افغانستان

د جهاني وروسته د برېښنا شرکت مشر هم استعفا وړاندي کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۱۹مه، ۱۳۹۵ل): د برېښنا شرکت عمومي مشر قدرت الله دلاوري هم ولسمشر اشرف غني ته خپله استعفا لیږلې خو نوموړي لا تر اوسه نه ده منظور کړې.

ویل کیږي چې نوموړی د ولسمشر د زیاتو مداخلو او د ارګ د مسؤولینو د زیاتو خبرو څخه په تنګ راغلی ځکه یې استعفا وړاندي کړې.

ددې تر مخه د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالباري جهاني هم استعفا وړاندي کړې وه او په خپل استعفا لیک کې ویلي وه چې یوه اونۍ تر مخه یې ولسمشر ته خپله رسمي استعفا ورلیږلې وه چې لا یې په اړه جواب نه وو تر لاسه کړی، ځکه یې استعفا پر رسنیو خپره کړه.

ویل کیږي چې ولسمشر اشرف غني د وزیرانو او ماتحتانو سره سمه رویه نه کوي ځکه هغوی مجبورا یا له خپلو دندو څخه لاس په سر کیږي او یا د ولسمشر خبري په یوه غوږ اوري او تر بل یې باسي.

ددې تر مخه داسي خبرونه هم خپاره شوي چې په ارګ کې د ولسمشر اشرف غني سره په یوه غونډه کې دتدارکاتو ادارې عمومي مشر یما یاري په برېښنا وزارت کې پر ځینو چارواکو د فساد تور پوري کړ چې په جواب کې اشرف غنی د برېښنا وزیر له خبرو منعه کړی چې له امله یې هغه ورقي پر میز ویشتلي او له غونډي څخه دخپلو ملګرو په ګډون وتلی دی، چې بیا وروسته د ارګ د جګپوړو مشرانو په بخښني غوښتلو هم نه دی راګرځېدلی.

د یادوني وړ ده چې ددې تر مخه د ولسمشر اشرف غني د خپلو ماتحتانو سره د سپک چلند له امله د ملي امنیت عمومي رئيس رحمت الله نبیل، د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي او یو شمېر نورو جګپوړو چارواکو استعفاوي ورکړي دي. نوموړي ته نیژدې سرچیني او چارواکي وايي چې اشرف غني د امریکایانو سره په پوره درناوي خبري او چلند کوي خو د افغان ماتحتانو سره یې لهجه له غرور او تکبر څخه ډکه ده.

سربېره پر هغه په دې وروستیو کې د لومړي مرستیال جنرال دوستم، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله او احمدضیا مسعود په کچه د خپل منځي اختلافاونو خبرونه هم د هري رسنۍ د سرټکي ګرځيدلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x