امریکا: فلوراډو ایالت کې د ډزړ له امله دوه زده کوونکي ټپیان شول
کولوراډو: د متحده ایالاتو په کولوراډو ایالت کې يو زده کوونکي پر دوو نورو ډزې وکړې چې له امله يې دوه زده کوونکي ټپيان شول او برید ګر هم ځان وواژه.د کولوراډو پولیس وايي چې انټي نل ښار کې يو زده کوونکي پر خپلو دوو ملګرو ډزې کړي او دواړه يې ټپيان کړي دي او برید ګر هم خپل ځان وژلی دی.له پېښې وروسته پولیسو تعمیر خالي کړی او د سیمې ټولې ښوونځۍ يې تړلي دي. د امريکا ولسمشر اوباما هم له یادې پيښې خبر شوی او د پلټنې امر يې ورکړی دی. د يادنوې وړ ده چې تېر کال هم په همدې سیمه کې پر يوه ښونځۍ د ډزو له امله ۲۶ زده کوونکي وژل شوي وو.