قاضي، اُوښه او درې حجر

ژباړه: اسدالله مبارز

وایې په یو ځای کې یو سړی اوسېده چې درې زامن یې ول، د درې واړو زامنو نومونه یې “حجر” ایښې وو.

ورځې تېریدي چې سړی د مرګ په مرض اخته شو؛ درې واړه زامن یې راوغوښت، وصیت یې وکړ چې زما له مړیني وروسته به حجر ته میراث ورکول کیږي، حجر ته میراث نه ورکول کیږي او حجر ته به میراث ورکول کیږي، همدې سره یې روح د مرګ فرښتې ته وسپاره او مړ شو خو زامن یې حیران پریښودل چې څرنګه پریکړه وکړي، کومو دوه حجر ته میراث کې برخه ورکول کیږي او کوم یو حجر ته نه!

درې واړو تصمیم ونیو چې ښار ته ولاړ شي تر څو یې مسئله د وخت قاضي ور حل کړي، درېواړه یو ځای د ښار پر لور په سفر رهي شول.

په لاره یې داسې یو شخص ولید چې د کوم ورک شوې څېز په لټه کې وو، ددوی په پوښتنه سړي ورته وویل چې اُوښه یې ورکه شوي ده چې د پیداکولو په لټه کې یې سرګردانه اخوادیخوا ګرځي.

یو حجر له سړي وپوښت، آیا ستا اوښه په یوه سترګه ړنده وه؟ سړي وویل هو هو، همداسې وه.

دویم حجر ترې وپوښت، آیا ستا اوښه په یوه پښه ګوډه وه؟ سړي وویل بالکل صحیح وایي، ریښتیا هم زما اوښه په یوه پښه ګوډه وه.

دریم حجر ترې وپوښت، آیا ستا د اوښې لکۍ پرې شوي وه؟ سړي په ډیره خوشالۍ ځواب ورکړ چې بالکل مو سم وویل، زما اوښه بالکل همداسې وه، خو اوس زر راته ووایئ چې اوښه مې چیرې ده؟

درې واړو حجر په یوه خوله ځواب ورکړ چې په خدای قسم چې ستاسې اوښې په اړه هیڅ معلومات نه لري او نه یې هم چیرته لیدلي ده.

د اوښې خاوند چې ددوی خبرې واوریدي له ډیرې غوصي نږدې ول چې لیونی شوي وو، خو تصمیم یې ونیو چې درې واړه ونیسي او قاضي ته یې بوځي، د اوښې خاوند پوخ باور درلود چې اوښه درې واړو ذبح کړي او خوړلې یې ده او اوس د جرم پټولو لپاره دروغ وایې.

کله چې د اوښې خاوند هغوی ته د خپل تصمیم په تړاو وویل، درې واړو حجر وویل چې مونږ ته ستاسې په تصمیم کې هیڅ اعتراض نشته، ځکه مونږ هسې هم قاضي ته روان یو.

کله چې قاضي ته څلور واړه ورسیدل، د اوښې خاوند قاضي ته خپله کېسه واوروله، قاضي له کېسې اوریدو وروسته درې واړو ته وویل چې تاسې د اوښې داسې نښې د اوښې خاوند ته ویلې چې له ورایه ښکاري اوښه تاسې درې واړو سره ده، ښه به دا وي چې تاسې پخپل جرم اعتراف وکړئ.

لومړي وویل: ښاغلیه! مونږ مو اوښه نه وه لیدلي خو د هغې أثار مو ضرور لیدلې وو؛ دا چې ما ورته ویلې وو چې اوښه دې په یوه سترګه ړنده ده نو ما ولید چې د لارې د یوه لورې واښه ټول خوړل شوې وو خو د بل لورې هماغسې سالم پاتې وو. ددې ډول حالت همدا یو مطلب دی چې ددې سړي د اوښې یوه سترګه ړنده وه.

دویم حجر وویل:ما ولید چې په لاره د اوښې درې قدمه ښه خښ لګیدلې وو او یو یې هسې معمولې پر ځمکه لګیدلې وو، چې ددې مطلب همدا کیدای شی چې اوښه په یوه پښه ګوډه وه.

دریم حجر وویل: کله چې اوښ په لاره ځې نو د پچې کولو په وخت کې پخپله لکۍ پچې یو لورې او بل لورې وهي مګر مونږ چې په کوم لاره راتلو نو د اوښې پچې سیدا په یوه لاین پر ځمکه ولېدلې وي چې ددې همدا یو مطلب کیدای شي چې د اوښې لکۍ پرې شوي ده ځکه یې پچې یو لورې او بل لورې ته نه وي ولېدلې.

قاضي پرته له ناوخته کېدو د هغه کس پر لور وکوت او ویې ویل، ته تلئ شي! ستاسې اوښه دوی سره نشته او نه هم دوی لیدلې ده.

د اوښې خاوند له تګ وروسته درې واړو ورونو قاضي ته خپله کېسه واوروله چې په اوریدو یې قاضي هم ډیر حیران شو. درې واړو ته یې وویل تاسې درې واړه نن زما په میلمستون کې پاتې شئ، تر سبا پورې زه ستاسې په قضیه یو څه فکر هم وکړم او حل لاره به یې دروښیم.

درې واړه د قاضي میلمستون ته ولاړ او په لږ ځنډ یې د نګهبان په لیدو داسې حس کړه چې ګواکې د قاضي له لورې یې ځانګړې میلمستیا کیږي؛ خواړه راغلل، دسترخوان هوار شو، ګوري چې د غوښې ښوروا او وچه ډوډۍ یې ورته راوړي وو.

لومړي خواړو ته په کتو وویل: ښوروا د سپي له غوښې تیاره شوې ده!

دویم وویل: وچه ډوډۍ حمل لرونکي ښځې چې وخت یې هم پوره دی تیاره کړي ده!

دریم وویل: دا قاضي د حرام اولاد دی!

خبره تر قاضي ورسیده، درې واړه یې په دویمه ورځ خپلې محکمې ته وغوښت او ورته مخاطب شو: تاسې کې کوم یوه وویل چې ښوروا د سپي له غوښې تیاره شوي وه؟ لومړي وویل ما ویلې وو.

قاضي اشپز راوغوښت او ترې ویې پوښتل؛ اشپز اعتراف وکړ ویې ویل، چې د پخولو لپاره هیڅ هم نه وو مجبور شوم چې سپۍ مې مړ او له غوښې مې یې ښوروا تیاره کړه او دوی ته مې د خوړلو لپاره ولیږله.

قاضي له لومړي وپوښت، تاته څنګه معلومه شوه چې دا د سپي غوښه ده؟ هغه وویل: د سېرلي یا اوښ د غوښې لاندې وازده (چربي) وي خو دا غوښه بیا برعکس ټوله له وازدې ډکه وه چې تر لاندې یې کوم کوم ځای کې غوښه وه.

قاضي وویل ته هغه حجر یې چې د پلار په مال کې میراث باید درکول شي.

قاضي بیا درې واړه مخاطب شول او ترې ویې پوښت: چا وویل چې دا ډوډۍ یوې حمل لرونکي ښځې چې وخت یې هم پوره دی تیاره کړي ده؟ دویم یې وویل زه وم چې داسې مې وویل.

قاضي ترې وپوښت تاته څنګه معلومه شوه؟ هغه وویل: ما ولید چې ډوډۍ له یو لورې سره شوې او ښه پخ شوې وه خو له بل لورې خامه او ایله وړه ول، د ډوډۍ پر لیدلو مې داسې وانګیرله چې داسې کومې ښځې پخ کړي چې د ډیر تکلیف له لاسه ټېټیدای نشي نو مطلب یې همدا شو چې کومې حامله لرونکي ښځې چې د ډوډۍ پخولو په وخت کې یې شاید ډيرتکلیف احساساوه ډوډۍ تیاره کړي وي.

قاضي دویم ته وویل چې ته هغه حجر یې چې له پلار څخه په پاتې شوې مال کې دې میراث رسیږي.

بیا قاضي درې واړه ته مخاطب شول او ترې ویې پوښت: چا وویل چې زه د حرام اولاد (ولدالحرام) یم؟ دریم ځواب ورکړ چې ما وویل! قاضي له خپل ځایه پورته شو او د کور دننه ولاړ او له خپلې مور یې وپوښت چې دا ریښتیا ده چې زه حرامې یم؟ مور یې وویل چې بالکل ریښتیا ده چې ته زما حرام اولاد یې.

قاضي بیا ترې وپوښت: تاته څنګه معلومه شوه چې زه حرامې یم؟ هغه ځواب ورکړ: که ته حلالې وي نو تاسې به په میلمستون کې پر مونږ نګران نه دراوه، نه به مو راباندې د سپي ښوروا خوړله او نه به هم خامې ډوډۍ چې د یوې مظلومې ښځې له لورې پخ شوي وي راباندې خوړلي.

قاضي ورته وویل: ته هغه حجر یې چې له پلار څخه په پاتې شوي مال کې درته میراث نه درکول کیږي.

دریم حیران شو او له قاضي یې وپوښت ولې؟

قاضي ځواب ورکړ؛ ځکه چې یو حرامې بل حرامې په سم ډول پیژندلی شي او ته هم زما په څېر یو حرامې اولاد یې!

میراث رسیدونکو دواړو حجر خپلې مور ته ولاړ او د دریم حجر په اړه یې ترې وپوښت؟

هغې ځواب ورکړ چې پلار مو یو سهار د لمانځه په نیت مسجد ته وتل چې دئ (دریم حجر) یې پر لاره وموند، کور ته یې راوړ او نوم یې ستاسې په څېر “حجر” پرې کېښود او ستاسې په څېر پالنه او تربیه یې وکړه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د