اسلامي فتوحات: په سمندر کي د مسلمانانو لاس ته راوړني او سوبي (۵)

 عبدالمالک همت

     څنګه چي مسلمانانو شام او مصر تر خپلي ولکې لاندي راوستل او د لوېديځ پر لور يې د افريقې په ټول ساحل کي د فتوحاتو لړۍ روانه کړې وه، نو په دې توګه ټول روم سمندرګى د دوى تر اغېز لاندي راغى. د روم سمندرګي پر اوبو باندي لومړى روميانو واک درلود، خو اوس مسلمانان هم په دې اوبو شريک وه او غالب ځواک باله سو. په پيل کي مسلمانانو د روم سمندرګي په څنډو کي د وچو سيمو دفاع کول، خو اوس هغو د دې سمندرګي د اوږده ساحل د دفاع لپاره د سمندري پېړيو جوړولو په تکل کي سول. تر دې وروسته چي مسلمانانو پر روميانو باندي هرڅونه بريدونه کړي دي، په هغو کي يې سمندري بېړۍ استعمال کړي دي.  

     د حضرت عثمان رضي الله عنه د حکومت په وختو کي حضرت امير معاويه رضي الله عنه د اسلامي سمندري ځواک بنسټ کښېښود. د بېړيو بېل بېل جوړښتونونه په اسکندريه او عکا کي رامنځ ته سول او په اريانوونکې چټکتيا سره د مسلمانانو سمندري ځواک د دې وړتيا وموندل چي په٣٢هـ./ ٦٥٢م. کال يې پر اسکندريه باندي د رومي سمندري بېړۍ بريد ناکامه کړ.

     د مسلمانانو سمندري ځواک صرف په دوو کالو کي دونه ځواکمن سوى وو  چي په ٣٤هـ./ ٦٥٤م. کال د فونيکس يا فنيقې (Phoenix / Finke) پر څنډه ليقيه (Lycian Coast) کي د بصر بن ارطات ، په بل روايت د عبدالله بن سعد بن ابي سرح په مشرۍ د ”ذات الصواري“ په نامه سمندري جګړه د روم ( د مديترانې ) په سمندرګي کي د روم د سمندري پوځيانو سره وسوه. مسلمانان په دوو سوو بېړيو کي سپاره وه، خو.د روميانو د بېړيو شمېر د هغو د ستري سمندري بېړۍ په شمول له ٥٠٠ څخه تر ٧٠٠ پوري اټکل سوى دى.

     په دې جګړه کي د روميانو ټولواکمن کنسټنټاين ( د هرقل زوى) په خپله د رومي بېړيو قومانداني پر غاړه اخيستې وه. د عربو سمندري بېړيو د روميانو د سمندري بېړۍ پنځه سوه وړې بېړۍ له منځه يووړې، روميانو ته د جنګ هيڅ فرصت په لاس ورنه غى. ټولواکمن ټپي سو او په ډېر تکليف په تېښته بريالى سو او ځان يې وژغورى. په دې توګه دغه لومړۍ سمندري جګړه د يرموک دوهم جنګ جوت سو، د بېزنتين سمندري ځواک يې پاش پاش کړ او پر روم سمندر باندي يې د روميانو اته سوه کلن تسلط ته خاتمه ورکړه. (اسلام، پيغمبر اسلام ٨٩مخ اواٹلس فتوحات اسلاميه ٢٧٥ مخ ).

د روم د سمندر ټاپوګان :  

     د دې جګړې په پايله کي د روم سمندرګي په ختيځ او لوېديځ کي ټول واړه او لوى ټاپوګان يو په بل پسې د مسلمانانو تر ولکې لاندي راغله. د قبرص ټاپو د حضرت امير معاويه رضي الله عنه د حکومت په پېر کي په ٣٣هـ./ ٦٥٣م.کال فتح سو. روډس په ٥٢هـ ./ ٦٧٢م.کال فتح سو. په عباسي پېر کي پر اقريطش )کريټ؛ (Creteباندي له ٢١٢هـ./٨٢٧ ع.کال څخه تر٣٥٠هـ ./ ٩٦١ع.کال پوري عربي امارت ټينګ سو. پر صقليه ( سيسلي) باندي بنو اغلبو له ٢١٢هـ / ٨٢٧ع. کال څخه بريدونه پيل کړل او تر٢١٣هـ / ٨٢٨ع.کال پوري ټول ټاپو د اسلام تر ولکه لاندي راغى. د دې ځاى د نيولو کار نامتو عالم قاضي اسد بن فرات رحمة الله عليه ته وسپارل سو. هغه د لسو زرو سرتېرو سره چي زيات يې خراسانيان او لږ يې بربر او اندلسيان وه د يونيم لکو رومي منظمو پوځيانو سره وجنګېد او صقليه يې فتح کړه. دغه اتل قاضي چي خپله هم خراسانى وو وروسته هلته په يوه جګړه کي شهيد سو.( اسلام، پيغمبر اسلام٨٩مخ، تاريخ ملت ٣/ ٢٠٨مخ، اٹلس فتوحات اسلاميه٣٠٠مخ او العرب في صقلية ١/ ٣٢مخ ).

     بيا له دغه ټاپو څخه اسلامي پوځونو پر ايټاليه باندي بريدونه پيل کړل. په يوولسمه عېسوي پېړۍ کي د ايټاليې په اپوليا کي دوه اسلامي امارتونه د لنډ وخت لپاره جوړ سول. د عربو تر بريدونو لاندي نه يوازي سهيلي ايټاليه او نيپلز ( اوس د ايټاليې د کيمپانيا د ايالت مرکز ) راغلي وه، بلکي پخپله روم هم په ٨٤٦ع.کال د دوى تر بريدونو لاندي راغى. د روم د سمندرګي دوه نور ټاپوګان سارډينيا او کارسيکا هم دغه مهال فتح سول. په ٢٥٦هـ ./ ٨٦٩م.کال مالټا هم فتح سوه.

     له اوسنيو څېړنو څخه جوته سوې ده چي په يونان کي هم مسلمانان تر ډېره مهاله واکمن پاته سوي دي. د مايلز د څېړنو سره سم د يونان په بېلو بېلو ښارونو کي، لکه اټيکا (Attica)، کورينت (Corinth)او آتن(Athens)کي د عربو د مستقل اوسېدو نخښي او آثار تر لاسه سوي دي. قسطنطنيې ته نژدې د باسفورس پر څنډه باندي هم د يوه مسجد آثار پيدا سوي دي.

     په دې توګه تر لسمي عېسوي پېړۍ پوري نيمه عېسوي نړۍ د مسلمانو فاتحينو تر واک لاندي راغله. پر روم سمندرګي باندي چي تر اوومي عېسوي پېړۍ پوري يوازي رومي رپۍ رپېدى اوس د مسلمانانو تر ولکه لاندي راغلى وو. پر دې سمندرګي باندي د مسلمانانو ولکې د عېسويانو تسلط ته خاتمه ورکړه. د عېسوي ځواکونو تګ راتګ يوازي په ساحلونو کي محدود پاته سو. ( اسلام، پيغمبر اسلام٨٩مخ، د Miles G.C.;The Circulation of Islamic Coinage from 8th Century in Greece, Vol II, pp.485-498 او نورو په حواله ).

     د يادوني وړ ده چي د لنډون په پام کي نيولو سره د ډېر شمېر هغو کوچنيو ټاپوګانو په هکله چي د مسلمانانو لخوا په بېلو بېلو وختونو کي فتح سوي دي له يادونو څخه تېر سوو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د