افغانستان

معتاد مېړه له خپلې مېرمني څخه پوزه او شونډي غوڅې کړې

نن ټکی آسیا: له هرات ولایت څخه مو خبر تر لاسه کړ، چې د دغه ولایت په انجیل ولسوالۍ کې تېره ورځ یوه معتاد کس تر وهلو-ډبولو وروسته لهخپلې مېرمنې څخه پوزه او شونډي د چاقو په وسېله غوڅې کړي دي.
د هرات ولایتي چارواکي وايي، دا مېرمن ستاره نومېږي ۲۲ کاله عمر لري او د څلورو ماشومانو مور ده.

د نوموړې خاوند له دې سره د وحشت له تر سره کولو سمدستې وروسته له سیمې پښې سپکې کړې او په تېښته بریالی شوی.
د هرات د ښځو چارو رئيسې د هرات په ولایتي روغتون کې خبریالانو ته د څرګندونو پر مهال وویل چې د ستارې خاوند په مخدره توکو روږدی دی او هره ورځ یې د خپلې نشې د پوره کولو لپاره له خپلې کوروداني څخه پيسې اخیستې. پرون چې کله هغه خپلې میرمنې ته راځي او له هغې څخه پیسې غواړي، دا چې له میرمنې سره یې پیسې ونه موندې ،نو ویې غوښتل چې د خپلې میرمنې ګېڼه ترې یوسې،خو د مېرمنې له انکار سره مخ کېږي.
لږ شېبه وروسته خاوند چاقو را وباسي او د خپلې کورداني پوزه او شونډي ور غوڅوي.
ستاره اوس مهال د هرات په ولایتي روغتون کې تر درملنې لاندې ده،خو د ډاکترانو په وینا، د دې بشپړ او عاجل اعلاج د هېواد دننه ناشونی بریښي او ښایي چې کوم بهرني هېواد ته ولېږدوله شې.

د یادونې وړ ده چې له تېرو دولسو کلونو راهیسې به هېواد کې د نوي حکومت له راتګ سره د اداري فساد ترڅنګ د مخدره توکو کرکېله او قاچاق اوج ته رسېدلی،چې د رسمي احصائيو له مخې زرګونه هېوادوال پرې اخته دي. 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x