د نن سرلیکنه

هند ته د کرزي بي پایلې سفر

نن ټکی آسیا – سرمقاله: حامد کرزي  د خپلو سفرونو په وروستې لړۍ کې چې  له ایرانه یې پیل کړې ،جنوبي افریقا او له هغه ځایه دهند هیواد ته ولاړی ، چې په دې سره  د نوموړي  په تیره دولس کلنه دوره کې دا څوارلسم  سفردی چې  هند ته یې کوي .

په هند کې دکرزي سفیر شیدا محمد ابدالي  رسنیو ته ویلي چې کرزی به له هندي چارواکو سره په دریو مهمو موضوعاتو لکه  د کابل واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون ، له مخالفینو سره د سولې مذاکرات او افغاني ځواکونوته  د واک انتقال په سر خبرې وکړي .

کرزي د روان میلادې کال د مي په میاشت کې هم هند ته  په خپل دوه ورځني سفرکې له هندي چارواکو سره د افغانستان د دفاعي   اوپوځي اړتیاوو دیوه قرارداد لاسلیکولو غوښتنه کړې وه .

هغه مهال هندي چارواکو  دکرزي د غوښتنې په اساس کابل ته یو پلاوی هم را ولیږو تر څو هغه اړتیاوې وګوري چې کرزي یې په خپل سفرکې له هندې چارواکو سره  د قرار داد کولو غوښتنه کړې وه .

داځل دکرزي سفر هند ته په داسې وخت کې ترسره کیږي چې  نوموړی دامریکايي ترغیب او ترهیب ترمنځ  له هغوئ سره د امنیتي تړون په کشمکش لګیادی .

کرزي د خپل سفر په لومړۍ  ورځ د هند له لومړي وزیر منموهن سنګ سره په نورو خبرو سربیره د امنیتي تړون په سرهم خبرې وکړې او په  هغه کې دا خبره یوځلې بیا تکرارکړه چې د امنیتي موافقې د لاسلیکولو لپاره به هیڅ راز وېرې ته سر ټیټ نه کړي، خو دکرزي او منموهن سینګ  تر خبرو وروسته  د هند د بهرنیو چارو وزارت ویندوی سید اکبرالدین وویل چې د کابل او  واشنګټن ترمنځ دامنیتي تړون موضوع  د افغانانو داخلي موضوع  ده  اوهند دا نه  غواړي چې  په یاده  موضوع کې پر افغانستان فشار راوړي، او یا په هغې کې مداخله او قضاوت وکړي.

هندي چار واکو په خپل دغه پیغام سره کرزي ته دا خبره ور وفهموله چې له امریکایانو سره تړون او په هغه پوري تړلي موضوعات د افغانستان داخلي موضوعات  دي  او هند د هغو په اړه  څه دلچسپي نه لري .

سره له دې چې هند ته دکرزی وروستی سفر د وخت له لحاظه ښه اوږد سفر دی خو د پایلو له مخې داسې ښکارې چې کرزی به تري خالي لاس راځي .

ځکه  هندي چارواکي  د کرزي له ډیروسفرونو نور خسته شوي او له همدې امله  یې د دې هیواد  پارلمان ته  د کرزي لخواد  دیموکراسي په موضوع  وینا هم  دهندي پارلماني چار واکو لخوا لغو کړای شوه .

د هند پارلماني وکیلانو ځکه  د کرزي وینا لغوه کړه چې په هغې کې د دوئ په قول   نه کوم نوښت او نه هم په نویو موضوعاتو خبرې موجودې وې.

د نن ټکی آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x