ادبي لیکني

کیسه ګۍ

لیکوال: محمدرحیم سکندر
لیکوال: محمدرحیم سکندر

لیکوال: محمدرحیم سکندر

عقیده

شریف خپل ورور زرګر ته وویل : زه به خپله لور شریفه ستا زوی کبیر ته ورکړم ، زرګر په موسکا وویل : هو ! دا خو ډېره ښادمنه پریکړه ده ، بهر ته یې نه باسو !؟ دشریف میرمن پورته شوه په پټه یې غرمه مهال د زرګر زوی کبیر ته تی (شیدې) ورکړی .

مردګاو هوټلي

(کیسه ګۍ)

څو ببر سري لوفر هوټل ته راغلل، شاګرد ته یې سترګګ وواهه، شاګرد ورته وویل: تاسې د لوط ع د قوم څخه یئ؟ د هوټل څښتن شاګرد ته کلکه څپېړه ورکړه او ورته ویې ویل: ته شاګردي کوې او که بحثونه؟ ووځه ! زمونږ ګاک مه خرابه وه.
۲۰۱۶- ۱ – ۲۰

اوو یتیمان مرغان

(کیسه ګۍ)

سحر چې دکراچۍ چلولو ته راوځي؛ ټول اووه واړه بچیان په کور کې بندیان کړي، خدایه ته خو یې  ددغو مرغانو دبندولو په ګناه ومه نیسې، ځکه مور یې مړه ده.

د سوال چل

(کیسه ګۍ)

په ستر جامع جومات کې د جمعې لمانځه پر مهال د ملا صیب د سلام اړولو سره سم، سوالګرې په خپل ویده ماشوم نوکاره ولګوله.

خپل بد

(کیسه ګۍ)

غوړ سری ځوان څو ځلې په پارک کې د ښځو په ټولي تېر راتېر شو او په چادري کې یې ناستې ښځې ته سترګګ وواهه، کله چې کور ته لاړ مېرمنې چادري واغوسته او خاوند ته یې وویل: تاته خو په چادري کې ډېره ښه ښکارم ، یو سترګک خو راته ووهه.
۲۰۱۶- ۲- ۵

عدالت

(کیسه ګۍ)

د سپین ږیري زوی یې په چرسو ونیو، سبا چې پلار لیدنې ته ورتلو، نو د تلاشۍ د هر عسکر له خولې د شرابو بوی تلو او هیل ژاولې یې پسې ژولې.
۲۰۱۶- ۹

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x