ادبي لیکني

د لندن خوب «لنډه کيسه»/ جانان خدرخېل

 جانان خدرخېل

اجمل له ډېر وړوکوالي نه د لندن او برمینګم له نومونو سره اشنا و او خوند یې ور کوو، لامل یې دا و چې د ده د مشر تره کور هملته و او اجمل به تل د خپل تره له بچیانو سره د لندن د رڼاګانو او برمینګم د ښکلاګانو په اړه خبرې کولې، نن ورځ د اجمل په ژوند کې یوه له ښو او نېکمرغو ورځو څخه وه، هغه ځکه چې دی په ډېر کم لګښت او ډېر لږ وخت کې د خپل ارمان تر منزله رسېدلی و، په لاره کې نه و ځورېدلی او د خپل خیال او هوس مطابق تر برمینګم پورې رسېدلی و.

دا باراني ورځ وه او هوا نسبتاً یخه وه، اجمل د خپل تره له زوی سره په چکر وتلی و، میده میده باران ورېده او دوی دواړه تر یوې چترۍ لاندې روان و، اجمل د افغانستان د ککړې هوا، ګردونو او چکړو نکلونه کول او د تره زوی یې بیا د برطانیې د ښایسته هوا، پاک چاپیریال او صفا موسم کیسې ورته کولې، اجمل له هرې خبرې سره خندل او د برېښنا (پېلبو) له پړکو یې بېل خوند اخیست.

لومړی ځل و چې اجمل په یو ښکلي پارک کې ولاړ و، تک تور پتلون او سپین شټ یې پر تن و، هغه خپله چپه پښه د یوې ګلدانۍ په څنډه ایښې وه، د چپ لاس څنګل یې په چپ ځنګون لګولې وه او د ښي لاس دوه ګوتې یې د خوښۍ او بریا په دود نېغې او خلاصې نیولې وې، د تره زوی یې عصري اوسېدلی و او د انځور اخیستلو ځانګړی مهارت یې درلود، هغه په موبایل باندې د اجمل عکس واخیست او بېرته یې د اجمل موبایل ته ور ولېږه.

دوی دواړه د پارک په څنډه کې یوه ریسټورانټ ته ورغلل، د ریستورانت پاکوالی او ځلا د اجمل ډیر خوښ شو، د تره زوی ته یې وویل: ښه خوندوره قهوه را وغواړه، هغه د ریستورانت ځوانه کار کوونکې د لاس په اشاره را وغوښته، ځوانه نجلۍ په چټکو ګامونو راغله د دوی مخ ته ودرېده، لاسونه یې پر مېز کېښودل او دوی ته یې په مُسکا ښه راغلاست ووایه.
دوی خپل فرمایش ورکړ، هغې سترګه ووهله او د ‹‹اوکې›› په ویلو سره بېرته ګړندۍ روانه شوه، اجمل آمین ته وویل: أمینه! دا نجلۍ خو په اداګانو کې کټه مټه مریم ته ورته ده.

مریم د اجمل د مشر ماما کشره لور وه، هغه په ښوونځي کې تر اجمل یو کال وروسته او د لسم ټولګي زده کونکې وه، مریم لایقه نجلۍ او د خپل ټولګي اولنمره هم وه، د دوی دواړو له یو بل سره ډیره زیاته مینه وه، د مریم پلار د اجمل مور ته ویلي و چې کله دوی دواړه له ښونځي نه فارغ او هر یو د لوړو زده کړو لپاره د خپلې خوښې پوهنځي ته بریالي شي نو د دوی دواړو (مریم او اجمل) کوژدن به هم سره کوي.

اجمل موبایل کې ګوتې وهلې او خپل نوی انځور یې فیسبوک ته پورته کړ، یوازې همدومره یې ورسره ولیکل “برمینګم”.
ځوانې نجلۍ قهوه راوړه، اجمل خپلې سترګې په نجلۍ کې ټومبلې وې، ګیلاس یې له لاسه ولوېد، اخخ یې وکړ، ګیلاس پسې یې لاس واچوو او له همدې سره د خپل لاس په درد باندې له خوبه راویښ شو، چې کتل یې نو څنګ ته پروت ملګری یې د ده په ژوبل لاس باندې ور اوښتی و.

اجمل خپل ځان د ایران په یوه زندان کې ولید چېرته چې تېره ورځ دی له نورو ملګرو سره ور وړل شوی و، اجمل د ایران سرحدي عسکرو یوه مرمۍ ویشتلی و، د هغه کیڼ ورون زخمي و او لاس یې له موټر نه د لوېدو پر وخت مات شوی و، هغه یو خوا بلخوا وکتل، ټول زخمیان ملګري یې له نظره تېر کړل؛ اسلم ور په یاد شو چې د ده کلیوال، همزولی او خاص ملګری و، أسلم تېره ورځ د ایراني عسکرو په ډزو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی و، هغه یتیم او د دوو خویندو یوازینی ورور و.
د اجمل سترګې له اوښکو ډکې شوې؛ مور یې ور په زړه شوه چې په وروستي ځل یې د ایران او افغانستان په سرحد کې اړیکه ورسره نیولې وه.

تر ټولو زیاته دردونکې خبره د اجمل لپاره دا وه چې مور یې ورته ویلي و: زویه! پرون مو خپل کور د دې لپاره خرڅ کړ چې ستا د تګ لپاره پور شوې پیسې خلاصې کړو او ستا د لارې مصارف برابر کړو، نن له خپله کوره وځو او د کرایه کور مو نیولی دی او بل دا چې مشر ماما دې څنګه ستا له تګ نه خبر شو نو مریم یې خپل وراره (سعید) ته کوژدن کړه، له همدې سره د اجمل او مور تر منځ یې تلیفوني اړیکه غوڅه شوې وه او د هغه په ذهن کې مریم ـ سعید ـ کوژده ـ زوړ کوړ ـ پور پیسې او……تاوېدل.
اجمل سوړ اسویلی وکیښ، مات لاس یې را ټول کړ، د شدید درد احساس یې کوو، ډیر کوښښ یې وکړ چې سترګې پټې کړي او بېرته ویده شي خو خوب یې وتښتېد.

پای
۱۳۹۵/۸/۱۵

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x