پولي چرخي

په څرخي پله زندان کې ۱۴۰۰ بندیان بې برخلیکه پراته دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۷مه، ۱۳۹۵ل): د څرخي پله زندان لپاره د مشرانو جرګې له لوري ګمارل شوی پلاوي ویلي چې په دغه زندان کې ۸۰۰ بندیانو د بند موده بشپړه شوې خو لا په غیر قانوني توګه په زندان کې پراته دي.
دوی همداراز ویلي چې په بندیانو کې ۱۴۴ کسان داسي دي چې په لاعلاجه ناروغیو اخته شوي دي او ۴۴۰ کسان یې په اعدام محکوم شوي دي.

د یادوني وړ ده چې په دې وروستیو کې د څرخي پله، بګرام او په ولایتي زندانونو کې په زرګونو کسان بندیان دي چې په قضايي سیستم کې او همداسي د محابسو په ریاست کې د فساد زیاتوالی یی ددې لامل شوی چي زیات شمېر یې په غیر قانوني توګه په زندان کې بې برخلیکه پاته شي.

د مشرانو جرګې له لوري د څرخي پله زندان ته ټاکل شوي پلاوي ویلي چې ددغه بندیانو سره باید ژر تر ژره قانوني چلند وشي او په اعدام محکوم شوي بندیانو بند دي په اوږدمهالي بند بدله شي، ځکه چې دوی باندي د اعدام پریکړه شوې خو بیا یې هم تر پنځه کاله زیاته موده په بند کې تېره کړې چې اذیت یې دوچنده شوی.

په مشرانو جرګه کې د نیمروز د خلکو استازي او د څرخي پله زندان د څیړني پلاوي غړي «نادر بلوچ» وویل چې دوی تېره اونۍ زندان ته ورغله، هلته یې وموندله چې ۸۰۰ بندیانو د بند موده پوره ده، شپږ میاشتي مخکي یې نوملړ ترتیب شوی دی خو لا یې د خوشي کیدو اوامر نه دي صادر شوي.

بلوچ وویل چې په زندان کې هغه بندیان چې په لاعلاجه ناروغیو اخته وه، د یوه کمیسون له لوري یې ناروغۍ تشخیص شوي، چې د قانون سره سم باید خوشي شوی وای، خو داسي نه دي شوي بلکي یو شمېر بندیانو په زندان کې دننه خپل ژوند له لاسه ورکړی.

باید وویل شي چې په ۲۰۱۴ کې د ګډحکومت د تشکېل وروسته اشرف غني پریکړه وکړه چې د څرخي پله څخه زیات شمېر بندیان د بګرام زندان ته واستوي، کوم چې امریکایانو جوړ کړی او د کرزي په اخیري وخت کې یې د بندیدو لپاره هلي ځلي کېدلي.

ویل کیږي چې د ګډحکومت د راتګ سره د بګرام بنديخانې وضعیت تر پخوا بدتر شوی او په دغه بندي خانه کې د بندیانو سره ښه چلند نه کیږي چې له امله یې ډیری بندیان په رواني ناروغیو اخته شوي دي.

د بګرام زندان څخه را خلاص شوي یوه بندي نن ټکی اسیا ته څه موده مخکي ویلي وه چې په دغه بندي خانه کې هم زیات شمېر بندیان بې برخلیکه پراته دي، د اوسیدو ځای او د ژوند چاري يې ډیري سختي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

د پلچرخی ۱۴۰۰ بندیان څه ، ټول مظلوم اولس د دغه غلامانو د فقر او مظلومیت په زندان کی د مرګ په انتظار شپی ورځی تیروی ، زه نه پوهیږم چه دغ مظلوم اولس به د کومو لویو خطا ګانو او کبیره ګناهونو مرتکب شوی وو چه دغه پلورل شوی فاحشی پری الله ج مسلط کړی او که دا به ورته الهی ازموینه وی ، د پیاوړو ازموینی هم پیاوړی وی .