fbpx

د ګډحکومت د چارواکو کورنۍ چیرې اوسېږي؟ هیښوونکي معلومات

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۱۸مه، ۱۳۹۵ل): که څه هم د ګډحکومت د چارواکو په اړه په ټولنیزو پاڼو کې ویل کیږي چې اکثریت یې له بهرنیو هیوادونو په ځانګړي ډول د غربي هیوادونو څخه را «پراشوټ» شوي، خو په دې وروستیو کې د هغوی چارواکو نوملړ خپور شوی چې اوس مهال پر لویو دولتي چوکیو ګومارل شوي او کورنۍ یې له هیواده بهر اوسیږي.

د ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئيس عبدالله په شمول اکثره لوړ رتبه چارواکي د بهرنیو هیوادونو تابعیتونه هم لري چې په همدې اساس هر یو یې بیا د ځانګړي هیواد د ګټو لپاره کار هم کوي.

په هغه نوملړ کې چې په دې وروستیو کې پر ټولنیزو پاڼو ګرځي د چارواکو د کورنیو د استوګنې تفصیل په لاندي ډول ورکړل شوی:

۱- اشرف غني: د کورنۍ اکثره غړي یې په امریکا کي دي.
۲- جنرال دوستم: د کورنۍ غړي یې په ترکیه کې ژوند کوي.
۳- سرور دانش : د کورنۍ غړي يې په ایران کې اوسیږي.
۴- احمد ضیاء مسعود: د کورنۍ لپاره یې په دوبۍ کې د ارام ژوند زمینه برابره کړې.
۵- د پارلمان پخوانی رئیس او د کورنیو چارو وزیر یونس قانوني: کورنۍ يې په لندن کې ځای پر ځای کړې.
۶- د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني: کورنۍ یې په ترکیه او لندن کې ژوند کوي.
۷- د مالیې وزیر اکلیل احمد کورنۍ په امریکا کې ده.
۸- د کورنیو چارو پخواني وزیر نورالحق علومي کورنۍ په هالنډ کې ژوند کوی، نوموړی له دندې څخه د شړل کیدو وروسته په همدې هیواد کې سفیر مقرر شوی.
۹- دفاع وزیر عبدالله حبیبي په ترکیه کې خپله کورنۍ ځای پر ځای کړې.
۱۰- د معادن وزیر کورنۍ په امریکا کې ژوند کوي.
۱۱-د امنیت شورا رئیس حنیف اتمر خپله کورنۍ په تاجکستان او لندن کې مېشته کړې.
۱۲- د ښار جوړوني وزیر په لندن او دوبۍ کې خپله کورنۍ ځای پر ځای کړې.
۱۳- د اطلاعات او فرهنګ وزیر عبدالباري جهاني خو له امریکا څخه تکي تنها راغلی وو، او پرون یې د استعفا خبر ورکړل شو، د نوموړي کورنۍ هم په امریکا کې ده.
۱۴- په اسلام اباد کې د ولسمشر اشرف غني خاص استازی او د افغانستان سفیر عمر ذاخیلوال په اړه ویل کیږي چې کورنۍ یې په کاناډا کې ژوند کوي.

تر اوسه نوموړی چارواکو پخپله دا معلومات نه دي تایید کړي او نن ټکی اسیا یې د کره توب پخلی نه کوي.

ددې نوملړ تر خپرولو وروسته هغه افغان مهاجرین چې اروپا ته د رسېدو په لار کې يې خپل هر څه یې قربان کړي، اندېښنه څرګندوي چې چارواکي به کله د افغان مهاجرینو په غم کي اوسي، هغوی وايي چې چارواکو خپلې کورنۍ په بهرنیو هیوادونو کې ځای پر ځای کړي او د هغو تابعیتونه یې ورته اخیستي، خو غواړي چې اروپا ته رسیدلي مهاجرین او پردي افغانان بیرته خپل هیواد ته راستانه کړي.

د تېر ۲۰۱۵ کال په می میاشت کې د ولسي جرګې مرستیال ظاهر قدیر ویلي و چې داسې اسناد په لاس کې لري چې یو شمېر وزیران اوس هم دوه ګوني تابعیتونه لري او کورنۍ يې په بهرنیو هیوادونو کې مېشتې دي. نوموړي په دوه تابعیته وزیرانو غږ کړی و چې باید بهرنی تابعیت لغوه او کورنۍ خپل هیواد ته راولیږدوي.

د کابل پوهنتون استاد فیض ځلاند په شمول د اکثرو سیاسي کارپوهانو او د ټولنیزو پاڼو فعالانو په وینا هغه چارواکي به کله هم د هیواد په ښه نه شي څوک چې اوس هم د بل هیواد تابعیت لري او یایې کورنۍ په بهرنیو هیوادونو کې میشت دي. دوی وايي چې دغه خلک به په افغانستان کې ښه یا بد حکومت وکړي او تر حکومت وروسته به بیرته خپلو کورنیو ته د ډیرو شتمنیو سره ور وګرځي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
یونس
میلمه
یونس

عبدالهادی ارغندیوال ( د اقتصاد پخوانی وزیر ) او د کابل د حزب سلامی ریس مو هیر کړی زه یی له نزدی پیژنم ، د امریکا تابعت لری ، بچیان یی د کلفورنیا ایالت لاس انجلس سیمه کی زیږیدلی او لوی شوی اوس هم دلته هستوګنه لری حتی ورونه او نور خپل خپلوان یی هم هلته هستوګنه لری ، د حزب سلامی سره یی د دی هیواد د استخباراتو له خوا غړیتوب تر لاسه کړو چه له امله یی د حزب د کابل څانګی ریس هم وټاکل شو . زه یی له نزدی پیژنم . حتی د عطا نور، اسمعیل… نور لوستل »