افغانستان

د روزګان والي د اسټرالیايي ځواکونو بیا راتګ غواړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۷مه، ۱۳۹۵ل): د روزګان ولایت والي د مرکز د سقوط له ویري پر اسټرالیا هیواد غږ کړی چې یو ځل بیا د مرکز د ساتني په خاطر خپل پوځ را ولیږي.

نوموړي د اسټرالیا راډیو ته په مرکه کې ویلي چې طالبان د روزګان مرکز ترینکوټ ته په یو کیلومترۍ کې موقعیت لري او ورځ په ورځ را نیژدې کیږي.

د روزګان والي محمد نذیر خروټی همداراز طالبانو ته د دولتي عسکرو تسلیمۍ اندیښمن کړی او منلي چې په دې وروستیو کې د چوره ولسوالۍ د مشال قرارګاه عسکر هم ټول طالبانو ته تسلیم شوه.

بل خوا د ولسي جرګې غړي عبیدالله اخوندزاده د اسټرالیا راډیو ته ویلي، له هغه ورځي چې د روزګان ولایت څخه د اسټرالیا ځواکونه وتلي، په دغه ولایت کې امنیت خراب شوی.

نوموړي ویلي چې اوس مهال په روزګان کې وضعیت ښه نه دی ، ځکه چې اسټرالیايي ځواکونه وتلي دي او وضعیت ورځ په ورځ خرابیږي.

د اسټرالیا پوځ د کال ۲۰۱۴ په ډیسمبر میاشت کې له روزګان څخه ووتل او ددغه ولایت د امنیت چاري یې په رسمي ډول دولتي ځواکونو ته وسپارلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

تر څو به د فاحشو امنیت د فاحشو د عفت او ناموس په بیه خارجی وحشی لونډان ساتی ، همدا یی معنوی ځانوژنه نه ده ، د دغو پلورل شوو والیانو ، وزیرانو جنرالانو ، ریسانو او نورو تش په نامه لوړپوړو پلورل شوو میرمنو ته تر دوی هماغه وحشی لونډان ډیر ګټور او بهتر دی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x