fasad

د فساد په خپراوي کې د رسنیو رول

د ليندۍ ١٨ مه، په ټوله نړۍ کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د ورځې په توګه نمانځل کېږي، په افغانستان کې دا ورځ په داسې حال کې  ونمانځل شوه ، چې د روڼتيا  نړيوال سازمان (Transparency International) افغانستان په نړۍ کې لومړى مفسد هېواد اعلان کړ.

د امریکايي ديمکراسي له برکته په افغانستان کې اداري او مالي فساد تر دې کچې رسیدلی چې  نشراتي رسنۍ  یې هم په خپراوي کې بالواسطه پراخ لاس لاري .

د دغو رسنیو له جملې څخه یوه هم خبریال ویب پاڼه ده چې دروان ۱۳۹۲ هجري شمسې کال د ثور د میاشتې په ۱۳ نیټه یې له خپله لورې د یوې ترسره کړې سیالې له مخې  د کرزې ادارې ۵ تنو والیانو ته  د هغوئ دحسن کارکردګي له امله  د سرو زرو مډالونه او ايوارډونه ورکړل .

دخبریال ویب پاڼې د دغو منتخبو غوره  والیانو له جملې څخه یو هم  د کرزي سلاکار او د پکتیاولایت والي ښاغلی جمعه خان همدرد وه . ښاغلی جمعه خان همدرد  دخبریال ویب پاڼې دغوره والي په توګه هغه څوک دی چې د خبریال د مډال له ترلاسه کولو لیږ موده وروسته د پکتیاولایت اوسیدونکو په یوه سر تاسري لاریون کې  د نوموړي په خلاف د اداري فساد او مالي درغلي تورونه ولګول او د دغه لاریون رپوټ هم یوې بلې مشهورې رسنۍ  ـتاند ویب پاڼې په دا سې تورو سره خپور کړ :

((د پکتيا ولايت په مرکز ګرديز کې نن  دوشنبه د دې ولايت والي جمعه خان همدرد په ضد او پلوی لاريونونه وشول.

دلاريون کوو نکو لومړۍ ډلې،چې شمير ېې د۷۰ په شاوخوا کې وو په والي تور لګاوه ،چې په فسادکې ښکيل،دبيارغونې کارونه ېې له خنډ سره مخ کړي ،او د قومونو او ډلو تر منځ بې اتفاقۍ ته لمن وهي. ))

د ښاغلي جمعه خان همدرد په خلاف د عامو پکتیاوالو تر دغه ولسي لاریون څو میاشتې وروسته  د یاد ولایت  یوشمیر د ولايتي شورا وکيلانو او ځينو نورولايتي چارواکو رسنیو ته  هغه اسناد ښکاره کړل چې د دې ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست يوازې په يوه پروژه کې د دوسوه زره امريکايي ډالرو د غلا ثبوت یې ورکاوه .

دا ښکاره خبره ده چې غلا یا په اصطلاح  مالي فساد دولایت په کچه یوازي یوې اداري ته  ترهغو ناشونی دی تر څو ښاغلي والي ورسره لاس نه وي پټ کړی .

زمونږ اصلي خبره  د فساد  په مخنیوي او خپراوي کې د رسنیو درول په اړه وه ، د خبریال ویب پاڼې لخوا  د جمعه خان همدرد دغواره والي په توګه انتخابول او بیا هغه ته د سروزرو مډال ورکول  په مستقیم ډول له هغه سره په اداري فسادکې د خبریال  د ښکیلتیا مانا ورکوي ؛ ځکه  هغه څوک چې د ښاغلي همدرد ترواکمنۍ او عدالت لاندې ژوند کوي هغوئ  په ملموس ډول د نوموړي  د فساد او ناسمې ادارې ژوندي اسناد وړاندې کوي ، چې هماغه اسناد قضاء او عرفا د خبریال ویب پاڼې تر انټرنیټي سیالۍ  معتبر ګڼل کیږي  چې له مخې یې په  ښاغلي همدرد د یوه فاسد او نا آهله والي الزام حقیقت پیداکولای شي .

عبد الرحیم (ثاقب)

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د