نظــر

د وطن په ناورین سکوت

ډاکتر فیض محمد ځلاند

د ملي وحدت د حکومت ویشلی جوړښت د دې سبب شوی چې په ګران وطن کې امنیتي، اقتصادي، ټولنیز او سیاسي حالات ورځ تر بلې ترینګلي شي، حالات له مدیریته بهر او د ناروین د رامنځته کیدو سبب شي. د ډاکتر غني او عبدالله ترمنځ د چنه بازیو سیاست، د ګران وطن د معاصر سیاست ټول ارزښتونه او معیارونه تر پښو لاندې کړي، سیاسي رسالت ورځ تر بلې د معاملې په کلتور بدلیدونکی دی، چې که دا حالت ادامه پیدا کړي، افغان سیاسیون به له دې حالت څخه د سیاسي کلتور او نورم په توګه استفاده پیل کړي چې دا کار به د هیواد سیاسي مشروعیت له ډیرو تضادونو سره مخ کړي.

د ملي وحدت د حکومت خپلمنځي اختلافات د دې سبب هم ګرځیدلي چې د ولس لومړیتوبونه (امنیت، بیکاري، غربت، بیسوادي، بې کوري، هیواد ته راستنیدا او ورسره تړلې ستونزې، سیاسي ثبات او ټیکاو) ټول له نظره وغورځول شي او پر ځای یې غني او عبدالله د ولس سترګو ته خاورې وشیندي، د ملي وحدت د حکومت په داخل کې د تربګنیو پالل د دې سبب شوي چې د ژبې، قوم، سمت، سیاسي ایډیالوژۍ او حتی د استخباراتي تړاو په سر معاملو او لوبو ته لار هواره شي، هر څه قومي، سمتي، ژبني او حتی مذهبي شي، هیوادني ارزښتونه او بارونه په لوی لاس سپک یا کمزوري کړای شي، د ملي ګټو، ارزښتونو او معیارونو سره سپک چلند په تیرو دوه کلنو کې دومره ژورې ریښې وغځولي چې اوس افغان وژني ته بهاني وړاندې کیږي، د افغان وژني دسیسه ورځ تر بلې پراخیږي، د نویو تعریفاتو څخه په کې استفاده کیږي، جګړه په لوی لاس ښارونو ته غځول کیږي، لویې لارې د لوټ او جګړې په سنګرونو بدلیږي.

په دې برخه کې تر ټولو بدرنګه، د بې پیلوټه الوتکو بمبار، د بهرنیانو لخوا په جګړه کې له سره ښکیلیدا، د پټو بندیخانو رامنځته کیدا او د جګړې شدت د دې سبب شوی چې افغانستان یو نامعلوم جنګ ته ټیل وهلی شي، د دې پر ځای چې ورځ تر بلې جګړه تعریف، د جګړې ناخوالي معلومي او ښکاره، د جګړې لورې جوت شي؛ برعکس ورځ تر بلې موږ ګورو چې جګړه پیچلي کیږي، د جګړې ابعاد زیاتیږي، په جګړې کې د ښکیلو خوا وحشت او دهشت زیاتیږي.

پوښتنه دا ده چې ایا د جګړې شدت، په جګړه کې له ترهې، ویرې او دهشت څخه ګټه اخیستنه د دې علت کیدی شي چې سولې ته لار لنډه شي؟ سوله دې تعریف شي؟ سولې ته دې مخالفین اړ کړای شي؟

نه!

د کندوز پیښه د ملي وحدت د وحشتناکو پیښو لومړنۍ او وروستۍ بیلګه نه ده، بلکې د کندوز پیښه د کندوز د ملکي روغتون په ادامه د جنایت تکرار دی، د اچین، پچیر اګام پر ولسونو ړنده بمباري، د پکتیکا د عام وژنې بدرنګه تصویر، د فراه، اروزګان، لوګر او بیا هم په کندوز کې د ملي اردو او پولیسو ړنده وژنه ده چې له هوایي ځواک څخه په کې ګټه پورته شوي ده، د ملي وحدت مشران په دې جنایتونو سترګې پټې کړي، د هغوی سکوت په دې دلالت کوي چې دوی په دې جنایت کې شریک دي، په ځینو مواردو کې د بهرنیانو د جنایت پړه د ملي دفاع او یا هم کورنیو چارو د وزارتونو د ویاندویانو لخوا اخیستلی کیږي چې دا یو بل ظلم او شرم دی چې څنګه د افغان حکومت په نظامي جوړښتونو کې داسې ځواکونه شته چې د خپل ولس په خلاف له داسې نا انډوله زور زیاتي څخه استفاده کيږي چې په هیڅ ستراتیژۍ او پلان کې د توجیح وړ نه ده.

له دې امله دا ډیره مهمه ده چې ولس، رسنۍ، روڼ اندي، قومي مشران او ځوانان د دې جنایتونو په راسپړلو، ښکاره کولو کې خپله ایماني او ملي دنده ترسره کړي، حکومت دیته اړ کړي چې جګړه ځانته تعریف کړي، د جګړې د مخالف لوري ځواک او د جګړې وسایل ځانته معلوم کړي او د ولسي وګړو له ژوند (کور او کهول) سره له سپک او ناوړه چلنده ډډه وکړي.

د ذکر شویو ټولو پیښو مرتکبین باید تر قضايي او څارنوالي څار لاندې ونیولی شی، هغوی چې د عامو افغانانو وژنې ته توجیهات وړاندې کوي، باید محکمه شي، کنه ولس ته دا جنایت نور د زغملو نه دی.

یا رب توفیق!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x