افغانستان

د ارغنداب اوسېدونکي: امنیتي ځواکونو مو شخصي موټرسایکلان راڅخه بیولي دي

نن ټکی آسیا: له زابل نه په را رسېدلې خبر کې ویل شوي، چې د هغو عملیاتو په ترڅ کې چې وړمه ورځ د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې په لاره اچول شوي ول، د ملکي وګړو ۸ عرادې موټرسایکلان سوځول شوي او ۱۴ نور نیول شوي.
د سیمې اوسېدونکو له نن ټکي آسیا ویب پاڼې سره د خبرو پر مهال وویل، چې د ملي اردو او ملي عسکرو سرتېرو د دوی په کورونو په زور ور ننوتلي او په ماشومانو کې یې سخته وېره خپره کړې.

دوی زیاتوي،چې امنیتي ځواکونو ورسره خورا ناوړه چلند کړی.
د عبدالله په نوم یو تن وویل،چې امنیتي ځواکونه د عملیاتو او تلاشیو پر مهال یوازې او یوازې په موټرسایکلانو پسې ګرځېدل،چې په همدې لړ کې يې ۸ موټرسایکلانو ته چې زیاتره یې زاړه او ډېر نوي نه وو، په سېمه کې اور ورته کړ او څوارلس نور یې له ځانه سره یووړل.
د یادونې وړ ده ،چې د روان کال له پیله د زابل په ښار او ورڅېرمه سېمو کې د امنیتي ځواکونو له لورې د موټر سایکلو پر سپرلۍ بندیز دی او په لسهاوو سرغړونکو ته خپل موټرسایکلان د دوی په مخکې سوځول شوي او یا ترې ضبط شوي دي.
تر اوسه د زابل امنیتي چارواکو په دې باب له څه ویلو ډډه کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x