د ولسمشر غني بي پایلو پلاوي

نن ټکی اسيا- سرليکنه

د کندوز فاجعې په وړاندې تر سختو غبرګونونو وروسته ولسمشر غني مجبور شو چې یاد ولایت ته د فاجعې د څیړلو په اړه تحقیقاتي پلاوی ولیږي.

د ملي یووالي حکومت له جوړیدو راهیسې ښايي د ولسمشر غني تر ټولو زیات فعالیت د بیلابیلو قضایاوو د څیړلو په موخه د تحقیقاتي هیأتونو ګمارل وي.

خو داسې ښکاري لکه په دې اړه چې د ښاغلي غني مسؤلیت یواځې د هیأتونو ګمارل وي ؛ نه د هغوی څیړنو په ترڅ کې د پایلو تر لاسه کول.

ځکه له تیرو دوه نیمو کلونو راهیسې تقریبا داسې ورځ نه ده تیره شوې چې ګډ حکومت دې د یوې قضیې د څیړلو لپاره پلاوی نه وي ګمارلي ، خو د هغو ټولو له جملې څخه ښايي د بیلګې په توګه هم داسې یوه قضیه پیدا نه شي چې د هغې د څیړنو پایلې دې هم معلومې او په اړه يي د حکومت پریکړه اعلان شوې وي.

که یواځې په تیرې اونۍ کې په اروزګان ، ننګرهار او کندوز کې د امریکايي ځواکونو په بمبارۍ کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د ولسمشر غني هیأت ګمارنې ته وکتل شي نو هلته به ولیدل شي چې له دری واړو مواردو څخه د یوې هغې هم نه د څیړنو پایلې مالومې شوې او نه هم د هماغو پایلو په اړه د ولسمشر پریکړه .

دا مختلف عوامل لري چې اساسي هغه یې د ولسمشر بیواکي او د پیښو تسلسل دی.

ځکه مونږ ګورو چې یواځې په یوه اونۍ کې دري داسې پیښې رامنځته شوې چې په ترڅ کې یې کم تر کمه ۷۰ کسان مړه او تر ۱۲۰ تنه زیات ژوبل شوي ، نورې هغه پیښې لکه په غور ولایت کې د غیر مسؤلو وسله والو له لوري د ۳۴ تنو کلیوالو وژل ، د پروان ولایت په رسمي محفل کې د ملي سرود په ځای د شمالي ټلوالې سرود غږول، د جنرال دوستم له لوري پر حنیف اتمر د قتل الزام لګول، د ظاهر قدیر له لوري پر حکومتي چارواکو د داعش پالنې تور او … خو هغه لانجې دي چې ولسمشر یې کله هم د څیړنې په غرض د هیأت ګمارلو جرأت نه کوي.

د ولسمشر غني په هیأت ګمارلو کې د هیښتیا وړ بله خبره دا وي چې د یوې معلومې قضې د څیړلو لپاره مجهول النتائجه او بي صلاحیته پلاوي ټاکي، مثلا د کندوز د وروستې فاجعې د څیړلو لپاره يي تر هغه وروسته د هیأت لیږلو امر وکړ چې ښاغلي ډاکټر عبدالله او دولت وزیري مخکې ترمخه د یادې فاجعې رامنځته کیدل په سیمه کې د طالبانو موجودیت توجیه کړ.
دا چې د حکومت د اجرائیه مشر په څیر مهم مقام د پیښې مسؤل کسان مشخص او د پیښې لامل هم واضح کړې بیا هلته د څو بي صلاحیته دولتي مامورینو لیږل څه مانالري؟

لکه د نورو سلګونو لانجمنو قضایاو په اړه چې د ولسمشر د سلګونو ګمارل شویو هیأتونو د څیړنو نتائج نامعلوم پاتې شوي همداسې به د کندوز د بوږنوونکې فاجعې پایلې هم نامعلومې پاته او په دې ډول به د ولسمشر غني د بیواکه حکومت پنځه کلنه موده پایته رسیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
faheem
میلمه
faheem

په دی اړه زما ارزونه ! لمړی : ع او غ او د هغوی ټولی اداری ته چه د دوی لاندی کار کوی ، دوی بی واکه نه بلواکه دی . بی واکه د خپلواک او بلواک منځ کی قرار لری بی واکه په دی معنی چه دوی غواړی کوم مثبت عمل ترسره کړی مګر واک نه لری په داسی حال کی چه دوی بلواکه دی یعنی هر څه د هغو بادارانو به اشاره او قومانده ترسره کوی چه دوی یی په زوره ټومبلی او په دی مظلوم اولس یی د برچی په زور تحمیل کړی . دوهم : تاسی… نور لوستل »

khushal
میلمه
khushal

د ډونالډ ترمپ د خبرو یاخطابی وخت کی د لویی او شهادت ګوتو راټولولو په اړه می د یوټوب کی د امریکایانو له خوا یوه ویدیو لیدله او اوریدله د هغه دغه کار یی د فریی میسنری ( یهودی ماسونیزم ) سمبول ګڼلی او د فری میسنری ڼور غړو دغه ګوته به دغه ډول نیول یی مثال راوړی ، فری میسنری ډیر سمبولونه لری دغه کارییی د مشهور سمبولو څخه دی او یوه ځانګړی معنی لری یعنی دغه حالت د انګلیسی ۶۶۶ ( 666 ) سره مقایسه کوی دغه عدد د لوی شیطان ( دجال ) معنی هم لری یعنی… نور لوستل »