افغانستان

مجاهد: په افغانستان کې «غیر افغاني مجاهدین» نشته

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۱۸مه، ۱۳۹۵ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د غربي رسنیو او ملګرو ملتونو ادارې هغه راپورونه په کلکه رد کړي چې ګواکي په افغانستان کې بهرني جنګیالي د طالبانو په ملاتړ جنګیږي.

نوموړي ویلي چې د کابل اداره د پردیو په مټو د لړزېدلي رژیم پښې ټینګول او اقتدار غځول غواړي، ځکه داسي غلط معلومات او ادعاوي خپروي.

نوموړي همداراز ویلي چې په سیمه کې امریکا د خپل شتون د دوام او توجیه لپاره سیمه ایز هیوادونه په افغانستان کې د بهرنیو وسلوالو په شتون ویروي، تر څو خپل مالي او ځاني تلفات کم او نور هم په دغه جګړه را ګډ کړي.

نوموړي ویلي چې د کابل اداره او امریکايي ځواکونه بهرنیو موسسو او کارپوهانو ته غلط معلومات ورکوي.

ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د بهرنیانو شتون د ردولو په خاطر څو دلایل وړاندي کړي، چې په لاندي ډول دي:

۱- هغه عرب مجاهدین چې د روس پر خلاف جهاد ته راغلي وه، اوس خپلو هیوادونو ته ګرځېدلي او اکثره یې په منځني ختیځ کې په جګړو بوخت دي، دوی ته تر بل هر ځای هلته ښه حالات مساعد دي.

۲- که چیري بهرنیانو په افغانستان کې شتون درلودلای، نو اوس به امریکایانو او یا هم د کابل ادارې یو وخت په جګړه کې یا مړه او یا ژوند نیولي وای او پر میډیا به یې ښکاره کړي وای.

۳- د داعش په نامه خلکو چې په ختیځ ولایت ننګرهار کې د ستونزو جوړولو هڅه وکړه، افغانانو هغوی رد کړل او اوس کوم لوی تهدید نه شي را منځته کولای.

۴- امریکایان غواړي چې د افغانستان مشروع «جهاد» او مقاومت د افغان ولس پر ځای بهرنیو جهتونو ته منسوب کړي او د افغانانو له برحقي مبارزې او روا غوښتنو څخه توجه واړوي.

۵- د طالبانو سره ولس ولاړ دی، بشري ځواک یې د افغانستان د ولس څخه سرچینه اخلي، د وخت په تیریدو سره دا ثابته شوې هم ده، او همدې ولس امریکا ته ماتې ورکړې، ځکه نو د نورو هیوادونو د بشري ځواک هیڅ اړتیا نه لیدل کیږي.

۶- د طالبانو عمومي تګلاره داده چې نه د بل چا په داخلي امورو کې لاسوهنه کوي او نه هم بل چاته د افغانستان په چارو کې د لاسوهني اجازه ورکوی.

۷- طالبان په ټول هیواد کې یو نظامي تشکیل لري او د هغه له مخې د تپل شوي نظام او امریکایانو پر ضد عملیات کوي، نور هیڅ تشکیلاتو ته اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې فعالیت وکړي.

نوموړي ویلي چې مونږ پر غربي هیوادونو غږ کوو چې د امریکایانو پر بهانو دي د هغوی سره همکاري نه کوي او نه دي د هغوی راپورونو او له حقیقته لیري ارزونو غوږ نیسي.

مجاهد همدا راز ویلي چې د یو مسؤول جهت په توګه د طالبانو اسلامي امارت وايي چې په افغانستان کې ددوی جهاد، مقاومت او مبارزه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیا اعاده کولو لپاره او اسلامي نظام د پلې کولو لپاره مشروعه مبارزه ده، چې سراسر د افغانستان ولس د اسلامي عقيدې او افغاني احساس څخه سرچینه اخلي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې داسي تبلیغات هم کیږي چې ګواکي په عراق کې د موصل پر ښار د جګړې وروسته به د هغه ځای ټول (داعش) وسلوال افغانستان ته راسي، او له افغانستان څخه به د خپلو عملیاتو مرکز جوړ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x