نړۍ

نيشنل جيوګرافيک: پر رحيم الله يوسفزي لګېدلي تورونه بې بنسټه دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۱۹مه، ۱۳۹۵ل): نيشنل جيوګرافيک رسنيز ګروپ هغه تورونه بې بنسټه وبلل، چې له تېرو څو ورځو راهيسې د ټولنيزو شبکو له لارې د پېښور مشېتي ژورنالېست رحيم الله يوسفزي په اړه ويل کېدل، چې د افغانې نجلۍ شربت ګلې پيسې يې خوړلي دي.

څو ورځې وړاندې اسلام اباد کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال او د ټولنيزو شبکو ګڼو فعالانو ويل، چې رحيم الله يوسفزي هغه پيسې ځانته ګرځولي، چې د نېشنل جيوګرافيک ادارې له لوري د ده په لاس شربت ګلې ته لېږدول کېدې.

د نيشنل جيوګرافيک له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې دوی د رحيم الله يوسفزي په مرسته ۲۰۰۲م کال کې يو ځل بيا وتوانېدل، چې شربت ګلې ته لاس رسی ومومي او هغه مهال يې د شربت ګلې د اولادونو د روزنې او ښوونې لپاره مالي مرستې منظورې کړي دي.

اعلاميه کې راغلي، چې له تېرو څوارلسو کالو راهيسې رحيم الله يوسفزي په دې اړه شربت ګلې او نېشنل جيوګرافيک سره هر ډول مرستې کړي او د ادارې له لوري ورلېږل شوې ټولې مرستې يې شربت ګلې ته رسولي دي.

اعلاميه زياتوي: «موږ له رحيم الله يوسفزي په لوړه کچه مننه کوو، چې په سختو حالاتو کې يې موږ سره له هر ډول امتياز پرته مرسته کړې ده»

رحيم الله يوسفزي نن ټکی اسيا ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل، چې کوم خلک پر ده د پيسو خوړولو تورونه لګوي، دوی له حقيقه ته نه دي خبر او د وخت په تېرېدو به هر څه روښانه شي.

ښاغلي يوسفزي نن ټکی اسيا ته وويل: « د قضيې دواړو اړخوړو شربت ګلې او نيشنل جيوګرافيک پر ما لګېدلي تورونه رد کړي او هغه خلک، چې دې قضيې ناخبره دي، پر ما د پيسو خوړلو تورونه لګوي»

دی وايي، چې د شربت ګلې عکاس سټيف مکيوري د ده له خبرولو پرته مسلم کمرشل بانک کې د ده اکاونټ ته پنځه زره ډالر ورلېږلي وو، خو د بانک د قانون له مخې دا پيسې ده نه شوای اخيستی.

يوسفزي په دې اړه نن ټکی اسيا ته وويل: «د بانک چارواکو راته وويل، چې دا پيسې له کومه درته راغلي؟ ما ورته وويل، چې دا د شربت ګلې دي، بيا د بانک مامور راته وويل، چې دا پيسې ستا د تنخوا يا د سوداګرۍ نه دي، نو ته نه شې کولای، چې دغه پيسې ترلاسه کړې او بانک دغه پنځه زره ډالر بېرته د سټيف مکيوري بانکي اکاونټ ته لېږلي دي.»

د سټېف مکيوري له لوري په خپره شوې اعلاميه کې هم راغلي، چې دوی له ښاغلي يوسفزي ډېره بښنه غواړي، چې خلک پرې د پيسو خوړولو تورونه لګوي، په داسې حال کې يوسفزي له تېرو څوارلسو کلونو راهيسې د شربت ګلې په اړه له دوی سره هر ډول مرسته کړې ده.

رحيم الله يوسفزي نن ټکی اسيا ته وويل، چې د شربت ګلې د پيسو خوړو خبره يې په ذهن کې هم نه ده تېره شوې، ځکه چې شربت ګله يې د خور په څېر بللې او پاللې ده.

دی وايي: «د شربت ګلې په نيول کېدو ډېر خواشينی شوم او په دې اړه مې د کورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان ته وويل، چې دا کار ناسم دی او بايد ژر يې خوشې کړي.»

د رحيم الله يوسفزي زوی ارشد يوسفزي هم نن ټکی اسيا ته وويل، چې له ۲۰۰۲م کال راهيسې شربت ګلې سره د شوو مرستو ټول ريکارډ له شربت ګلې او دوی سره پروت دی او په دې کې يوه روپۍ هم ښکته پورته نه ده شوې.

د ارشد يوسفزي په وينا ځينو کړيو په لوی لاس د ده د پلار د بدنامولو هڅه کړې او لامل يې د پېښو په اړه د هغه د دريځ مخالفت بولي.

ارشد يوسفزی وايي: «پلار مې د سيمې او نړۍ په کچه منل شوې څېره ده، د پېښو په اړ د حقايقو له مخې ځانګړی دريځ لري او د همدې دريځ له امله د يو شمېر کړيو نه خوښيږي او هڅه کوي، چې زما پلار په سيمه او نړۍ کې بدنام کړي، خو موږ پر خپل رب باوري يو او پلار مو هم راته معلوم دی، چې هېڅکله به د شومو کړيو ارمانونه پوره نه شي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خپلواک

یوسفزی صیب یومشر اودزوند پښتون اومسلمان ژورنالست دی
، دسترې عاطفي خاوند اومستغني انسان دی، داتورونو دپردو مزدورانو اورزیلو خلګو دنورو کینو او رخو له مخې ږرباندي لګولي دي. دنیشنل جیوګرافیک تردید ددې درغجنو لپاره کافي دی

اصلی خپلواک

پورتنی نظر د جعلی خپلواک نظر دی زه د پاکستانو یوآځی په دی خبر باور کولای شم چه ووایی ( خدای یو دی ) . له دی غیره پاکستانیان که د خپل ناموسر به سر څه تر لاسه کولی شی اسره نه کوی ، په ځانګړی ډول رحیم الله یوسفزی خو د ټولی کفری نړی استخباراتی غلام دی جعلی یا غلام خپلواک وایی چه یوسفزی د ترکی ، امین ، نجیب ، غفارخان ، ولیخان او اسپندیار په شان لمړی انګریز او بیا روسی دروند مشر او پشتون دی . د اسلام به اړه به یی څه نه لیکم چه… نور لوستل »

خان محمد

موږ ګردسره پوه نه شوو چې اصلي خپلواک کوم او جعلي خپلواک کوم یو دی؟ لطفا د خپلې خپلواکۍ اسناد ونښلوئ

ااصلی خپلواک

خان محمد خان وروره السلام علیکم ! دا سمه ده چه انترنت کی څوک د چا مخ نه وینی او ډیر په مستعارو نومونو لیکنی او تبصری لیکی ، زما تبصری تل د خپلواک به نوم وی ، کم پیښیږی چه دوه کسان دی یو نوم ولری او په یوه وخت کی دی تبصری موافقی که مخالفی وی تبصری ولیکی ، که په کومه خبره کی توافق شتون ولری او یو څوک زما په نامه هغه څه ولیکی چه زه هم ورسره توافق ولرم یا هغه می دریز او نظر دی پروا نه کوی حتی مننه به هم تری وکړم… نور لوستل »

د خپلواك حقيقت

دا سرنگه پاليسي ده چي بيگا تبصيره وكري سهار تري بيا منكر يي

عزت الله

هغه لیکلی چا چه یوسفزی تایید کړی هغه جعلی او چا چه رد کړی هغه اصلی خپلواک دی ټر دی زیات درته څه ولیکی

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x