
حجاب «لنډه کیسه»
ژباړن: شریف خان غیرت
یوه ورځ یوې مېرمنې له خپل خاوند څخه پوښتنه وکړه! په رنګونو کې دې کوم رنګ زیات خوښېږي؟
خاوند یې وویل: تور رنګ مې ډېر خوښېږي.
مېرمنه یې لاړه تور حجاب یې په تن کړ او د خاوند مخې ته ودرېده او ویې ویل: څنګه ښکارم؟
خاوند یې موسکی شو او ویې ویل: کټ مټ د پریښتې په شانتي ښکارې!
څه موده وروسته مېرمن په سپین حجاب کې خاوند ته مخامخ ودرېده او ویې ویل: ښه نو دا ځل څنګه ښکارم؟
خاوند یې په خوښۍ او مینه ناکه لهجه ځواب ورکړ:اووووو ماشاءالله ډېره زیاته ښکلې ښکارې نظر دې نه کړم.
ورځې تېرېدې یوه ورځ یې مېرمن ناڅاپي په بل رنګ حجاب کې راځي او د خاوند څخه پوښتنه کوي: ښه نو دې حجاب کې څنګه ښکارم؟
خاوند یې د تېر ځل په څېر دا ځل د خپلې مېرمنې ډېر زیات صفت او ستاینه وکړه او ورته یې وویل: ډېره زیاته ښکلې ښکارېږې، داسي الفاظ نه لرم چې ستا د ښکلي حجاب ستاینه پرې وکړم.
مېرمن چې خپله ستاینه د خاوند له خولې اوري، ډېره حیرانېږي او له خاوند څخه په ډېره حیرانتیا پوښتنه کوي.
ته نن یوه خبره راته وکه،هغه دا چې ستا د خوښي رنګ تور رنګ ده ،مګر زه چې به په هر رنګ حجاب کې ستا مخې ته راتلم تا به هر ځل زما د حجاب ډېره زیاته ستاینه کوله ولي؟
د خاوند پر شونډو یې موسکا وغوړېدا مخامخ خپلې مېرمنې ته ودرېد او په ډېر ښکلي انداز یې وویل: رنګ مهم نه دی،بلکې ماته مهم ستا حجاب او پرده ده،ته چې به هر ځل ماته په حجاب کې راتللې زه به د هر ځل څخه زیات په تا مئنېدمه .
نو ګرانوو خوئیندو! حجاب او پرده ستاسو د عزت او آبرو د خوندي ساتلوو، تر ټولو ښه ساتوونکی دی.
بې حجابه انجلې د پوست شوي چاکلېټ په څېر ده، پوست شوی چاکلیټ هیڅکله د مچانو له شر څخه په امان کې نه وي.
manana der kha malomat