږ بايد د جګړې د قربانيانو پر ځاي څو برابره زيات د ديموکراسۍ په قربانيانو وژاړو او د ديموکراسۍ په وسيله ستر وژونکي چې د نړۍ له مخ نه يې له يوې مخې د مسلمانانو محوې ته ملا تړلې د عدالت ميز ته راکش کړو.

ځکه ديموکراسي په تيره يوه لسيزه کې چې په حقيقي معنىٰ زموږ هيوادوال وژلي هومره افغانان نه زموږ په خپل مينځي جګړو کې وژل شوي او نه له غليمانو سره په جګړو کې ځکه ديموکراسي په رښتونې معنى وژل کوي. د افغانانو د ايمان روح يې تر بريد لاندې نيولى. ډېرکسان به ګورې د افغان له نسله به وي په افغانستان کې به پيدا او لوى شوى به وي، خو يا به امريکايي وي يا فرانسوي يا برطانوي او يا جرمني او يا روسي په خپله عقيده به شرمېږي سپکاوى به ورته کوي خپل تاريخي افتخارات به يا د بدبختيو عامل ګڼي او يا به يې نورو ته منسوبوي په خپل فرهنګ به ملنډې وهي او د نورو فرهنګ به تمدن او پرمختيا ګڼي غلامي به آزادي ګڼي د خلکو غولونه، سياست، بمبار او وژنه سوله، اداري فساد لاسته راړونه بد کاري او ديوسي، عدم تشدد، منافقت، فکريزغم او د کفر چوپړ اعتدال او روښان فکري. دا هر څه د ديموکراسۍ له لاسه دي او په ديموکراسۍ کې بيا د بيان د آزادۍ او د بشري حقوقو په پلمه د کابل په احمدشاه مينه کې د جګړې د قربانيانو په نوم د يو سرک نومول په حقيقت کې د افغانستان مجاهد او مسلمان ملت ته سترسپکاوى دى. ځکه په احمدشاه بابا مېنه کې د جګړې د قربانيانو د نامه لپاره د يو سرک غوره کول په يو بد نيت او د شوم هدف لپاره دي . او موخه يې د احمدشاه بابا په اتلوليو بريد او احمدشاه بابا ته دې ټولو بدمرغيو يو ډول نسبت ده ځکه ددې سيمې په نسبت دا نوم بايد د کابل د افشارو سيمې ته ورکړى واى ځکه هلته د رقص مُرده لوبې کېدلې د ښځو (تيونه) پرې کېدل څاه ګانوته مړي اچول کېدل، سپيو ته ژوندي انسانان غورزول کېدل، د انسانانو په سرونو ميخونه ټکوهل کېدل، په پوستو کې د شپو شپو لپاره په زور تښتول شوې ښځې بې ستره کېدلې. او سيما ثمر د دې حال څخه ښه خبره ده شايد دا يا ددې کوم خپلوان دې هغه مهال د جګړو له قربانيانو څخه هم وي. همدغه راز په يو پردي فرهنګ د عدالت غوښتنه په حقيقت کې د عدالت لپاره نه بلکه د خپل دين او فرهنګ د کم بللو او د نورو د فرهنګ د ترويج لپاره وي موږ د جګړې قربانيانو ته درناوى کوو بايد په موږ باندې د جګړي تحميلونکو او د موږ د اصلي قاتلانو په وړاندې غږ پورته کړو زموږ اصلي قاتلان انګليسان د دوى تاريخي چاپلوسان روسان او د دوى کمونست ايجنټان صليبيان او ددوى نني ديموکرات اوسيکولر ګوډاګيان دي .

عجيب منطق ده چې د بشري حقوقو سازمانونو او مدني ټولنو په افغانانو د جګړو تحميلونکو ته د هيواد د ټول ستراتژيکو هوايي ډګرونو له ورکړې سره دکرزي او مجددي په جرګه کې هوکړه کوي خو د جګړې قربانيانو ته د يو سرک د نوم په ورکونې اکتفاء کوي. نو اوس تاسو قضاوت وکړئ چې د ديموکراسۍ قربانيان څومره د ژړا وړ دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x