هندوستان خپل دوه لوی نوټونه ناچله اعلان کړه

نن ټکی اسیا (چار شنبه، لړم ۱۹مه، ۱۳۹۵ل): د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي د فساد، تورو پیسو او جعلي روپیو د مخنیوی په خاطر اعلان کړی چې له نن شپې څخه به  د ۵۰۰ او ۱۰۰۰ هندي روپیو نوټونه ناچله شي.

نوموړي ددې تر مخه د ټکس ورکولو او د پيسو د مدرک ښودلو په شرط ژمنه کړې وه چې د زیاتو پیسو لرونکو ته به څه نه ویل کیږي، بلکي پیسې به یې د هندوستان د اقتصاد په ګټه استخدامیږي او بینکونو کې به جمعه کیږي.

هغه پیسې چې په تور بازار کې پورته کښته کیږي، پر وخت یې دولت ته ټکس نه ورکول کیږي، یا د اداري او مالي فساد په ترڅ کې را ټولیږي، په بینکونو کې ځکه نه شي ساتل کیدلای چې تر اندازې زیاتو پیسو په اړه د بینک او حکومت چارواکي متوجي کیږي، ځکه نو دغه پیسې په شخصي خزانو کې ساتل کیږي.

نریندرا مودي په خپله وینا کې وویل چې فساد ، توري پيسې او جعلي نوټونه د فقر په له منځه وړلو کې لوی خنډ دی. او زیاته یې کړه چې نوي پنځه سویز او دوه زریز به په راتلونکې موده کې چاپ شي.

نوموړي همداراز تور پوری کړی وو چې د ګاونډیو هیوادونو څخه جعلي پیسې واردیږي او په هندوستان کې په تروریستي اعمالو کې کاریږي.

دیادوني وړ ده چې د متحده عرب اماراتو د صرافانو اتحادیې هم نن شپه اعلان وکړ چې دوی به هم د چهارشنبې له ورځي څخه په ټولو صرافیانو کې د یادو نوټونو رانیول او خرڅول بند کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د