خبرتیاوی او پیغامونه

دلوګر ښوونکو ته د ظرفیتونو کچې لوړولو ورکشاپ پیل شو

پل علم
دلوګرد پوهنې ریاست د مطبوعاتودفتر
دوشنبه لړم ۱۷ مه

د لوګر د پوهنې ریاست د خپلو ښوونکو د ظرفیتونو د کچې د لوړولو په هدف د پوهنې وزارت په مالي مرسته دولس ورځنۍ روزنیز ورکشاپ پیل کړ.

د لوګرد پوهنې ریاست ویاند محمد شاپور عرب وویل ، چې په دغه ورکشاپ کې د مرکز په ګډون د محمدآغې او خوښۍ د ولسوالیو د ښوونځیو د ښځینه ښوونکو په ګډون ۳۸۰ تنو ښوونکو برخه اخیستې ده.

عرب زیاته کړه، چې په دې ورکشاپ کې ښوونکو ته د نویو تدریسي میتودونو، ځان ارزونې،د درسونو د کیفیت د ښه کولو،د زده کوونکو د ښې روزنې او داسې نورو درسي مسایلو په هکله روزنه ورکول کیږي څو د ښوونکو ظرفیتونه لوړ کړای شي.

عرب وویل ، چې د لوګر د پوهنې ریاست له دې مخکې هم د پوهنې وزارت په مالي مرسته ۱۶۲۰ تنو نورو ښوونکو ته ورته لنډ مهال روزنیز پروګرامو جوړ کړې دي.

په درناوي
د لوګرد پوهنې ریاست د مطبوعاتودفتر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x