پلار

ژباړن: شریف خان غیرت

۱ــ کله چې دې پلار تا خپلې تېروتنې ته متوجې کوي نو پوه شه چې پر تا یې زړه خوږېږي او پرې ګران یې.

۲ـ کله چې دې پلار تا له ستونزو سره اموخته کوي او پر تا فشار راوړي ستا خیر او ښېګڼه غواړي.

۳ـ کله چې دې پلار خاموش او چپ ووینې نو پوه شه چې ستا د راتلوونکي په اړه فکر کوي.

۴ـ کله چې دې پلار په تا مصرف کوي نو پوه شه چې ځان بې برخي کوي، او تا برخمن کوي.

۵ـ کله چې دې پلار په خندا کې ووینې، نو پوه شه چې تا هغه خوشحاله کړی دی.

۶ـ کله چې دې پلار تاته په غوسه کیږي نو پوه شه چې تا یې نصحت ته پاملرنه نه ده کړې.

۷ـ کله چې دې پلار د خپلې کوټې ور بندوي، نو پوه شه چې ژاړي.

۸ـ کله چې دې په پلار ور چیغېږې، او په مقابل کې یې په لوړ آواز غږېږې دا په دې مانا چې ته هغه وژنې.

۹ـ کله چې ځان نارامه او خفه ولیدلو، نو پوه شه چې د پلار زړه دې مات کړی دی، او پلار ستا څخه خفه او ناراضه ده.

کله چې  دې پلار وفات کېږي او نور نه شي کولای چې ستاسره خبري وکړي نو پوه شه چې د الله تعالی ستر نعمت دې له لاسه ورکړو،په دې سره به دې په ژوند کې یوه ستره تشه رامنځته شي چې یاده تشه به دې د پلار په یادونو هیڅکله  هم ډکه نه شی.

نو…

د مور او پلار نه دعا واخلئ

د چاچې نشته هغه تل مروړي لاسونه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د