افغانستان

د پلچرخي محبس دوه تنه ناروغ بنديان وفات شوي دي

نن ټکی اسیا (سې شنبه، لړم ۱۸مه، ۱۳۹۵ل): د هيواد په زندانونو کې د نورو ستونزو تر څنګ بنديان له ناوړه روغتيايي حالت سره مخ دي او د دوی درملني ته نه توجه ددې لامل شوې چی يو شمېر ناروغ بنديانو خپل ژوند له لاسه ورکړي.

د دغه بهير په دوو تازه پېښو کی د رواني نومبر مياشتي پر ۴ او ۵ نېټو دوو تنو ناروغو بنديانو خپل ژوند له لاسه ورکړي دی .

د هلمند ولايت د مارجې ولسوالۍ د تريخ ناور سيمي اوسېدونکی ملا امين الله د مولوي عبدالاحد زوی چْ له نيول کېدو وروسته  د سختو شکنجو او وهلو له امله مريض شوى وو د نومبر پر ۴ نېټه (جمعه، لړم ۱۴مه،) د کابل په انتاني روغتون کي وفات شو ، نوموړي ته دا تعذيبونه د هلمند په ملي امنيت کي ورکړل شوى وو او بيا د لښګرګاه زندان ته انتقال شوى وو ، دی په لښګرګاه محبس کي له ۳ کالو تېرولو وروسته ۷ مياشتي مخکي پلچرخي زندان ته انتقال شوی وو.

دوهم تن موسی جان د ګل محمد زوی د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکی وو چي د نومبر مياشتي پر پنځمه نېټه (شنبه، لړم ۱۵مه،) د پلچرخي محبس د سرطبابت په اړوند کلينک کي وفات شو، که څه هم نوموړی بندي له ډېري مودې راهيسي د ټي بي له ناروغۍ کړېده خو بيا هم د زندان چارواکو دده صحي وضعيت ته پاملرنه ونکړه او بالآخره له ۲ کالو او ۷ مياشتو بند تېرولو وروسته وفات شو.

د نوموړو بنديانو کورنۍ وايي چي دوی ډېري هڅي وکړې تر څو په شخصي ډول خپلو بنديانو ته د درملني چاره برابره کړي خو په وينا يې چي دولت له دوی سره په دې چاره کي همکاري نه کول او ستونزي يې ورته جوړولې پداسي حال کي چي د زندان چارواکو د دوی د ناروغانو درملنه خپله هم نه کوله .

نن ټکي آسيا ته رسېدلي معلومات ښيي چي همدا اوس په بګرام زندان کي سلګونه داسي کسان بنديان دي چي مختلفي شديدي ناروغۍ لري او د درملني لپاره يې د زندان چارواکو کومه هڅه هم نه ده کړې ، په دغو بنديانو کي يې لسګونه یوازي په ټي بي ناروغۍ اخته دي .

باید وویل شي چې دوه ورځي وړاندي د مشرانو جرګې څخه ټاکل شوي پلاوي د څرخي پله زندان تر لیدلو وروسته ویلي وه چې په زندان کې ۱۴۴ داسي بندیان هم شته چې په لاعلاجه ناروغیو اخته شوي دي، چې باید قانوني چلند ورسره وشي او هغوی خوشي شي.

ددغه پلاوي یوه غړي «نادر بلوچ» ویلي وه چې یو شمېر بندیان په زندان کې مړه شوي هم دي، او زیاته کړې وه چې ټول ۱۴۰۰ داسي بندیان وجود لري چې د هغوی هیڅ برخلیک مالوم نه دی، چې د هغو څخه ۸۰۰ بندیانو خپل د بند موده پوره کړې، نوملړ یې تیار دی خو د خوشي کیدو اوامر یې نه صادریږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x