fbpx

ځینې چلندونه چې باید والدین د خپلو اولادونو په اړه، هغو ته ځانګړی پام وکړي

ژباړه : عطا محمد میاخېل

۱ ـــ په خپل ماشوم باندې تور مه پورې کوئ .

۲ ـــ خپل ماشوم له نورو ماشومانو سره مه پرتله کوئ .

۳ ـــ د هغه د توان له کچې څخه لوړه هیله ترې مه لرئ .

۴ ـــ ماشوم مو له خپل دننني او بهرني طبیعي ځواک څخه مه بې برخې کوئ .

۵ ـــ د خپل ماشوم له بریده زیات ملاتړ څخه ډډه وکړئ .

۶ ـــ د هغه پرځای تصمیم مه نیسئ او د هغه پرځای یې ستونزې مه حل کوئ .

۷ ـــ د زړه خوږي له احساس او ملاتړکوونکي ښېکلتوب څخه ډډه وکړئ .

۸ ـــ د نورو په ځانګړې توګه د همزولو په وړاندې یې له غندلو څخه ډډه وکړئ .

۹ ـــ د امکان تر بریده هڅه وکړئ، چې بدني سزا ورنه کړئ .

۱۰ ـــ له رټونکو او سپکو کلمو څخه ډډه وکړئ .

۱۱ ـــ هغه ته د کرکې، کینې او غچ اخیستنې احساس مه ورکوئ .

۱۲ ـــ د ماشوم په وړاندې د ښوونځي په قوانینو او مقرراتو باندې ملنډې مه وهئ .

۱۳ ـــ د ماشوم عاطفي ستونزې د هغه په وړاندې مه بیانوئ .

۱۴ ـــ له هغو ډالیو او انعامونو څخه ډډه وکړئ، کوم چې د بډو او باج غوښتنې بڼه لري .

۱۵ ـــ په ځانګړې توګه په جنسي مسایلو کې ماشومانو ته د ژر یا ځنډ رسېدونکو روزنو څخه په کلکه ډډه وکړئ .

۱۶ ـــ د ماشومانو د اړتیاوو له ځپلو څخه ډډه وکړئ .

۱۷ ـــ له خپلو ټولو اولادونو څخه د یوې تګلارې پرمټ یو شان چلند مه کوئ او یو شان هیله هم مه لرئ .

۱۸ ـــ د ماشوم په وړاندې د خپل ځان او خپلې مېرمنې ترمنځ له شخړې او جګړې څخه په کلکه ډډه وکړئ .

۱۹ ـــ له ماشوم سره د هغه د درسي ستونزو په هوارولو کې تل مرسته مه کوئ .

۲۰ ـــ د هغه د ځانګړو استعدادونو د پیاوړي کولو له پاره، د ژمنو له ورکولو څخه ډډه وکړئ .

۲۱ ـــ د جنسي مسایلو په اړه د هغه پوښتنې او ځیرکتیاوې مه ځپئ .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د