نظــر

د کندز جنایت؛ مدعي سست او ګواه چست

لیکوال: وحید مژده

په افغانستان او نړۍ کې د امریکا پورې تړلیو رسنیو او په کابل کې د واشنګټن د لاسپوڅو د کوښښونو باوجود په کندز کې د امریکایي ځواکونو وروستی جنایت د نړیوالو رسنیو له پوښښ څخه پټ پاتې نه شو.

د کندز پېښه د خپل ډول لومړۍ پېښه نه ده بلکې د هغو جنایاتو لړۍ ده چې په ۲۰۰۱ کال پر افغانستان د امریکا له برید څخه پیل شوې او تر اوسه یې د لسهاوو زره ملکي وګړو ژوند اخیستی. د دغو جنایاتو ډیری اړخونه چې د بشري جنایتونو ښکاره مثال ګرځیدلی شي، ځکه پټ پاتې شوي چې نړیوال بې طرفه سازمانونه ورته لاسرسی نه لري او د امریکا مزدوران یې پټول غواړي، او کوم جنایتونه چې افشا شوي دي په امریکا باندې د فشار موجب نه دي ګرځيدلي.

د دغو جنایتونو د پټ پاتې کیدلو یو لامل په افغانستان کې د امریکا لاسپوڅی رژیم دی چې د امریکایانو لخوا د خپل ولس په وژلو یې سترګې پټي کړي او نه غواړي چې دا جنایت افشا شي. هر وخت چې د هیواد په یوه څنډه کې د یو جنایت په اړه خبر ورکول کیږي، د امریکا پورې تړلې رسنۍ د ګڼ شمېر طالبانو د وژلو خبر ورکوي او که جنایت داسې وي چې پټول یې ستونزمن وي نو د امریکا او ناټو لخوا د ملکي وګړو د وژنې له راپور سره جوخت د طالبانو په لاس د ولسي مرګ ژوبلې په اړه خبر ورکوي او دا کار «په راپور کې تعادل»! ګڼي. خو په اصطلاح د «تعادل» اساسي هدف دا دی چې اصلي خبر یعنې د امریکایانو جنایت بې ارزښته وښيي او داسې یې توجیه کړي چې ګویا په جګړه کې دا یو عادي کار دی او ځان ترې ساتل ممکن نه دي.

زمونږ په یاد دي چې په کندز کې د تېر کال جګړې پر مهال کله چې امریکايي ځواکونو د بې پولې ډاکټرانو روغتون په نښه کړ او د روغتون د ډاکټرانو په شمول یې لسګونه ملکي خلک ووژل، د طلوع تلویزون پرېمانه هڅې کولې ترڅو ثابته کړي چې د امریکایانو د برید پر مهال طالبانو په روغتون کې سنګر نیولی و. دغه تلویزون امریکا ته خپله خوش خدمتي تر دې حده ورسوله چې خبریال یې د روغتون دروازې ته ورغی او ادعا یې وکړه چې طالبانو د دې دروازې له شا څخه په دولتي ځواکونو ډزې کولې. دا په داسې حال کې وه چې د نړیوالو فشارونو په نتیجه کې د امریکا نظامي ځواکونه په دغه جنایت باندې اعتراف ته مجبور شول او هغه یې یوه تخنیکي تېروتنه وبلله. د طلوع تلویزون کوښښ هغه ضرب المثل ته پاتې کیده چې «مدعي سست، ګواه چست!»‎.

ځیني وختونه په رسنیو کې داسې مسائل راځي چې که ورته ځیر شو د نورو جنایتونو څخه هم پرده اوچتوي. د مثال په توګه څه موده وړاندې طلوع تلویزون له کندز څخه په یو راپور کې له یو ځوان سره چې تازه له خپلې کورنۍ سره له پاکستان څخه راګرځیدلی و، مرکه خپره کړه. ځوان وویل چې ورور یې د کندز په جګړه کې په داسې حال کې ووژل شو چې له کور څخه د ډوډۍ اخیستلو لپاره راوتلی و. خبریال کوښښ کاوه چې د نوموړي مرګ په طالبانو وروتړي خو ځوان په اوښلنو سترګو وویل چې یو ټانګ زمونږ کور ته نږدې ولاړ و او زما په ورور یې ډزې وکړې او په شهادت یې ورساوه.

تېر کال په کندز کې د بې سرحده ډاکټرانو په روغتون په هوايي برید کې هیڅ بهرنی نه و وژل شوی او د دې جنایت ټول ۱۰۴ تنه قربانیان افغانان وو، مګر د روغتون خارجي مسئولینو په نړیواله کچه د امریکا پر ضد د اعتراض غږ اوچت کړ او امریکا یې بښنې غوښتلو او قربانیانو ته د تاوان په ورکولو مجبوره کړه. اما په افغانستان کې خرڅ شوي تش په نامه افغانان د امریکایانو جنایتونو ته توجیه لټوي او له دې مسایلو څخه داسې په څنګ تېریږي ته به وایې چې دا د امریکا حق دی چې افغانان ووژني.

تنها اشغال پورې تړلې رسنۍ داسې نه کوي، بلکې په افغانستان کې د امریکا په لاس جوړ شوي او چوپړ وهونکي سیاستمداران هم دا ډول عمل کوي. که د ارګ اعلامیې ته پام وکړو داسې انګېرنه ترې اخیستل کیږي چې ګویا طالبانو په یاده سیمه کې شتون درلود نو ځکه امریکايي ځواکونه مجبور شول چې په دې اقدام لاس پورې کړي.

اجرایوي رئیس د دې جنایت څخه په دفاع کې نور صراحت هم وکړ او حتی ادعا یې وکړه چې یو شمېر طالب مشرانو په دې سیمه کې شتون درلود. د ډاکټر عبدالله د خبرو معنی دا ده چې د طالبانو د شتون په دلیل امریکایانو حق درلود چې په یاده سیمه کې ښځې، سپین ږیري او ماشومان قتل عام کړي.

که رښتیا هم په دې منطقه کې مهمه غونډه روانه وه، ولې امریکايي او افغان ځواکونو کوښښ ونکړ چې د هدفمندو عملیاتو په ترڅ کې هغوی ونیسي. که دا خبره رښتیا وي نو ولې تنها همغه کور په نښه نه شو او بشپړ کلی وران شو؟

امریکايي ځواکونه په دې اعتراف کوي چې په برید کې ولسي وګړي په نښه شوي دي اما د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په دې برید کې لسګونه طالبان وژل شوي، چې بیا هم هماغه د «مدعي سست، ګواه چست» ضرب المثل دی.

په اصطلاح د اپوزیسیون له شخصیتونو څخه هم داسې څرګندونې واورېدل شوې چې د امریکا پورې تړلو رسنیو په شان د «تعادل برابرولو» لپاره ښه مصداق وې. عمر داودزي ظاهرا په دې حمله اعتراض وکړ خو په واضحه ډول یې نه غوښتل چې امریکا ناآرامه کړي او له همدې کبله یې د دغه برید سره جوخت په بغلان کې د طالبانو د راکټ په نتیجه کې د یوې کورنۍ د غړو د وژنې یادونه وکړه، ترڅو په انتقاد کې تعادل وساتي.

که سیاسي رهبران په دې باور وو چې د افغانستان د خلکو رایې هغوی سیاسي قدرت ته رسوي نو باید په داسې پېښو کې یې حتما د خلکو څنګ نیولی وای، اما څرنګه چې هغوی د خلکو له دره شړل شوي دي، فقط امریکا قدرت ته د رسېدو عامل ګڼي. په همدې اساس د امریکا له جنایتونو څخه د دفاع پرته بله چاره نه لري.

د خارجیانو لخوا د خلکو پر ضد د جنایتونو د تېرو واقعو په شان دا ځل هم د مدني ټولنو غږ وانه وریدل شو، چې له دغو ډلو څخه دا رنګه خاموشي غیر متوقع نه ده.

په دې ځای کې باید د حامد کرزي ستاینه وشي چې لږ تر لږه یې دا شهامت درلود چې د امریکا دغه ډول جنایتونه وغندي، اما د هغه په ګوښه کېدو سره د هیواد د سیاستمدارانو په مینځ کې د امریکا د جنایتونو پر ضد له اعتراض څخه لاس ووینځل شو. ریښتیا هم چې دوی په داسې دریځونو سره ببرک کارمل ته هم برائت ورکړ.

امریکا په نړۍ کې ستر جنایات ترسره کړي او د جنایاتو دا لړۍ پای نه لري. د ۱۹۶۸ د مارچ په ۱۶مه امریکا د ویتنام په متجاوزه جګړه کې ښکېل وه، یوې ویتنامۍ ورځپاڼې د جنوبي ویتنام د پلازمینې (سایګون) په (میلای) سیمه کې چې د (کوانګانګي) ښار ته نږدې موقعیت لري، د سلګونو ملکي وګړو د وژلو خبر ورکړ خو جدي ونه نیول شو. د دې واقعې په اړه د امریکایانو خبره دا وه چې په (میلای) سیمه کې يې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د ویت کونګ ۱۲۸ جنګیالي وژلي دي.

په هماغه قتل عام کې له ۳۷۴ څخه تر ۵۰۴ تنو پورې ولسي وګړي د ښځې او ماشومانو په ګډون په دریوو کلیو کې قتل عام شول. د څیړنو په جریان کې بربنډه شوه چې عسکرو د قربانیانو د بدن غړي له وژلو مخکې قطع کړي وو. د ځینو جسدونه له مرګ وروسته هم ټوټې ټوټې شوي وو.

اما وروستیو تحقیقاتو چې د بې پرې منابعو لخوا په یو کال کې ترسره شول، له ستر جنایت څخه پرده پورته کړه او د پېښې انځورونه په نړۍ او حتی امریکا کې د سختو اعتراضونو لامل وګرځیدل چې د ویتنام جګړې رخ یې بدل کړ. د دې جنایت عاملین محکمې ته راکش شول خو هغوی وویل چې د مشرانو په دستور یې دا کار کړی دی. یو عسکر په تحقیقاتو کې اعتراف وکړ چې مونږ ته هدایت راکړل شوی و چې (میلای) او هر هغه څه چې په دې سیمه کې شتون لري، له مینځه یوسئ.

په میلای کې د امریکايي عسکرو جنایت د حقوقي پلوه د پراخو بحثونو لامل وګرځید. دا دلیل چې ګویا ټیټ پوړو عسکرو هغه اوامر عملي کړي چې مشرانو ورته کړي وو، جنایت نه شي توجیه کولی. ځکه خو د نورنبرګ او توکیو په محکمو کې له دوهم نړیوال جنګ وروسته څو تنه الماني او جاپاني جنرالان اعدام شول او دا استدال چې هغوی ته امر شوی و او معذور و، یې ونه منل شو.

د میلای له قاتلینو څخه فقط یو تن تر یوه وخته پورې په زندان کې و او بیا آزاد شو، دا جنایت په امریکا کې هم د سختو نیوکو سره مخامخ شوی و.

د افغانستان دولت د تحقیقاتو لپاره یو هیئت کندز ته لیږلی، اما کله چې ولسمشر او اجرایوي رئیس د هیئت تر لیږلو مخکې حکم صادروي او طالبان د امریکايي الوتکو په بمبارۍ کې ملامت ګڼي او د دفاع وزارت هم په پېښه کې وژل شوي کسان طالبان ګڼلي دي، کندز ته د تحقیقاتي هیئت لیږل د یو تریخ طنز څخه پرته بل څه نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فرید

شما دست اندرکاران این تارنما مشتی مزدور هستید که هنر تان زدودن چهره کریه طالب تروریست وحشی است. نکنه شما انتظار دارید که طالب مردم را بکشه ، خانه و کاشانه شان را بر باد کنه و مردم برایشان گل بدهند. نه چنین خیالی خیلی خام است. جزای طالب و طالب پروران بربادی است چون جاهل هستند
به قول عطار
سر جاهلان بر سر دار به
که جاهل به خواری گرفتار به

غوربندي

اقای فرید

شما را بدتر از مزدور دریافتم چون بیمار نا علاح به نظر میرسید.

طالب وظیفه اش مثل اجیران کمونست کشتن نیست، بلکه هدف شان ازادي کشور اشغال شده از وجود کثیف بیګانګان کافر هست که درین راستا حلقه بګوشان مرتزقه اش نیز یا اینکه تلفات می بینند و یا اینکه ذلت و خواري انتظار ایشان را میکشد.

شما با خود بیاندیشید که نقطه اختلاف تان با طالب از کجا ریشه و چشمه ګرفته، اګر از روی خودخواهی و دشمنی با اسلام است باید توبه بکشید و به طالب نه بلکه به خالق یکتا جل جلاله رجوع کنید.

محمد

فرید بیچاره میخواهد جنایات بادارانش (امریکا) را ، به اینګونه اظهارات ، زیر پوشش کشاند

فرهاد

فکر می کنم که در باره ارزیاتی فرید جان خطا یا کوتاهی شدید ، فرید جان خودش ان انګریز هست که فارسی را یاد ګرفته و انګلیسی استخباراتی خویش را با فارسی ترجمه و برای مشوش ساختن اذهان مردم نجیب ما وشما را در باره مقاومت در مقابل انګلیس مشوش می سازند ، ان عده مظلومین ایکه زیر بمبار انها کشته می شوند خیراست انها ظالم و وحشی نیستند ولی انګلیسها که قباله تخریب بشریت مظلوم را از ملل نامتحد ګرفته تنها انها حق کشتن و وحشت را دارد . ممکن فرید جان یکی از ان ترجمانان بی وجدان ،… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x