ټولنیزه برخه

د اوبو دېګ!- زموږ د ټولنیز حالت ترجمانه کیسه

حامد افغان

کیسه کا: یو وخت یو ځای کاختي او لوږه ولګیده، د سیمي والي له خلکو نه د لوږي او کاختي د مخنیوې لپاره یوه عجیبه غوښتنه وکړه هغه دا چې د سیمي د کلیو په منځ کې یې یو لوی دېګ کیښود او له خلکو یې وغوښتل چې هر نر او ښځه به دې دېګ ته یو یو ګیلاس شیدې راوړي خو په دې شرط چې دېګ ته به شیدې داسې حالت کې تویوي چې یواځې وي او هیڅوک یې ونه ویني.

ټولو خلکو د شپې په تیاره کې د شیدو په راوړلو پیل وکړ او هریوه به په پټه په دېګ کې د شیدو ګیلاس تشاوه، سهار والي راغی او د دېګ سر یې خلاص کړ هک حیران ودریدی، ځکه دېګ ټول له اوبو ډک و او د شیدو نوم هم نه و په کې! وروسته په سیمه کې لوږه ولګیده او ګڼ شمیر خلک له لوږي مړه شول.

پایله: دوی هر یوه فکر کاوه چې د ده په یوه ګیلاس اوبو به د دومره لوی دېګ شیدو ته څه تاوان ورسیږي، خو له بده مرغه چې هریو دضمیر غل وخوت او په پایله کې ټول دېګ له تشو اوبو ډک شو، هر څوک چې د ځان په فکر کې وي په شخصي ګټو بوخت وي او په ټولنیزو چارو کې اخلاص نه لري او یوه بل ته ګوري یا د نورو په تمه وي او ځان مسؤل نه بولي د هغوی برخي به تل خواري او دېګونه به یې له تشو اوبو ډک وي. موږ که هرڅومره ستري دعوې لرو خو حقیقت کې دا کیسه زموږ د ټولنیز حالت زبردست تمثیل دی نو ځکه مو روان حالت مقدر ګرځيدلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x