نړۍ

د نوو بنديزونو له امله د ایران او امريکا مذاکرات وځنډېدل

 zareefجینوا/ تهران: د امریکا لخوا پر ایران د نوي بندیزونو له امله ایران شپږو نړیوالو اتومي قدرتونو سره مذاکرات وځنډول.د غربي رسنيو له قوله د دسمبر له ۱۰ تاریخه د ایران او ۶ نړیوالو قدرتونو تر منځ د اسټریا هيواد په وينا ښار د ایران د اتومي پروګرام په اړه خبرې اترې روانې وې چې چې د امريکا لخوا د ایران ځينې شرکتونه او اشخاص د امريکا لخو په تور لیست کې ور زیات شول. امريکا وايي چې دغو کسانو او شرکتونو پر ایران د امريکا د بنديزونو سر غړونه کوله. د امریکا له دغه اعلانه وروسته ایراني چارواکو امريکا

او شپږو اتومي هيوادو سره مذاکرات وځنډول او له ویانا ووتلمګر د اورپايي اتحاديې د بهرنی سیاست مشره کاترین اشټون وايي چې خبرې اترې نه دي ځنډیدلي، بلکې اتومي کارپوهانو ته وخت ورکړای شوی او ډېر زر به بیرته د مذاکراتو لړۍ پيل شي. ایراني مرکچيان وايي چې د ځينو ستونزو له امله خبرې اترې ځنډيدلي او دوی باید پر ځينو مهمو خبرو له خپلو مشرانو سره سلا وکړي.

 

 

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x