شعـــــرونه

د قرآن توري/ طارق خوږياڼی

طارق خوږياڼی

له مفهوم اومـعـنا ډک دی هريو تورې
دعـُلوموسـتر مــدرک دی هريو تورې

سـپينـو وړانګو یی دنیا رڼا رڼا کړه
په اُفـُق خــتلی څرک دی هريو تورې

انسُ وجِن یی چی له مثل نه عاجزدی
ډيروســیع لکه فلــک دی هريو تورې

له هروخت اوهرزمان سره سمون خوري
په هــدف لـکه جَوَک دی هر يو تورې

انــسـانانو کی حامل یی عزتمند وي
سپين پړقيږي زرورک دی هر يوتورې

مؤمنـانوته رحـمت، عــزت، وقـار دی
دباطل زړګي ته شړک دی هريو تورې

له تغير، تبديل، تحويل څخه محفوظ دی
بس په هـره معـنا کلک دی هريو تورې

زه طـارق ورپـسـی ډیره مــوده ګرزم
سیپارو کی رانه ورک دی هريو تورې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x