منافقت او اخلاص

لیکنه/ محمد نعیم هاشمي

منافقین پخوا هم موجود وو اوس هم شته او هم به په راتلونکو زمانو کې وجود ولري د منافقینو په اعصابو او زړه شیطان حاکم وي منافق تل غواړي داسي خبري وکړي چې ددې خبرو په سبب په معاشره کې نفرت خور کړي په هر وطن کلي کور کې خلګ په خپل منځ کې سره اچول یې د کردار معلومه نښانه ده.

منافقین خپله ډیر بزدله وي له همدې وجې نه غواړي په نورو خلګو کې هم وېره خپره کړي منافقین له خپل کردار نه د عامو خلګو په زړونو کې هیڅ ځای او مقام نه لري منافق له خپل عمل یعنې له منافقت نه ځان ته نفرتونه زیاتوي دا خو یې ددنیا حال دی خو په ورځ د آخرت چې دده کوم انجام دی هم کتابو بیان کړی.

منافقین د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې هم موجود ول په جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې به شاته دده مبارک په امامت کې باجماعت په لمانځه هم درېدل البته چې کله به د جهاد لپاره نبي اکرم صلی الله علیه وسلم امر وکړ نو به په شاشا کېدل بهانې به یې لټولې باوجود ددې چې منافقین به د جهاد له تګه د خپل منافقت له وجې پاته هم شول خو د رب العزت جل جلاله د ذات کړنه ګوره ددوې تیار فصلونه او باغونه به د حاصل په وخت کې خراب شول.

بالعکس هغه مبارک صحابه کرام رض اجمعین چې به د رسول الله صلی الله علیه وسلم په امر جهادي معرکو ته تللې و کله به چې بېرته راغله نو هم به یې فصلونه حاصل ته رسېدلي و او هم به یې د خورماو باغونه سالم او پاخه ولاړ و.

زموږ خالق او لایزال رب الله سبحانه وتعالی موږ ته هیڅ احتیاج نه لري هیڅ اړتیا راته نه لري فقط مو اخلاص غواړې چې ایا موږ څومره ورسره مخلص یو که په علمیت او ډېره بزرګې ممکن وایې شیطان خو په علمیت کې د فرشتو استاد و، همدا اخلاص ده که یو انسان له یو چا سره ډیر مخلص وي هغه بل انسان هم ورسره د اخلاص مظاهره کوي او محبت ورسره لري نو که چېري موږ له خپل سپېڅلې رب العزت جل علی شانه سره په بندګي کې د پوره پوره اخلاص عملي مظاهره وکړو احکامو ته یې سر ټیټ کړو په خپل نیګړې ژوند کې یې ستر احکام عملي کړو نو زموږ رب العزت جل علی شانه خو تر انسان نه په زرهاو ځله مهربان او مشفیق ذات دی نو زموږ د اخلاص په بدل کې به زموږ رب العزت جل جلاله څنګه د خپل کرم چلند نه کوي ژوند ډېر محدود دی پوره موقع لرو چې د راتلونکې ابدي ژوند په باب تیاری ونیسو.

الله جل جلاله مو دې له منافقت وساتي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د