لنډه کيسه – حق الزحمه، ليکوال: صديق الله بدر

Money-on-Desk-1نور کله زما پر ټلفون او دفتر ته يې په ورتګ ډېر خوشالېده، خو دا وار تر يوه کال وروسته لومړی ځل و، چې احساس مې وکړ، نه مې ټلفون ته خوشاله و او نه هم دفتر ته يې په ورتګ. دفتر کې يوازې ناست و، ویل يې دوو ملازمانو يې څلور ورځې رخصت اخستی او يوه ته يې يو ساعت مخکې اجازه ورکړه، چې کور ته لاړ شي. ما خپل ساعت ته وکتل، څلورو بجو ته يو ساعت وخت پاتې و.

هغه وويل: (( ملازم مې غوښتل، چې که تر رخصتۍ پورې يې په فروشګاه کې څه ارزانه سودا لاس ته راشي او بيا د عملې موټرو ته ځان راورسوي.))

د هغه د مېز په سر يو کاغذ ايښی و، چې دپاسه يې ليکل شوي وو: د ماليې وزارت خبرپاڼه. هغه پاڼه تر نيمايي په سور قلم ايډيت شوی و. له خپل جيب نه مې زر افغانۍ راوويستې او تر هغې پاڼې لاندې مې کېښودې. اجازه مې ترې واخيسته. هغه راپاڅېد او د دفتر تر وره راسره راغی او ويې ويل: دا يوه مياشت کېږي، چې د دفتر کارونه راباندې ډېر بوج شوي.

په لاره کې چورتونو پسې واخیستم، داسې څه مې ذهن ته رانغلل، چې دی دې پر څه خبره رانه خپه وي، خو له درېو اوونیو راهيسې یې راته زنګ هم نه و، وهلی. پخوا به يې يوه ورځ بعد زنګ واهه او پوښتلم به يې، چې څه خبرونه دي. کله کله به يې زنګ واهه، چې يوه نوې کيسه مې ليکلې او یا نوی شعر مې لیکلی، ايميل کې دې يې وګوره.

کال مخکې تر ډېر ټينګار وروسته يې راسره ومنله، چې میاشت کې به يوه مقاله راته لیکي. میاشت، چې پوره شوه، دفتر ته يې ورغلم. ويې ويل: ((بلا يې بلا، په وچ زور دې څلور مقالې راباندې وليکلې. خو ځه ښه ده، د څلورو کسو ثواب راپه برخه کوې.))

ما خوله جوړه کړه، چې وپوښتم، هغه څنګه؟ خو ده بله خبره راواخیسته: (( ورځپاڼه دې ښه روانه ده، خو ما ته کم راځي. وبښه، چې يوه نيمه مقاله په مستعار نوم درته ليکم.))

ما له جیبه څلور زره افغانۍ د مېز په سر ورته کېښودې او د حق الزحمې په جدول کې مې د هغه امضا واخیسته. تر زینو پورې راسره راغی او له خدای پامانۍ سره يې وويل: (( لکه، چې نور به هره میاشت څلور مقالې حتما درته لیکم.))

بیا نو هره میاشت، چې راتلم د هغه د شعبې يو ملازم، چې تر نورو ډېر مشر و، د هغه دفتر ته له ننوتو سره سم به په ډېرې خوشالۍ چای راته راووړ. څو ځلې زموږ د دفتر نورو همکارانو به حق الزحمې ورته وړلې او چې بېرته راتلل نو ډېر خوشاله به وو، چې لیکوال هم چای ورکړی او هم له دفتره تر زینو پورې ورسره راغلی.

په همدې چورتونو کې د فروشګاه د موټرو سرای ته لا ورلنډ شوی نه وم، چې خپل موټر کې کېنم او دفتر ته راشم، چې يو چا مې پر اوږه لاس کېښود. شا ته مې وکتل. د هغه د دفتر يو ملازم و. په خوشالۍ يې روغبړ راسره وکړ، خو ويې ويل: (( وبښه، موږ نه وو، چای دې وڅښه که نه؟))

–          نه، تاسو چې نه وئ، چای به چا راکړی و؟

–          دا خو ښه کار ونه شو. خپه شوم.

–          دې کې نو څه خبره ده، بل ځل به دوه درې پيالې وڅښم.

–          ولې به خپه نه شم، خدای دې تا او رييس صیب سره ښه وکړي. ته زموږ لپاره تر دې ځايه راځې او بيا بې چايو لاړ شې، ښه نه ده.

د ملازم دې خبرو چورتي غوندې کړم: ستاسو لپاره؟

هغه راغبرګه کړه: (( هو خود، موږ څلور ملازمان وو، تا چې هره میاشت څلور زره حق الزحمه راوړه، رييس صیب زر زر افغانۍ پر موږ تقسيمولې.))

–          تقسیمولې؟ دا څه وايې، اوس يې لکه چې نه درکوي!

د هغه سترګې له اوښکو ډکې شوې: (( ته لکه، چې نه يې خبر. زموږ هغه مشر ملازم، چې رييس صاحب ته ډېر ګران و، درې هفتې کېږي، چې مړ دی.))

۱۳۹۰.۳.۶ د شپې دولس نيمې بجې



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.