ټولنیزه برخه

له الله جل جلاله سره د جنید بغدادي رحمه الله مینه

ژباړه : قاري حکیم الله صابري

یو ځل د حج په وخت کې، د الله جل جلاله دوستان (اولیاءالله) په مکه کې سره راټول شول؛ په دوي کې تر ټولو کم عمره جنید بغدادي رحمه الله و ، په غونډه کې د بحث موضوع “له الله سره مینه” وه او دا چې د الله جل جلاله عاشق څوک دی ! ډیرو پر موضوع خپل خیالات څرګند کړل خو جنید رحمه الله غلی پاتې شو، آخر یو څه ویلو ته اړ ایستل شو.

جنید رحمه الله دا چې سر یې ټیټ او له سترګو یې اوښکې روانې وې، وویل : “د الله جل جلاله عاشق هغه څوک دی چې خپل ځان هېر کړي، د ټولو اړتیاوو په پام کې نیولو سره د الله جل جلاله په یاد کې بوخت وي؛ الله جل جلاله د زړه په سترګو ګوري چې د الله جل جلاله د یرې نه سوځي؛ د الله جل جلاله یاد ورباندې د شرابو د یوې پیالې په څېر اغیزه کوي، هغه د الله جل جلاله نوم داسې اخلي ته وای چې الله تبارک و تعٰلی د هغه د خولې نه خبرې کوي؛ که حرکت کوي نو د الله جل جلاله په حکم یې کوي؛ د ذهن آرام او سکون یواځې د الله جل جلاله په اطاعت کې لاسته راوړي؛ او کله چې دې پړاؤ ته ورسېږي، د هغه خوراک، څښاک، ویده کېدل، پاڅېدل او لنډه دا چې ټول عملونه یې د الله جل جلاله د رضا لپاره وي؛ هغه دنیاوي رواجونو ته نه ګوري، نه هم د خلکو مخالفانه نیوکو ته اهمیت ورکوي.”
“دغه پړاو د تصوف رښتنی مرحلي دی”

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khushal

دروند ورور صابری صاحب السلام علیکم ! ستاسی لیکنه ډیره اموزنده وه ، الله ج دی اجرونه درکړی ، مګر د لیکنی تر ټولو اخری جمله کی مو لیکلی چه [ دغه پړاو د تصوف رښتنی مرحلي دی”] که ستاسی هدف له تصوفه د هماغه تصوف د لغت هدف وی څه به ورته وی مګر ښه لغت ورته تقوی کاریدلی شی یعنی له الله ج ویره او د الله ج له رحمت هیلی ته تقوی وایی مګر تصوف منحیث لغت هم شاید رد نه کړی شو مګر هغه تعریف چه د الله ج د عشق د پاره لیکلی د تصوف… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x