شعـــــرونه

نعتيه غزل/ شيکن خروټي

شېکن خروټی

څومره! ښه دي، څومره! ښه دي هغه خلګ
چې په څنګ کې دې پراته دي، هغه خلګ

پیغمبره! چې دې زړه ته در نږدې وو
په ارمان درپسې مړه دي هغه خلګ

د نړۍ سپک شوي خلګ یې سپک ګوري
ګني غرونه دي، درانه دي هغه خلګ

اوس هم سر په سر ګوزار خوري، او زغمي یې
اوس هم کلک دي، پښتانه دي هغه خلګ

ستا په دین او شریعت نړۍ ته ګواښ دي
نور نو څه دي؟ او په څه دي هغه خلګ؟

ستا خاطر دی ستا لپاره پرې مین یم
په شېکن تر ځان خواږه دي هغه خلګ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx