افغانستان

ملګري ملتونه په کندوز کې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې څېړنه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۷مه، ۱۳۹۵ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه اداره «يوناما» وايي، چې تېره اوونۍ د کندوز ښار بزکندهاري سيمه کې د امريکايي الوتکو په بمبارۍ کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې څېړنه کوي.

کابل کې د يوناما له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره پنجنشبه امريکايي ځواکونو د کندوز ښار اړوند بزکندهاري سيمه کې امريکايي الوتکو د مخالفينو پر ضد د عمالياتو پر مهال له دېرشو زيات ولسي وګړي وژلي او ۱۹ یې ټپيان کړي دي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی داتاميچي ياماموتو وايي، چې د مخالفينو پر ضد عملياتو او جګړو کې د ولسي خلکو مرګ ژوبله طالبانو سره د افغان ولس خواخوږي زياتوي او په دې سره د سولې هڅو ته هم زيان اوړي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ويلي، چې نړيوال ځواکونه دې د عملياتو پر مهال له بشپړه دقته کار واخلي او د پېښې شوې مرګ ژوبلې په اړه دې له بې پرې څېړنو وروسته د پېښې قربانيانو ته تاوان ورکړي.

د دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزيري وايي، چې وژل شوي ښځې او ماشومان هم د طالب مشرانو د کورنيو غړي دي، خو د کندوز ځايي خلک او مدني فعالان د دفاع وزارت د وياند څرګندونې له ولس سره دښمني بولي او وايي، چې په دې پېښه کې وژل شوي خلک بې دفاع ولسي وګړي دي.

د کندوز مدني فعال محمد رفيق کاکړ امريکا غږ ته وويل، چې د رسنيو له لارې خپاره شوي راپورونه له ځمکنيو حقايقو خلاف دي، په دغه چاپه کې يوازې دوه عام طالبان وژل شوي او په دې پېښه کې لوړپوړي طالب مشران نه دي په نښه شوي.

د کندوز يو بل سيمه‌ييز خبريال همايون بابر هم ويلي، چې د بزکندهاري په پېښه کې يوازې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تېر کال سپټمبر کې هم امريکايي ځواکونو په کندوز ښار کې د بې پولې ډاکترانو پر رغتون بمبار وکړ چې د ډاکټرانو او بستر شوو ناروغانو په ګډون یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

د بشري حقونو ټولنې او د بې پولې ډاکټرانو ادارې دا بمبار بشري جنايت بللی و، خو امريکايي چارواکو ويل، چې دا بمبار يې د افغان چارواکو په غوښتنه کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mayak khan

یو نا ما که دأمریکائې استخباراتو د قومندې مرکز: دغه اداره هیڅ کله هم بې طرفه ندی بلکه دیر غلګرو هر څه له دغه ځایه أداره کیږی، کله چې دغه أداره پر دې پوهه شي چې او س نو و لس را پاریږي نو دوی دغه شانته څر ګند ونې پیل کړي تر څو د ولس احساسات غلي او له منځه یوسي،دیو نا ما ټوله پالسی همدغه یر غلګر جوړه وي، دغه یوه جاسو سي أداره ده او تل په خپل مکر سره یر غلګروته ډول ډول موقع برابره وي او مرسته ئې کوي، دجاسوسي واړه شبکې له دغه ځایه… نور لوستل »

عزت الله

زه دوه نومونو ته ډیر حیران پاتی یم : لمړی د افغانستان اسلامی جمهوری خپلواک حکومت ، به داسی حال کی چه د یوی ښځی یو ، دوه دری او د کابل د چارواکی فاحشی په شمار ۵۰ لونډان یا میړونه لری ، بیا هم ورته د اسلام او خپلواکی نوم اخستل کیږی که دا چارواکی مسلمانان ، خپلواک ، افغانان او حتی انسانان هم وی نو بیا به دغه لغاتونه په دروغو جوړ شوی او مظلوم بشریت به ورته هیڅ په رسمیت قایل نه شی . دوهم : دغه د تش په نامه ملګری ملتونه : د نړی د… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x