دیني، سیرت او تاریخ

شهید ته شپږ لوی انعامونه

د مشکواة المصابیح د کتاب الجهاد په یوه مبارک حدیث کي د خدای جل جلاله په لار کي شهید شوي ته د شپږو جایزو د ور کړي په اړه  په لاندي ډول ذکر شوي دي.

و عن  المقدام بن معدیکرب  قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم للشهید عند الله ست خصال یغفر له في اول دفعة ویری مقعده من الجنة ویجار من عذاب القبر ویأمن من الفزع الاکبر ویوضع علی رأسه تاج الوقار، الیاقوتة منها خیر من الدنیا و ما فیها, ویزوج اثنتین وسبعین زوجة من الحور العین،  ویشفع في سبعین من اقربائه . رواه الترمذي وابن ماجه

مقدام بن معدیکرب رضی الله عنه  روایت کوي چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل : «الله تعالی شهید ته  شپږ شیان ورکوي هغه دا چي د ویني  د اول څاڅکي توئیدو سره بخښنه ورته کوي ، په جنت  کي خپل مقام  ورته ښکاره کوي  ، د قبر له عذاب څخه نجات ورکوي ، د قیامت په ورځ له هغه لوی ډار څخه امن ورکوي چي اهل النار ته و اور ته د داخلیدو امر کیږي او….، د شهید پر سر باندي د یاقوتو داسي تاج ایښودل کیږي چي تر دنیا او ما فیها غوره وي، دوه اویا حوري چي غټي توري سترګي یې وي ور په نکاح کیږي، او د اویا تنو قریبانو شفاعت به کوي».

وعن ابي هریرة رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله علیه  وسلم الشهید لایجد الم القتل کما یجد احدکم  الم القرصة . رواه الترمذي والنسائي والدارمي .

د نبوي احادیثو ستر شیخ حضرت ابوهریرة رضی الله عنه وایې  چي  نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي :« شهید د قتل دومره اندازه درد نه احساسوي لکه په تاسي یو څوک چي  د کیکي او یا میږي لخوا د  چیچلو له امله کوم درد محسوسوي» .

وعن ابن عباس ان رسول الله صلی الله علیه وسلم قال لاصحابه انه لما اصیب اخوانکم یوم احد جعل الله ارواحهم في جوف طیر خضر ترد انهار الجنة تاکل من ثمارها وتاوی الی قنادیل من ذهب معلقة في ظل العرش فلما وجدو اطیب ماکلهم ومشربهم ومقیلهم قالوامن یبلغ اخواننا عنا احیاء في الجنة لئلا یزهدوا في الجنة ولاینکلوا عند الحرب فقال الله تعالی انا ابلغهم عنکم فأنزل الله تعالی ولاتحسبن الذین قتلوا في سبیل الله امواتا بل احیاء عندربهم یرزقون . رواه ابو داود.

د حضرت ابن عباس رضی الله عنهما څخه روایت دی چي نبي اکرم صلی الله علیه وسلم خپلو اصحابو رضوان الله علیهم ته وویل چي :«ستاسي د هغو وروڼو چي د احد د غزا په ورځ شهیدان شول  روحونه  الله تعالی د زرغونو مرغانو په ججورو کي کښېښودل،  دجنت ویالو ته ولیږل شول د جنت مېوې خوري پکي ګرځي او بیا د سرو زرو هغو قندیلونو ته ستنیږي چي په عرش معلی پوري ځوړند دي ، کله چي دوی دښه خوراک، څښاک او استراحت ځای سره مخ شي نو وایې چي څوک به زموږ وروڼو ته زموږ حال ورسوي چي موږ ژوندي او په جنت کي یو، ددې لپاره چي دوی د جنت تر لاسه کولو ته تشویق شي او د جګړې له میدانه ونه ګرځي، نو الله تعالی ورته ووایې چي : زه به دوی ستاسو له حال څخه خبر کړم، نو وروسته بیا الله تعالی په همدې اړه دغه مبارک ایت نازل کړ چي و لا تحسبن الذین قتلوا في سبیل الله امواتا بل احیاء عندربهم یرزقون. تاسي پر هغو کسانو د مړو ګومان مه کوئ چي د خدای جل جلاله په لار کي وژل شوي وي،  دوی مړه نه بلکي ژوندي دي او د خپل رب له لوري رزق ورکول کیږي ».

سبحان الله ! شهادت څومره اوچت مقام دی او د شهیدانو څومره لوړ شان  دی چي د کائیناتو پالونکی یې د مړو بللو څخه نهي فرمایې ، رزق ورکوي ، د عالم  برزخ له عذاب څخه نجات ورکوي ، د حساب دورځي له هیبته یې ساتي ، ارواحونه یې د جنت په باغونو او قصرونو کي منظرې کوي، د جنت مېوې خوري او د جنتونو په بیلا بیلو منازلو کي سیر وسیاحت کوي.

موږ ته خدای جل جلاله د شهادت تر لاسه کولو خورا ښه  زمان ومکان مساعد کړی دی ځکه  کفارو مو پر هیواد یرغل کړی، اسلامي نظام یې له منځه وړی، په لسهاوو زره مسلمانان یې بندیخانو ته اچولي ، شهیدان کړي اوشکنجه کړي دي .  چي له یوې خوا د همدې متجاوزینو سره جهاد کول فرض عین دی او له بلي خوا که فرضا جهاد فرض نه  مستحب وبلل شي  نو بیا هم نسبتا تر نورو عباداتو جهاد ته د اولیت او اولویت حق ځکه ثابت دی  چي په جهاد کي د لږ وخت فضیلت او اجرونه په نورو عباداتو کي په ډیر وخت او زحمت هم نه شي تر لاسه کیدای .

راځئ چي  د خپل خالق سره پر کړو ژمنو باندي وفا وکړو د جهاد فریضي د ادا کولو په موخه د جهاد مورچلونو ته ولاړ شو خپلي غاړي خلاصي  کړو، د اسلام دښمنانو ته پیغام ولیږو چي مسلمانان دومره بې همته نه دي چي له خپل حریم څخه دفاع کي زړه نازړه دي ، بلکي عملا ورته وښیو چي موږ له مرګه نه ډاریږو د خدای جل جلاله په لارکي شهادت مو لویه ارزو ده او د خپلو اسلافو هغه تاریخي زرینه وینا ورته وړاندي کړو چي :
«موږ د الله تعالی په لار کي د شهادت  سره دومره مینه لرو لکه تاسي چي د شرابو سره ».
 د الله تعالی په دربار کي شهادت دومره منظور او مقبول دی چي که کوم بنده یې دزړه له کومي ترې وغواړي همدا عالي مقام ورکوي ولو که پر خپله بستره یې ملک الموت ته ارواه سپارلې وي .

وعن سهل بن حنیف قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم من سأل الله الشهادة بصدق بلغه الله  منازل الشهداء وان مات علی فراشه رواه مسلم
سهل بن حنیف رضی الله عنه د نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چي هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي : «څوک چي دزړه له کومي له الله تعالی څخه دشهادت غوښتنه وکړي الله تعالی به یې دشهیدانو منازلو ته ورسوي که څه هم پر خپل فرش باندي مړشي ».
یا رب العالمین ! موږ ته توفیق او همت راکړې چي ستا په لار کي په ځان ، مال ، ژبه او قلم سره جهاد وکړو!، یا الله لکه څنګه چي ستا نازولی استازی رحمة للعلمین محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم فرمایې چي دمسلمانو یو ټولۍ به تر قیامته پوري جهاد کوي او خر دجال به وژني موږ د هماغي ټولۍ سره مله وساتې ! یاالله موږ ته ستا په لار کي قبول شهادت را نصیب کړې! امین ثم امین !
ماخذ: [مشکوة المصابیح دوهم جلد کتاب الجهاد]

سید سعید

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x