افغانستان

د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالباري جهاني استعفا ورکړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۷مه، ۱۳۹۵ل): د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالباري جهاني خپل استعفا لیک ولسمشرۍ ماڼۍ ته لېږلې دی.

هغه د استعفا لامل روغتیايي ستونزې ښودلي او په وینا یې له همدې کبله نور نشي کولای خپلې دندې ته دوام ورکړي.

جهاني  په سیاست کې  د ولسمشر غني ناکامۍ ته په  غیرمستقیمې اشارې ویلي چې د هغه  علمي مقام ته به تر ابده احترام لري.

«ستاسي جلالتمآب څخه، چي علمي مقام ته به مو ترابده احترام لرم، په ډېر درنښت هیله کوم چي زما استعفاء منظوره کړی.»

جهاني پر خپلې رسمي فیسبوک پاڼې لیکلي چې استعفا لیک يې ولسمشر ته د روان کال د لړم د میاشتې پر اتمه نېټه استولی او هغوی لوستی خو تر نننه پورې د هغوی له خوا ورته ځواب نه دی ورکړل شوی او دوی له همدې کبله نور ځنډ لازم ونه باله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خبپلواک

عبدالباری جهانی چه څه غوښتل د وزارت هغه شهرت یی تر لاسه کړو کوم چه دغه ارمان یی د روسانو او کمونستانو په دوره کی نه وو براورده شوی یعنی له روسی مور ورته امریکایی دایی ډیره ګټوره ثابته شوه ، بل څه چه می پکی وموندل د ځان خوندی ساتلو د پاره می په کی لږ څه هوښیاری ولیدله ، علومی به ویل چه اوس طالبانو ته د ولسوالیو دتسلیمی وخت دی ، له دی وروسته به د ولایتو وار او له هغه وروسته به د کابل د ارګ دروازی ټنګول کیږی دا به هغه وخت وی چه مونږ… نور لوستل »

pattang

جهاني صیب زه ډېر درڅخه ګیله مند وم چې تا ولې په اشغال شوي فاسد رژيم کې دنده واخیسته !
خو اوس ترې لاړې ډيره ښه پرېکړه دې کړې الله دې صحت درکړي ! او خدای پاک دې اولس دې فاسدینو ته پورته کړي چې ټول وځړوي !!

محمد

جهانی څخه ګیله کول ډیر بیځایه ده ځکه چې هغه دکمونسټانو د پاره کار کوی او خپله هم د اسلام پر ضد داسی اشعار وایی چې دده دښمني د اسلام او مسلمانو سره د ورایه ښکاری

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x